1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول، خاورته د سپارلو مراسم

۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبه

د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول د جنازې رسمي دولتي مراسم په شټراسبورګ کې د اروپايي ټولنې د پارلمان په ودانۍ کې ترسره شول. د آلمان د یوځای والي صدراعظم ته د درناوي له پاره له ټولې نړۍ څخه لوړپوړي میلمانه راغلي.

https://p.dw.com/p/2flQP
Ludwigshafen Trauerzug für Altkanzler Kohl
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

د اروپا په ځايي وخت ۳ بجې او ۲۰  دقیقو د هلموت کول تابوت چې اوسمال د آلمان په بیرغ کې پیچلی دی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه پلرني ښار یعنې د لودویګس هافن ښار ته د انتقالیدو په حال کې دی او بیا وروسته به د راین سمندر کې یوې کښتې ته انتقالیږي. له هغه ځایه به د هغه د کورنۍ د غړو او د ملګرو سره یوځای په خپل پلرني ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د کول تابوت مخکې له دې چې د سپییر په نامه ښار کې خاور ته وسپارل شي، د هغه د زیږیدنې ښار یعنې لودویګس هافن ته انتقال شو. هلموت کول له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۹۸م کلونو پورې د ۱۶ کلونو له پاره د آلمان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړه او د روانې جون میاشتې په ۱۶ نیټه په ۸۷ کلنۍ ومړ.

د اروپا په ځايي ۱۲:۵۵ بجو د هغه د جنازې او ویناوو مراسم د اروپايي ټولنې د پارلمان په ودانۍ کې پای ته ورسیدل. د هغه تابوت په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې په بیرغ کې پیچلی وو، د هلیکوپتر په مټ له دې ځای څخه د هغه پلرني ښار یعنې لودویګ هافن ته انتقالیږي.

د کول د جنازې په مراسمو کې د اروپايي ټولنې، آلمان او د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه ګڼ شمیر لوړپوړو چارواکو برخه اخیستي وه. په دې مراسمو کې آلمان د صدراعظمې انګلامرکل ترڅنګ، د فرانسې اوسنی ولسمشر، د روسیې لومړی وزیر دیمیتري میتودیف او د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بل کلنټن هم ګډون کړی وو.

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل یو وخت د کول سره ګډ کار کوو. نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې کول د آلمان په یوځای کیدو کې ډیر مهم رول لوبولی.

Trauerfeierlichkeiten für Altkanzler Kohl
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Euler

د ګډونوالو په کتار کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم د کول له کړنو او هڅو ستاینه وکړه او ویې وویل چې تاریخ به زموږ په هکله هم قضاوت وکړي چې هغه پول چې هلموت کول رغولی، موږ یې په هکله څه وکړل.

Trauerfeierlichkeiten für Altkanzler Kohl
انځور: picture alliance/dpa/S. Hoppe

سربیره پر دې، د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میتویدیف بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د آلمان او روسیې اړیکو په اشاره وویل چې هلموت کول په دواړو هیوادونو کې د سولې د راوستو له پاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې له کول څخه به په روسیه کې د یوه ملګري، هوښیار او ریښتیني شخص په توګه تل یادونه وشي.

Trauerfeierlichkeiten für Altkanzler Kohl
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

بل لوري ته بیا د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، بل کلنټن په داسې حال کې چې له لیکلې بڼې پرته یې خبرې کولې وویل چې هلموت کول غوښتل داسې یوه نړۍ جوړه کړي چې پکې یوڅوک په بل چا واک ونه لري.

نوموړي په داسې حال کې چې هلموت کول ته یې خطاب کوو وویل چې تا د خپل ژوند په اوږدو کې دغه څه ترلاسه کړل او هغو کسانو چې دغه نظریه یې په عملي بڼه ولیدله، له امله یې موږ له تا سره مینه لرو.