1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ډاکټرانو د مهاجرو د سن معلومولو اجباري معاینې ردوي

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

د آلمان د ډاکټرانو ټولنې ویلي دي چې د مهاجرو د سن معلومولو اجباري معاینه له اخلاقي پلوه سم کار نه دی او پایلې یې هم دقیقې نه وي. د یو تورن افغان مهاجر په لاس د یوې نجلۍ تر وژلو وروسته د دغو معاینو ترسره کول شدید شوي دي.

https://p.dw.com/p/2qCcs
Flüchtlingsunterkunft in Berlin
انځور: Getty Images/S. Gallup

د دوشنبې په ورځ په آلمان کې د ډاکټرانو ټولنه یا «بوندیز ارتڅ کامر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د مهاجرو د سن معلومولو له پاره د دوی د اجباري معاینې معرفي کول به «د یو شخص د فزیکي حریم نقض کولو» په معنی وي.

د دې ټولنې مشر فرانک اولریش مونتګومیری په دې هکله ویلي دي چې: «[د ډاکټرانو] ټولنه په دې هکله ډیري اندیښنې لري.» مونتګومیری د «زود دویچه سایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د سه شنبې ورځې ګڼې ته ویلي دي چې: «که چیري تاسې وغواړئ دغه څه [معاینات] پر هر مهاجر وکړئ، دا د دوی په بشري رفا کې لاس وهنه ده.» یادې ټولنې همدا راز ویلي دي چې د دغه راز معاینو د غلطو نتایجو کچه هم ډیره وي.

پخپله خوښه که اجباري؟

تر اوسه پوري دغه معاینې پخپله خوښه ترسره کیدلې او یوازې په خپله د مهاجر او پناه غوښتونکي کس او یا هم د چارواکو له لوري د یو کس د دقیق سن د معلومولو په موخه د دې راز معایناتو د ترسره کولو غوښتنه یې کیدله. خو د عمر د معلومولو له پاره د اکسرې استفاده اوسمهال یوازي په داسې حالاتو کې ترسره کیږي چې یو کس جرم کړی وي.

دا په داسې حال کې ده چې همبورګ او برلین  په رضاکارانه ډول ترسره کیدونکي دغه معاینات له کلونو راهیسې ترسره کول او دغه معاینات د ۲۰۱۶م کال په  وروستیو کې په ټول آلمان کې پیل شول. دغه راز معاینات د روینتګن ارتروسکوپي په نامه یادیږي او په دې کې ډاکټران د یو کس فزیکي جوړښت، د غاښونو او همداراز د اړتیا په صورت کي د لاسونو او ټټر د دوو سترو هډوکو په اکسرې کولو سره، د یو ځوان کس سن معلوموي.

Röntgenbild - Hand
د یو کس د عمر معلومولو له پاره له اکسرې یا ایکس وړانکو کار اخیستل کیږيانځور: picture-alliance/ROPI

آلمان ته ډېر ځوان پناه غوښتونکي زیاتره له سرپرست پرته راغلي، په دې صورت کې هغوی ته د مرستو او د کور برابرول په دې پوري تړلي چې دغه کس له قانوني پلوه ۱۸کلن که تر هغه کښته دی.

که چیري د یوه ځوان پناه غوښتونکي سن ۱۸ کلونه او یا تر هغه لږ وي، نو په دې صورت کې دوی د ځوانانو د قانون له لاري دوی ته ځای برابریږي او د همدې قانون په رڼا کې د دوی ساتنه کیږي. دوی همدا راز مالي او ځیني نوري مرستې هم ترلاسه کوي او ښوونځي ته د تګ اجازه لري او په پای کې کولای شي چې آلمان ته د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو حق هم ترلاسه کړي.

په عین وخت کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې یا «بامف» د معلوماتو له مخې د تیر کال په ترڅ کې آلمان ته د راغلو مهاجرو او پناه غوښتونکو شمیر د پام وړ کم شوی خو له سرپرسته پرته ماشومانو شمیر بیا لوړ شوی.

Deutschland | Trauerbekundung in Kandel nachdem ein 15-jähriges Mädchen in einem Drogeriemarkt erststochen wurde
تیره اونۍ آلماني رسنیو رپوټ ورکړ چې یو تورن افغان مهاجر یوه آلمانۍ انجلۍ د چړې په واسطه وژلېانځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

په کاندل ښار کې په چړې قتل او سن د معایناتو اړیکه

تیره اونۍ د آلمان د جنوب غربي ایالات راین لاند فالتڅ په کاندل ښار کې د چړې په واسطه د یوې ۱۵ کلني نجلۍ د قتل تر قضیې وروسته، ډېر سیاستوال اوس د ډيرو مهاجرو د سن معلومولو له پاره د اجباري معایناتو د معرفي کولو غوښتنه کوي.

په دې قتل تورن کس له سرپرست پرته یو افغان مهاجر بلل شوی دی چې وژل شوي نجلۍ او د هغې کورنۍ هم پیژاند. تر دې قتل دوې ورځې وروسته، د نجلۍ پلار د تورن کس په هکله وویل: «دا هیڅ امکان نه لري چې هغه دي ۱۵ کلن وي...موږ هیله من یوو چې د [پلټني] پرمهال به د هغه د ریښتیني سن په هکله معلومات ترلاسه کړو.»

Bayerns Innenminister Joachim Herrmann
د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن غواړي چې د راتلونکو مهاجرینو د عمر معلومولو له پاره جدي اقدامات وشيانځور: picture alliance/dpa/S. Hoppe

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر او د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند غړی یواخیم هیرمن په دې وروستیو کې د «ټولو هغو راتلونکو مهاجرو چې له ورایه نه ښکاري چې ماشومان وي، د سن معلومولو له پاره د جدي قوانینو غوښتنه کړې.» هیرمن په دې هکله زیاته کړه چې «ګڼ شمیر مهاجر لا هم خپل اصلي سن پټوي.»

dpa, AFP/A.K