1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنيو چارو وزير: د مهاجرت کړکیچ بيا نه تکراريږي

۱۳۹۶ شهریور ۴, شنبه

که ايټاليا د مهاجرت پر کړکیچ باندې برلاسې نه شي او يا ترکيه نور له اروپايي اتحاديې سره همکاري و نه کړي، آیا د مهاجرت کړکیچ به بيا تکرار شي؟ د آلمان د کورنيو چارو وزير په دې باور دی چې دغه کړکیچ نور نه تکراريږي.

https://p.dw.com/p/2isyD
Griechenland Flüchtlinge an der Grenze zu Mazedonien bei Idomeni
انځور: Reuters/M. Djurica

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير، په آند نور دا له امکانه لیرې ده چې اروپا کې دې د مهاجرت بحران د تیر په څیر په شان په شدت سره تکرار شي. ديميزير په  برلين کې د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «هغه بهير چې موږ يې د ۲۰۱۵ کال په مني کې شاهدان وو، بيا به تکرار نه شي». هغه ټينګار کړی چې: «موږ ډيرې هڅې کړي چې ورته وضعيت بيا رامنځ ته نه شي... ۲۰۱۵ کال به بيا په هيڅ صورت تکرار نه شي».

د آلمان د کورنيو چارو وزير په ايټاليا کې د مهاجرو ستونزو ته هم اشاره وکړه او وې ويل چې نور د اروپا شمال ته د مهاجرو د ليږد سياست نه بايد تکرار شي.

هغه وويل، چې دی په حاضر وخت کې داسې هيڅ شک نه لري چې د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرت شوی تړون دې پر خپل ځای پاتې نه وي.

آلمان د ۲۰۱۵ کال د دوبي په پای کې او بيا له هغې وروسته په راتلونکو مياشتو کې د بې ساري شمير مهاجرو د ورتلو شاهد وو.

په ۲۰۱۵ کال کې په ټوليز ډول شاوخوا ۸۹۰ زره پناه غوښتونکي آلمان ته ورسيدل چې دا د يوه کال په دننه کې يو بې ساری شمیر دی. هغه مهال اروپا ته د مهاجرو د تلو د مخنيوي په موخه دوه سترکارونه ترسره شول. د بالکان لار چې د مهاجرو اصلي مسير وو د مهاجرو پرمخ وتړل شوه او دغه راز اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ هم د مهاجرت تړون لاسليک شو. د دغه تړون له مخې ترکيه له خپلې خاورې د اروپا پر لور د تلونکو مهاجرو مخنيوي کوي.

تر دغو اقداماتو وروسته، اروپا ته د تلونکو مهاجرو په شمير کې په چټکۍ سره کموالی رامنځ ته شو. خو د هغو افرادو شمير لا هم په ټوله نړۍ کې تر يو بريده لوړ دی کوم چې د ناامنيو او بې وزلۍ له کبله د خپلو هيوادونو پريښودو ته اړ کيږي.

د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره د آلمان د سوسيال دیموکرات ګوند نوماند مارتين شولتڅ، په آلمان او اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ له تکراریدو څخه خبرداری ورکړی دی. ځکه د هغو مهاجرو شمير چې د ايټاليې بندرونو ته رسيږي بيا لوړ شوی او دا په داسې حال کې ده چې پر دغې مسئلې برلاسي کيدل د ايټاليا له توانه وتلې بریښي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د دې پوښتنې په ځواب کې که چيرې ايټاليا مهاجر د اروپا شمال ته وليږدوي، نو بیا به د مهاجرت بحران رامنځ ته نه شي، وويل: «لومړی خو دا چې موږ چمتو يو. دويم دا چې ايټاليا اوس يو بل سياست غوره کړی دی او بله دا چې، ايټاليا کې د مهاجرو شمير هومره زيات نه دی لکه څرنګه يې چې ادعا کيږي».

ديمزيز زياته کړې ده چې ايټاليا په اصل کې مرستې ترلاسه کوي تر څو مهاجر دغه هيواد ته ونه رسيږي: «خو موږ ايټالیې ته په صراحت ويلي دي چې نور بايد د اروپا شمالي هيوادونو ته مهاجرو استول تکرار نه شي، خو دغه هيواد زموږ خبره ونه منله».

د توماس ديميزير په خبره په جولای او اګست مياشتو کې ايټاليا ته د ورغل پناه غوښتونکو په شمير کې ډير کموالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ترکيې سره د آلمان او اروپايي اتحاديې اړیکې دومره ښې نه دي، نو دا پوښتنه هم راولاړيږي چې آيا له ترکيې سره به د مهاجرت پر موضوع شوی تړون په اوږده موده کې پر خپل ځای پاتې شي که نه؟

ديميزير په دې برخه کې ډاډه دی او باور لري چې کوم خطر به نه پیښ نه شي. هغه زیاتوي: «د اروپايي اتحاديې سره د شوي تړون ساتنه، د ترکيې د ګټو له پاره هم مهمه ده. دا يو معتبر تړون دی او زه په حاضر وخت کې په دې اړه هيڅ شک نه لرم، ټول اړخونه به ورته ژمن پاتې وي». خو هغه ټينګار وکړ چې هيڅ څوک به پرې نه ږدي چې دوی تر فشار لاندې راولي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په آند، د بالکان لارې تړل او له ترکيې سره تړون، دوه هغه عمده لاملونه دي چې د مهاجرو د شمير په کموالي کې يې رغنده رول لرلی دی.

ديميزير روښانه کړې ده چې د مهاجرت کړکیچ په ټوله نړۍ کې ادامه لري او هيڅ کله به پاي ونه مومي. هغه په دې اړه وويل: «موږ په ټوله نړۍ کې د زيات شمير مهاجرتونو شاهدان يو او دا د دويمې نړيوالې جګړې راهیسې يو بې ساری بهير دی».

د آلمان د کورنيو چارو وزير دغه راز ویلي دي: «د اقتصادي مهاجرو په ګډون زيات شمير نور تر يو حده هڅه کوي چې ځانونه اروپا ته ورسوي. له همدې کبله، موږ به د زياتو کلونو له پاره د مهاجرو له ستونزو سره لاس او ګريوان يو». 

Deutschland Thomas de Maizière
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیرانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

me, rsh (DPA)