1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ماشين جوړوني صنعت پراختيا موندلې ده

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان د ماشين جوړوني صنعت په ۲۰۰۹کال کي د اقتصادي بحران له اسيته رامنځته سوي ستونزي په بشپړه توګه شاته پرې ايښي دي.

https://p.dw.com/p/174QJ
ARCHIV - Monteur Günther Wiko zieht die Muttern am Drehgestell eines Eisenbahndrehkrans «Multi Tasker 1600» der Kirow Ardelt AG an, aufgenommen am 12.07.2010 in Leipzig. Der 190 Tonnen-Koloss kann 160 Tonnen heben und ist für den Export nach China bestimmt. Die deutschen Maschinenbauer sammeln mit rasantem Tempo neue Aufträge ein. Im Juli lag das Auftragsplus real 48 Prozent über dem Vorjahresmonat, wie der Verband Deutscher Maschinen- und Anlagenbau (VDMA) am Mittwoch (01.09.2010)in Frankfurt mitteilte. Foto: Jan Woitas dpa/lsn (zu dpa: «Maschinenbau auf rasantem Wachstumskurs») +++(c) dpa - Bildfunk+++
Maschinenbauunternehmen Kirow Ardelt AGانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د ماشين جوړوني صنعت له ۲۰۰۸کال راهيسي د لومړي ځل له پاره د خرڅلاو نوی ريکارډ جوړ کړی دی. دغه صنعت په ۲۰۱۲کال کي په خپل صنعتي توليد کي دوه سلنه زیاتوالی راوستی دی. د آلمان د ماشين جوړونکو د ټولني رئيس هانس هېسه وايي: «په دغه کال کي په آلمان کي د ټولو توليد سوو ماشيني صنايعو بيه ۱۹۶ميليارده يورو او د راکړه ورکړي حجم يې ۲۰۹ ميليارده يورو وو چي حتی تر ۲۰۰۸ عيسوي کال لا يو ميليارد يورو لوړه ده.»

ماشين جوړونه د الماني اقتصاد ستون

هانس هېسه له دويچه وېله سره په خبرو کي زياته کړه، چي په توليد او خرڅلاو کي د ماشين جوړني د صنعت دغه زیاتوالی د خوښۍ وړ دی: «هغه په دې دليل چي موږ په تيرو کلنو کي صفر پرمختګ ته رسېدلي وو خو اوس دوه سلني ته لوړ سوي يو. زموږ په صادراتو کي حتی د ۷ سلني زیاتوالی راغلی دی.»

د ماشين جوړوني صنعت نه يوازي دا چي د خلکو له پاره د کار او روزګار تر ټولو لويه سرچينه ده، بلکي د آلماني صادراتو په ډګر کي هم دغه صنعت لومړ مقام لري. دغه صنعت چي د آلمان دننه يې نزدې يو ميليون انسانانو ته کار ورکړی دی، د روان کال په لومړيو درو مياشتو کي يې په صادراتو کي تقريبا ۴،۵ سلنه زياتوالی راغلی وو.

حتی په اروپا کي دننه د آلماني ماشيني صنايعي په صادراتو کي زياتوالی راغلی دی، دا په داسي حال کي ده چي په اروپا کي پورونه او اقتصادي بحران په بشپړه توګه پای ته نه دی رسېدلی.

« يورو پولي واحد حتمي دی»

هانس هېسه وايي، چي د آلمان د ماشين صنعت او د هغه تازه لاس ته راوړني «پر دې دلالت کوي چي د يورو پولي واحد د اروپا او نړۍ له پاره څومره حتمي دی.» هغه زياتوي چي د يورو د بحران په وخت کي دوی په جدي توګه دغه احساسوي چي «مشتريان وارخطا وي. په دغسي یو حالت کي څوک فکر کوي چي په پانګونه کي به کموالی راسي خو لکه موږ چي يې وينو زموږ په توليداتو کي ۴،۵ سلنه زياتوالی رغلی دی.»

د نجارۍ يو ماشين
د نجارۍ يو ماشينانځور: Leitz

د آلمان د ماشين جوړونکو د ټولني رئيس هېسه زياتوي چي حتی په اروپا کي دننه د آلمان د ماشيني صنايعو په خرڅلاو کي تقريباً ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د هېسه په وينا دغه اعداد او شمېرې ښيي چي «په اروپا او نړۍ کي د يورو له پولي واحده صرف نظر نسي کېدلای.»

د آلمان د ماشين جوړني صنعت په روان مېلادي کال کي په چين کي د تېر کال په پرتله تقريباً ۹سلنه کم ماشينونه خرڅ کړي دي. چين د آلماني ماشينونو له پاره يو مهم رانيوونکی بلل کيږي.

د آلماني ماشينونو خرڅلاو په نړيواله توګه زيات سوی دی

له چين پرته د نړۍ په نورو ټولو برخو کي د آلماني ماشينونو په رانيونه کي زیاتوالی راغلی دی. د بېلګې په توګه له لاتين امريکا سره د آلماني ماشين جوړونې په تجارت کي په يوه کال کي تقريباً۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. له امریکا متحده ايالتونو سره په دغه تجارت کي حتی ۲۰ سلنه پراختيا راغلې ده. که څه هم په چين کي د آلماني ماشينونو په خرڅلاو کي زيات کموالی راغلی دی خو د چين په سويل ختيځ آسيايي هيوادونو کي د آلماني ماشینونو خرڅلاو ۲۱ سلنه زیات سوی دی.

د راتلونکي مېلادي کال له پاره هم د آلمان د ماشين جوړوني صنعت خوشبين دی. هېسه اټکل کوي چي په ۲۰۱۳کال کي به يو ځل بيا د آلمان د ماشين جوړوني په صنعت کي ۲ سلنه زياتوالی راسي.