1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مسيحي دموکرات گوند نوې کړنلاره

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

د آلمان مسيحي دموکرات گوند د سه شنبې په ورځ په برلين کې خپله نوې کړنلاره معرفي کړې ده. د هغه شعار لاندې چې وايي «زياته آزادي او کمه اداره« نوموړی گوند غواړي چې يوه نوې کړنلاره خپله کړي.

https://p.dw.com/p/DKIw
د آلمان د مسيحي دموکرات گوند نښان
د آلمان د مسيحي دموکرات گوند نښان
د آلمان مسيحي دموکرات گوند غواړي چې په تېره بيا د کورنيو يا فاميلي سياست کې او د اقليم په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.
همداراز دې د ټولنيز آزاد بازار په جوړښتونو کې تغيير راوستل شي. د آلمان سوسيال دموکرات گوند دغه وړانديزونه غير اجتماعي او محافظه کار وبلل. ټاکل شوې ده چې د مسيحي دموکرات گوند دغه کړنلاره به د وگړو د آزادۍ او په عين وخت کې د هېواد په داخل کې د امنيت په برخه کې مفيده وي.