1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: «د کار په بازار کې د مهاجرو جذب په ښه شان روان دی»

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د کاتولیکي خدماتو ټولنې«مالتیزر» د مهاجرو په اړه خپل نوی رپوټ خپور کړی دی. ښه خبر دا دی چې د کار په بازار کې د مهاجرو جذب تر هغې په ډیر شکل پر مخ روان دی چې تصور یي کیده، او آلمان کولی شي پر دې ستونزې لاس بری شي.

https://p.dw.com/p/3PTJl
Deutschland | Integration und Arbeitsmarktbeteiligung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/J.-U. Koch

د کار په بازار کې د مهاجرو د وضعیت په اړه د حيرانونکو پرمختګونو خبره کیږي. په داسې حال کې چې د مهاجرت په اړه بحثونه ډیر تاوده دي، مالتیزر غوښتي دي چې د خپل دې رپوټ په خپرولو کولو سره اسناد او حقایق وړاندې کړي.

د «والتر یوکن» موسسه د دې رپوټ د عملي برخې مسئولیت په غاړه لري. د دې موسسې مشر لارس فلډ، دې نتیجې ته رسیدلی دی چې «د وروستیو کلونو ادغام، په ځانګړي توګه د پناه غوښتونکو ادغام له هغه چې په اوایلو کې یي اټکل کیده، ډیر بریالی دی.»

په خاص ډول د اتوو هیوادونو مهاجر د آلمان د کار په بازار کې په ډیر ښه ډول جذب شوي دي چې په هغو کې افغانستان، اریتریا، عراق، ایران، نایجیریا، پاکستان، سوماليا او د سوریي هیوادونه شامل دي.

د ۲۰۱۷ م کال د اپريل میاشتې په پرتله سږ کال د بیمه ورکونکو مهاجرو شمیر دوه برابره شوی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشت کې ۳۱۲ زره مهاجرو کار درلود او اجتماعي بیمه یي ورکړی وه.

Infografik Tatverdächtige Migranten SPA

د آلمان د مهاجرت د چارو کمیساره آنته ویدمن ماوتس، دا یو ارزښت لرونکی بریالیتوب بولي. نوموړې د «راینیشه پوست» ورځپاڼي ته ویلی دي چې په تیرو څلورو کلونو کې پرمختګونه د کار بازار د کارپوهانو د وړاندوینو څخه ډیر ښه وو.

آلمان تر هغه ډیر امن دی چې وړاندوینه یي شوې وه

آلمانان هم لږ تر لږه د مهاجرت د اقتصادي پایلو په هکله خوشبینه دي. ۳۶،۱ سلنه آلمانان مهاجرت د آلمان د اقتصاد له پاره یو ښه فرصت بولي. دا کچه د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۹ سلنه لوړه شوې ده. د دې رپوټ پر بنسټ د دې کار دلیل د کار په بازار کې د مهاجرو بهتره ادغام او دغه هیواد ته د مهاجرو د راتګ په شمیر کې کموالی ښوول شوی دی.

خو په عین وخت کې د هغو کسانو شمیر هم یو څه زیات شوی دی چې د آلمان د امنیت په اړه اندیښمن دي. تیر کال ۷۱،۶ سلنه کسانو د مهاجرو څپه د آلمان د امنیت له پاره یو خطر بللی وو. دا شمیر د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيې.

بل لور ته آلمان تر هغې ډير امن دی چې اکثرو خلکو یي فکر کاوه. نه یوازې د مهاجرت په برخه کې، بلکې په مجموع کې.

په دغه هیواد کې په دې وروستیو څو کلونو کې د جرایمو کچه مخ پر ټيټيدو ده. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ م کال کې په دې هیواد کې د پولیسو له خوا شپږ میلیونه جنایي جرمونه ثبت شوي وو، په ۲۰۱۸ کال کې دغه کچه ۵،۴ میلیونه وه. تیر کال له ۱،۹۳ میلیونه کسانو څخه تحقیقات شوی وو چې په هغو کې ۶۹،۵ سلنه یي آلماني اتباع او ۳۰،۵ سلنه یي بهرنیان ول.

Benecke/sn-mj