1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ۲۳ کلن يووالي بيلانس

دويچه ويله / عبدالحکيم باري۱۳۹۲ مهر ۱۱, پنجشنبه

«موږ يو ولس يو»، دا هغه شعار وو چي د ۱۹۸۹کال په مني کي په لايپڅيگ ښار کي چي د پخواني ختيځ آلمان يو ستر ښار دی، مظاهره کوونکو پورته کړ. د ختيځ آلمان ولس هغه وخت په خپل هيواد کي نور سوسيالستي نظام نه غوښت.

https://p.dw.com/p/19tGx
انځور: AFP/Getty Images

د۱۹۹۰ کال د اکتوبر پر دريمه د (آلمان ديموکراتيک جمهوريت) ژوند پاي ته ورسيد. په دې سره د آلمان فدرالي جمهوريت او د آلمان ديموکراتيک جمهوريت دولتونه سره يو شول. د دغه يووالي هدف دا وو چي د آلمان د ختيځ او لويديځ د ژوند سويه سره يوه شي. د يووالي د ۲۳ کلونو بيلاس په لاندي ډول دي:

پانگي اچوني

د معلوماتي انستيتوتونو د ارزونو له مخي د۱۹۹۰ او ۲۰۱۰ کلونو په منځ کي ۱،۶ بيليونه يا ۱۶۰۰ميليارده يورو د بيارغاوني له پاره ختيځ آلمان ته ليږدول شوي دي. د دغو پيسو زياته برخه يعنی۷۰ سلنه يې په ټولنيزو چارو کي لگوله شوې ده. ځکه د ديموکراتيک جموريت د دولت له ړنگيدو سره په ختيځ آلمان کي په سلهاوو زره خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل او يا تقاعد ته واستول شول. د څېړنو له مخي يو بليون يورو په دغه برخي کي په مصرف رسېدلي دي. دا ډيري زياتي پيسي دي.

بنسټيز کارونه

د آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخي په دغه موده کي په ختيځه برخه کي نزدې۷۰ ميليارده يورو د مواصلاتي لارو په جوړلو کي لگولي شوي دي. په ټوليزه توگه د اورگاډو ۱۷ پټلۍ، سړکونه او سمندري لاري جوړي شوي دي. د ختيځ او لوېديځ ترمنځ يوه پرتله: په لويديځ کي د آلمان په ۱۱ زړو ايالتونو کي له ۱۹۹۰ کال راهيسي يوازي ۱۳۰۰ کيلو متره د لويو لارو سړکونه چي په آلماني ژبه ورته «اتوبان» وايي جوړ شوي دي. په داسي حال کي چي په همدي موده کي د آلمان په ختيځ کي په پنځو نويو ايالتونو کي چي د مساحت له لحاظه د لوېديځ په پرتله ډير کوچني دي، د لويو لارو۱۰۰۰ کيلومتر سړکونه جوړ شوي دي.

اقتصاد

ناخالص ملي توليد د ټولو هغو محصولاتو او خدماتو ارزښت معلوموي چي د يوه کال په موده کي لاس ته راغلي او سرته رسيدلي دي. د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخي د آلمان په ختيځ کي ملي ناخالص توليد په ۱۹۹۱ کال کي له ۴۳ سلني څخه په ۲۰۱۱ کال کي د آلمان د لوېديځ برخي په پرتله۷۱ سلني ته لوړ شوي دي. په ۲۰۱۲ کال کي د آلمان اقتصادي وده ۰،۷ سلنه زياته شوې ده. په ختيځ کي دغه وده يوازي ۰،۳ سلنه وه. د آلمان په ختيځ کي کوچني او منځني شرکتونه او تصدۍ زياتي دي. هلته ستر شرکتونه ډير لږ دي. د آلمان په صنعتي توليد کي د هغوی ونډه ۲۰ سلنه ده. د داکس- د سترو شرکتونو څخه يو هم په ختيځ آلمان کي مقر نه لري.

تعليم

د آلمان په ختيځ کي ۳۰ پوهنتونونه او د لوړو زدکړو ۵۵ پوهنځي وجود لري. د دريسدن پوهنتون اوس د آلمان د مخکښو پوهنتونو په ډله کي راځي. د آلمان په ختيځ کي د لوړو زدکړو مؤسسو کيفيت او دغه راز د فارغينو لياقت او د زدکړو سويه اوس د آلمان د فدرالي جمهوريت له زړو ايالتونو سره يو شان دي. په ټول آلمان کي د لوړو زدکړو۳۷۰ تعليمي مؤسسې وجود لري چي۲۰۰ يې يوازي مسلکي پوهنځي دي. د آلمان د ملي ناخالص توليد ۲،۴ سلنه يې په ختيځ کي د څيړونو له پاره لگول کيږي. د آلمان په لوېديځ کي هغه ۲،۹ سلنه ده.

صادراتي قوت

په ختيځ کي په ۲۰۰۱ کال کي د ۷۷ ميلياردو يورو په ارزښت محصولات صادر شوي دي. د آلمان د فدرالي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي دا له آلمان څخه د ټولو صادراتو ۹ سلنه جوړوي. معنی دا چي له لوېديځ آلمان څخه لس برابره زيات صادرات شوي دي چي ارزښت يې تر۷۸۷ ميلياردو يورو پوري رسيږي.

کار او مشغوليت

د آلمان د کار د ادارې د معلوماتو له مخي په ۱۹۹۲ کال کي د آلمان په ختيځ کي کابو هر دريم وگړي چي د کار توانمندي يې درلوده، له مشغوليت څخه بې برخي وو يا په اصطلاح «بېکار» وو. تر ۲۰۰۵م کال وروسته په ختيځ کي د مشغوليتونو گراف مخ پر لوړيدو شو. خو په ۲۰۱۲ کال کي د ۱۰،۷ سلنه بېکارۍ په درلودلو سره په ختيځ کي د نه مشغوليت لرونکو خلکو کچه د لوېديځ په پرتله دوه برابره لوړه پاته ده. په لوېديځ کي د نه مشغوليت لرونکو خلکو شمير په تير کال کي ۵،۹ سلنه وه.

عايدات

د آلمان په ختیځ کي معاشونه چي په۱۹۹۰ کال کي د لوېدیځ د معاشونو۵۰ سلنه یې برخه وه، اوس ۸۰ سلنه ته لوړ شوي دي. د بېلګې په توګه د موټرو یو میخانیک د خپل مسلک په ابتداء کي د میاشتي۱۶۰۰ ناخالص معاش لري. په لوېدیځ کي دغه میخانیک۲۰۰۰ يورو معاش اخلي. د فدرالي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۲ کال کي اوسط ناخالص کلنی معاش په ختیځ کي ۳۳۴۲۷ يورو او په لوېدیځ ۴۶۶۸۰ يورو وو.

د ښځو مشغولیت

د ښځو د مشغولیت په برخه کي د آلمان ختیځ د لوېدیځ په پرتله مخکي دی: په ختیځ کي دوه پر دریمه برخه ښځي پوره کاري مصروفیت لري، حال دا چي په لوېدیځ کي دا کچه نیمايي ده. معنی دا چي د لوېدیځ په پرتله په ختیځ کي زیاتي ښځي کار کوي.

د ماشومانو پالنه

په دې برخه کي هم د آلمان نوي ایالتونه مخکښ دي: د آلمان په ختیځ کي کابو هر دوهم ماشوم په يوه وړکتون کي پالل کیږي. حال داچي په لوېديځ کي هر پنځم ماشوم په وړکتون کي د پالني امکانات لري.

هستوګڼه

په ختیځ کي د کور کرایه فې مترمربع ۵ يورو ده. په لوېديځ کي په اوسطه توگه هغه تر۷ يورو پوري رسیږي. د «امپریکا» نومي څېړنیز انستیتوت د معلوماتو له مخي د آلمان په نویو او زړو ایالتونو کي د هستوګني د مساحت کچه وار په وار سره نژدې کیږي. په ۲۰۰۵ کال کي په لوېديځ کي هر اوسیدونکي ۴۶ متر مربع د هستوګني له پاره درلوده او اوس ۴۷ متر مربع لري. په ختیځ کي په ۲۰۰۵ کال کی دغه کچه ۳۸ متر مربع او اوس ۴۳ متر مربع ته لوړه شوې ده.

ښی اړخی افراطیت

د لایپڅیګ پوهنتون د یوې څېړني له مخي په ختیځ کي ډیر ځوانان، خو په لوېدیځ کي ډیر زاړه خلک ښی اړخی افراطي فکر لري. د دغي څېړني له مخي د هغو آلمانانو په منځ کي چي د۱۹۳۰ کلونو په شا و خوا کي زېږېدلي دي، په لوېدیځ کي ۳۰ سلنه ښی اړخي افراطي تمایلات لیدل شوي دي. په خیتځ کي د هغو ځوانانو په منځ کی چي تر ۱۹۸۱ کال وروسته زېږېدلي دي، کابو په ورته کچه دغه ډول تمایلات تشخیص شوي دي. په دې اړه د کار پوهانو نظر دا دی چي د دغو دواړو ډلو خلک د خپلي ځوانۍ په موده کي د مطلق العنان سیستمونو د ړنګیدو شاهدان ول. د هغوی په نظر دا د پردیو پر وړاندي د قهر او غوسې سبب ګرځي.

هویت

د آلمان د ۱۹۷۰مي لسیزي د پخواني صدراعظم ویلي برانت، د حکومت د ختیځ سیاست مهندس ایګون بار وايي: «آلمانان لا تراوسه ملي هویت نه لري.» د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال یادونه کوي: «تر اوسه پوري د خلکو په سرونو کي د یو واحد ولس د فکر په وړاندي یو دیوال خنډ اچولی دی.» خو د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل په دې هکله بل نظر لري: د لوېدیځ او ختیځ تر منځ توپیر اوس «د ځوان نسل په فکر کي ځای نه لري.»