1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت اداره غواړي د پناه غوښتونکو تليفونونه وپلټي

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

د یوه وړاندیز شوي قانون پر اساس، د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې ته به د مهاجرو د تليفونونو د پلټنې اجازه ورکړل شي. د دې نوي وړاندیز شوي قانون هدف د مهاجرو د جعلي هویت مخنیوی په ګوته شوی دی.

https://p.dw.com/p/2XvGI
Deutschland Handys von Flüchtlingen im Visier
انځور: picture alliance/dpa/P. Schulze

د یکشنبې په ورځ د درو آلماني رسنیو له خوا د خپرو شوو معلوماتو په حواله، د قانون نوې وړاندي شوې مصوبه به د آلمان چارواکو ته دا اجازه ورکړي چې د مهاجرو د هویت او د ناسمو معلوماتو د ورکړې د مخنیوي له پاره د دوی تليفونونه وګوري.

د آلمان سیمه ايزو رسنیو «وي. ډي. آر» او «ان. ډي. آر» او په مونشن کې د «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د دې وړاندیز شوي قانون په مټ به «له دې هیواد څخه د اخراج پروسې په عملي کولو کې پرمختګ» رامنځته شي.

په ورته وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې هکله چې په دې قانون کې به کوم موارد شامل وي او دا چې آیا دا وړاندیز شوی قانون به پارلمان ته هم وړاندې شي او که نه، تر نهايي پریکړې مخکې د لا ډیرو جزیاتو له ورکړي ډډه وکړه.

له اجازې پرته لاس رسۍ

په ۲۰۱۵م کال کې د اقامې په قانون کې په بدلون راتګ سره، په پرنسیپ کې چارواکو ته د موبایل تليفونونو او د مخابراتي شرکتونو اړوندو معلوماتو ته لاسرسي ته اجازه ورکړل شوې ده. که څه هم، د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتنې اداره اوس د تليفون د پلټنې له پاره د مهاجر اجازې ته اړتیا لري او د اجازې له ورکړې پرته دوی یوازې هغه وخت کولای شي په تليفون کې معلوماتو ته لاس رسۍ ولري چې د محکمې امر ورسره وي. دا اجازه یوازې هغه وخت ورکول کیږي چې د جرم شک موجود وي.

که د ۲۰۱۶م کال شمیرو ته ځیر شو، نو دا په دې معنی ده چې که چیري دغه قانون عملي شي، نو د ۵۰ او ۶۰ سلنو ترمنځ هغه مهاجر چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې، په دې قانون سره به اغیزمن شي.

د قانون ګټې

دغه نوی وړاندیز شوی قانون په دې وروستیو کې له برلین څخه د شدیدو وروستیو اقداماتو څخه یو تازه اقدام دی او هدف یې د مهاجرو او پناه غوښتونکو له خوا د دې هیواد چارواکو ته د ناسمو معلوماتو د ورکړي مخنیوی په ګوته شوی دی.

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي اداره اوس له شاوخوا ۴۳۰ زره نا څیړل شوو د پناه غوښتنلیکونو له ستونزي سره لاس او ګریوان ده. یادې ادارې تیره اونۍ د  ټولو هغو مهاجرو چې په آلمان کې ژوند کوي د ګوتو د نخښي اخیستلو غوښتنه وکړه، څو د جعلي هویت په پیښو کې کمښت راولي.

په ځینو مواردو کې پناه غوښتونکي د رد کیدو له ویري خپل هویت ناسم ښيي. ځینې یې بیا د ډیرو ټولنیزو ګټو د ترلاسه کولو له پاره درواغ وايي.

د روانې میاشتې په پیل کې، د آلمان په هنوور ښار کې یو ۲۵ کلن پناه غوښتونکي ته د جعل له امله د ۲۱ میاشتو له پاره له ټولنیزو ګټو څخه د محرومیت سزا ورکړل شوه. هغه باید د دې ترڅنګ ۲۰۰ ساعتونه ټولنیز خدمات هم وکړي. نوموړي کس دا منلې وه چې د ډیرو ټولنیزو مرستو د ترلاسه کولو له پاره یې د آلمان په ۷ بیلابیلو ښارونو کې ځان په مختلفو نومونو ثبت کړی وو.

د رپوټونو په حواله، په تونس کې زیږیدلي انیس عامري چې په تیرې دیسمبر میاشت کې يې د آلمان په پلازمېنه برلین کې د کریسمس په بازار کې د موټر برید وکړ او ۱۲ کسان یې ووژل، هم ځان په ۱۴ بیلابیلو هویتونو ثبت کړی وو.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: