1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يو ایالت غواړي د کډوالو د ايستلو بهیر ګړندی کړي

۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د آلمان د زاکسن ایالت لومړي وزیر اعلان کړی دی چې غواړي د هغو کډوالو له پاره یو ځانګړی کمپ جوړ کړي چې په دې هیواد کې یې د قبلیدو امکان ډیر لږ دی. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې دا کار به د هغوی د ايستلو بهیر ګړندی کړي.

https://p.dw.com/p/1GA7P
انځور: Picture-Alliance/dpa/J. Wolf

د زاکسن ایالت لومړي وزیر ستانیسلاو تیلیش، له MDR رسنۍ سره د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې غواړي د هغو کډوالو له پاره چې له آلمان څخه د ايستلو چانس یې ډیر دی یو ځانګړی کمپ جوړ کړي.

تیلیش ویلی دی: «فدرالي حکومت ویلي دي چې په ټول هيواد کې به داسې څلور کمپونه جوړ کړي او له ایالاتونو څخه یې هم غوښتي دي چې دغه کار وکړي. موږ د هغوی د غوښتنې پر اساس اقدام کوو.»

د زاکسن ایالت دغه چارواکي روښانه نه کړه چې د کډوالو دغه کمپ به په کومه سیمه کې او کله جوړ شي.

تیلیش ویلي دي چې په یوه ځای کې د داسې کسانو راټولول چې په آلمان کې د پاتېدو چانس نه لري د دې امکان برابروي چې هغوی په چټکۍ له آلمان څخه اخراج شي.

«امن هیوادونه»

ډیر هغه کډوال چې په دغو کمپونو کې ځای پر ځای کیږي او په آلمان کې د قبلیدو چانس یې ډیر کم دي د بالکان هیوادونو لکه صربستان، بوسنیا او مقدونيا دي. دغه هیوادونه آلمان د «امنو هیوادونو» په توګه پیژني. په عین حال کې یو شمیر آلماني سیاستوال غواړي چې په بالکان کې دوه نور هیوادونه، کازوو او مونتینګرو هم د امنو هیوادونو په توګه وپیژندل شي.

تر دې دمخه د آلمان بایرن ایالت هم اعلان کړی وو چې تر سپتمبر میاشت پوري به یو موقتي کمپ جوړ کړي چې پکښې به ۱۵۰۰ کډوال په موقتي توګه وخت تیر کړي.

آلمان په داسې حال کې له امنو هیوادونو څخه د راغلو کډوالو د ايستلو په برخه کې په جدي اقداماتو لاس پوري کوي چې اوس دغه هیواد ته د افغانستان په شمول له ډیرو ناامنو هیوادونو څخه ډېر کډوال د رسیدو په حال کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب