1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د نوې کابینې وزیران معرفي شول

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۵, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې د خپل راتلونکي حکومت کابینه اعلان کړه. په داسې حال کې چې د میرکل گوند د دفاع او مالیې مهمو وزارتونو ته وزیران معرفي کړي، ایتلافي گوند یې بیا د کار او بهرنیو چارو وزارتونه په لاس کې لري.

https://p.dw.com/p/1AaIO
انځور: John MacDougall/AFP/Getty Images

د میرکل مسیحي اتحاد د آلمان په راتلونکي حکومت کې د خپلو وزیرانو نومونه اعلان کړي دي. میرکل په برلین کې د یکشنبې په ماښام دغه اعلان د یوه خبري کنفرانس پر وړاندې وکړ. میرکل همداراز له سوسیال دیموکراتانو سره د ایتلاف په اړه هم خوشبیني څرګنده کړه. هغې وویل: «له مسیحي اتحاد سره د یوځای کیدو په حق کې د سوسیال دیموکراتانو ۷۶ سلنه مثبه رایه د دې خبرې یوه ښه نشانه وه چې [په راتلونکې کې به] ایتلاف په ښه ډول د خپلو دندو د پر مخ بیولو توان ولري.»

د مسیحي دیموکرات ګوند وزیران

د میرکل په دریمه دوره کې به د آلمان د دفاع وزارت یوې ښځې ته وسپارل شي. اورزولا فون درلاين چې د آلمان د راتلونکې دفاع وزیرې په توګه نومول شوې ده تر دې مخکې د د ټولنیزو چارو او د کار د وزیرې په توګه دندې ترسره کړې دي. هغه د میرکل په تیرو دواړو دورو کې وزیره پاتې شوې ده.

په دې ترتیب سره د آلمان د دفاع اوسنې وزیر توماس دیمزیر، د کورنیو چارو د وزیر په توګه نومول شوی دی. هغه تر دې مخکې هم د آلمان د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د آلمان صدراعظمه او د هغې د راتلونکې کابنې وزیران
د آلمان صدراعظمه او د هغې د راتلونکې کابنې وزیرانانځور: picture-alliance/dpa

په عین حال کې د چاپیریال اوسنۍ وزیر پیتر التمایر، د آلمان په راتلونکې کابینه کې د دارالانشأ د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. دغه اداره به د امریکا د کورنۍ استخباراتي ادارې NSA د څارنیزو پروګرامونو په پایله کې د رامنځ ته شویو جنجالونو له کبله ځینې نوې دندې هم پر غاړه ولري. میرکل وویل چې هغه به د دغه وزارت مرستیال بیا وروسته وروپیژني.
هیرمن ګروهه د مسیحي دیموکرات ګوند مشر هم د آلمان د روغتیا د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. د ګروهه اوسنۍ دنده به ځوان سیاستوال دانیل بهر، پر غاړه واخلي.

د میرکل د کابینې اوسني دوه وزیران ولفګنګ شویبله او یوهانا ونکا، به خپلې دندې د مالیې او زده کړې د وزیرانو په توګه پر مخ یوسي.

سوسيال مسيحي ګوند هم درې وزیران معرفي کړي دي

د میرکل تر وینا لږ مخکې د هغې د ګوند متحد سوسیال مسیحي ګوند هم خپل درې نوي وزیران معرفي کړل. د دغه ګوند مشر هورست زیهوفر، د یکشنبې په ورځ په مونشن کې وویل چې هنس پیتر فریدریش به د زراعت وزارت پر مخ یوسي. تر دې مخکې هغه د آلمان د کورنیو چارو وزیر وو.

پر دې سربیره زیهوفر د خپل ګوند بل لوړ پوړی چارواکی الکساندر دوبرینت، د آلمان په راتلونکې کابینه کې د ترانسپورت او د دیجیتالو بنسټونو د وزیر په توګه معرفي کړ. د سوسیال مسیحي ګوند بل سیاستوال ګیرد مولر به د میرکل په دریمه دوره کې د پرمختیا د وزیر په توګه دنده ترسره کړي.

سوسیال دیموکراتانو هم خپل وزیران اعلان کړل

د یکشنبې په ورځ وختې سوسیال دیموکراتانو هم په راتلونکې حکومت کې خپل وزیران معرفي کړل. د دغه ګوند مشر زیګمار ګبریل، د خپل د ګوند لوړپوړې غړې اندریا نهلیس، د آلمان د کار د راتلونکې وزیرې په توګه ونوموله.

د آلمان په پارلمان کې د اپوزیسیون اوسنی مشر فرنک والتر شتاینمیر، به د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار وکړي او په دې ترتیب سره به د اوسنې وزیر ګیدو ویستر ویله دندې پر غاړه واخلي.

د آلمان د عدلیې راتلونکې وزیر به هم د سوسیال دیموکراتانو له ګوند څخه وي. د دغه وزارت مشري به هیکو ماس پر غاړه واخلي.

په دې ترتیب سره به د آلمان د چاپیریال د وزارت دنده باربرا هیندریکس او د کورنیو وزارت چارې منویلا شویسیګ ته وسپارلې شي. پخپله ګبریل به د یوه نوي وزارت دندې پر غاړه واخلي چې اقتصاد او انرژي سره یو ځای کوي او د نوې انرژي په لور د آلمان خوځښت کنترولوي. د آلمان نوې کابینه به د سه شنبې په ورځ افتتاح شي.