1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان زرغون ګوند: د مهاجرو ملاتړي او د تروریزم خلاف

ستار جهش/ آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

د زرغون ګوند یوې مشرې د مهاجرو پر وړاندې د میرکل پر تګلارې نیوکې کړي دي. د ګوند نور مشران د تروریزم پر ضد د جګړې پر ناکامي انتقاد کوي. سایمنې پیتر او چیم اوزدمیر کوښښ کوي چې دا ګوند د ۲۰۱۷ کال ټاکنو کې حکومت ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1HA2c
Bundesvorsitzenden der Partei von Bündnis 90/Die Grünen Simone Peter und Cem Özdemir beim Bundesparteitag
انځور: picture-alliance/dpa/P. Endig

په هالې ښار کې د دې ګوند په کلنیزې غونډې کې د ګوند یوې مشرې سایمنې پیتر د ګوند غړو ته وویل چې میرکل د ښي اړخي مسیحي دیموکرات ګوند د کډوالو تګلارې ته زړه ښه کوي. پیتر وویل چې د مهاجرو پر وړاندې د میرکل د وازو دروازو تګلاره یوه زړوره پریکړه وه. هغه وایي چې له دې پریکړې وروسته زرغون ګوند له میرکل څخه خپل ملاتړ وښود او له مسیحي سوسیال اتحاد او د میرکل خپل ګوند مسیحي دیموکرات څخه هم د زرغون ګوند ملاتړ قوي وه.

پیتر وایي چې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند له میرکل څخه وغوښتل چې د خپلې تګلارې له کبله بخښنه وغواړي او میرکل هم ګام پر ګام دا کار کوي. د زرغون ګوند دې مشرې همداراز پر مسیحي سوسیال ګوند نیوکه وکړه چې په پاریس کې د تیرې اوونۍ برید څخه داسې کار اخلي تر څو د مهاجرو څخه بیره ډیره شي. هغه وایي: «موږ نه شو کولای چې په پاریس کې د وژنو الزام پر مهاجرو واچوو.»

د زرغون ګوند د مشرتابه له پاره د ۲۰۱۳ کال د ټاکنو کاندیده سایمنې پیتر او چیم اوزدمیر چې له ۲۰۰۸ کال څخه راهیسي د دې ګوند له مشرانو څخه یو دی کوښښ کوي چې د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې دا ګوند یوځل بیا حکومت ته ورسوي.

پیتر وویل: «د میرکل بیتفاوتي نوره خلاصه ده. لس کاله مو بس دي.»

«وهابیت د ستونزو برخه نه بلکه سرچینه ده»

د ګوند یوبل مشر اوزدمیر، وویل چې آلمان باید له عربستان او نورو د نفت صادرونکي هیوادونو سره خپلې اړیکې وارزوي. دا هغه هیوادونه دي چې وسلې واردوي او نفت صادروي. پر پاریس او مالي تر بریدونو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف له جوړیدو څخه وروسته د ګوندونو د ناستو یو مهم بحث د تروریزم پر اړه خبرې دي.

اوزدمیر وویل چې تر هغې پورې چې دا دوه مخی سیاست ادامه پیدا کوي نو د تروریزم او په منځني ختیځ کې د تروریزم د ریښو ویجاړول به کومې لاس ته راوړنې و نه لري. اوزدمیر وویل: «د سعودي وهابیت د ستونزې یوه برخه نه ده بلکه دا د ستونزو سرچینه ده.»

اوزدمیر همداراز وویل چې پولیس باید ښه مجهز شي او همداراز په آلمان کې د دموکرات حکومت تر څار لاندي یوه استخباراتي شبکه هم کار وکړي چې د قانون د پلي کوونکو ادارو تر منځ معلومات شریک کړي.

پیتر هم په خپلو څرګندونو کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې پر ادارې نیوکه وکړه او و يې ویل: «د تروریزم پر وړاندې جګړې یواځې د تروریزم کچه لوړه کړي ده.»