1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنيو چارو وزير افغانستان ته تللی

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

د کورنيو چارو وزير هانس پيتر فريدريښ په يو ناڅابي سفر افغانستان ته رسېدلی تر څو هلته د افغان ملي پوليسو د روزلو له بهير څخه د نژدې ځان خبر کړي. آلمان د ډير وخت راهيسي د افغان پوليسو په روزلو کي مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/12oaT
د جرمني د کورنيو چارو وزير هانس پيتر فريدريښ
د جرمني د کورنيو چارو وزير هانس پيتر فريدريښانځور: dapd

د آلمان د کورنيو چارو وزرات په يوې خبر پاڼي کي راغلي دي، چي فريدريښ به په کابل، مزار شريف او کندوز کي د افغانستان د ملي پوليسو د روزني د بهير له وضعييت ځان خبر کړي.

 

په مزارشريف کي د دويچه ويله خبريال وايي، چي د جرمني د کورنيو چارو وزير په نوموړي ښار کي د افغان پوليسو د روزني يو مرکز پرانيست.

 

په اوسني وخت کي د آلمان څه د پاسه 200 پوليسي روزونکي په افغانستان کي په کار بوخت  دي. فريدريښ د خپل سفر څخه مخکي په برلين کي وويل، چي د هغه هيواد به وروسته له 2014 کال څخه هم د افغان پوليسو د روزني پروګرام ته دوام ورکړي.

 

وروسته له هغي چي د صدراعظمي انګيلا ميرکل په ايتلافي حکومت کي د سوسيال مسيحي ګوند نوموړي سياست وال د مارچ د مياشتي را په دې خوا د کورنيو چارو وزير سوی، دا افغانستان ته د هغه لومړي سفر دی.

 

هغه افغانستان ته په رسيدو سره وويل:« د پوليسو روزني ته وروسته له دې هم اړتيا شته، ترڅو په نړيواله ټولنه کي آلمان خپله دنده په ښه توګه ترسره کړای سي.»

 

د آلمان د کورنيو چارو وزير په خپلي وينا کي زياته کړې، چي « له نهو کلونو را په دې خوا د آلمان د پوليسو کارپوهان په افغانستان کي د ملکي امنيت د جوړښتونو په جوړولو کي د ارزښت وړ خدمتونه تر سره کوي.»

 

هغه وويل: « په دې موده کي افغان پوليسو ډيري لاس ته راوړي لري.»

 

هغه به د خپل دې سفر په ترځ کي د آلمان د پوليسو له روزونکو او دغه راز د افغاسنتان له  سياسي او پوځي مسوولينو سره هم وګوري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل