1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پوځ وزير په افغانستان کې د خپلو ځواکونو موجوديت پرځای بللی

۱۳۸۸ تیر ۳, چهارشنبه

برلين: د افغانستان په شمال کې د دريو تنو آلماني سرتېرو له وژل کېدنې وروسته، د دې هېواد د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ په هغه هېواد کې د خپلو ځواکونو موجوديت پرځای او قانوني کار وباله.

https://p.dw.com/p/IY5A
په افغانستان کې د يو وژل شوي آلماني عسکر جسد آلمان ته راوړل کېږی.انځور: AP

له مسيحي دموکراتې ټلوالې څخه دې سياستمدار د جرمن په ZDF نومې تلويزيون کې وويل، دا دنده د آلمان د امنيت د پاره هم گټوره ده، ځکه د ترهگرانو فعاليتونه په شاتمبوي.

يونگ زياته کړه، نظامي او د بيارغونې امکانات په شريکه سره د خلکو د باور لاس ته راوړلو د پاره کار کوي.

د آلمان په فدرالي پارلمان کې د نظامي چارو مسئول رينهولډ روبه Reinhold Robbe دا شکايت وکړ، چې په خلکو کې هنوز دا ويل کيږي، چې آلمان په افغانستان کې جگړه کوي. دی په دې اړوند د کليساگانو، اقتصادي ادارو او کارگري ټلوالو روښانه دريز غواړي.

د آلمان د بهرنيو چارو معين، چې د سوسيال دموکراتانو ګوند غړی دی، يو آلماني اخبار سره په مرکه کې ويلی، چې زموږ نظامي شتون په افغانستان کې صحيح دی. دی زياتوی، چې آلمانان د امريکايانو سره په خبرو اترو کی دی او په دې هڅه دی، چې په افغانستان کې خپل فعاليتونه لانور هم ګتور کړی.

پرون د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کې درې آلماني عسکر وژل او خو نور تپي شوی دي. طالبانو ويلي دی، چې دوی په آلمانانو حمله کړی ده.

خو ناتو بيا دا اعلام کړی دی، چې د آلماني عسکر تانک د جګړې په يو مانور کې اوبو ته لوېدلی وو.

د دې پېښې سره تر اوسه پوری 35 آلماني عسکر خپل ژوند په افغانستان کې له لاسه ورکړی دي.

کتونکی: يحيی وردک