1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان زيات پيلوټان نه غواړي رد شوي افغان مهاجر انتقال کړي

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

له آلمان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج پر جنجالي موضوع يوازي د مهاجرو ملاتړ کوونکي سازمانونه نيوکې نه لري. يو زيات شمير پيلوټان هم خپل هيواد ته د رد شويو مهاجرو د انتقال له پروازونو څخه ډډه کوي.

https://p.dw.com/p/2om5Q
Kassel-Airport  Freiwillige Ausreise von Asylbewerbern
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi

د آلمان محلي رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هيواد ډير پيلوټان د اخراجي مهاجرو د حامل الوتکو له پروازونو څخه ډډه کوي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د آلمان حکومت، په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند د غوښتنې په ځواب کې وړاندي کړي دي، د اخراجي مهاجرو ۲۲۲ پروازه د پيلوټانو له خوا ځنډول شوي دي. دغه پيلوټان نه غواړي چې افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج په جنجال کي ونډه ولري.

په آلمان کې د ردشويو افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډېره توده. پر دې سربيره چې په افغانستان کې تاوتريخوالی او ناامني مخ پر زياتيدو ده، د آلمان حکومت وايي چې په دغه هيواد کې «امن سيمې» شته.

د ۲۰۱۷م کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر مياشتي پورې د رد شويو مهاجرو شاوخوا ۸۵ پروازونه پيلوټانو توقف کړي دي. دغه پروازونه د آلمان اصلي هوايي شرکت «لوفتهانزا» او د هغه شريک شرکت «يورو وينګز» درولي دي.

د دغو اخراجي پروازونو له ډلې څخه شاوخوا۴۰ سلنه يې د دوسلدورف په هوايي ډګر کې لغو شوي دي. دا هغه ځای دی چې په پرله پسې توګه د مهاجرو د اخراج پر وخت په کې مظاهرې شوي دي.

خو د پيلوټانو له خو د اخراجي مهاجرو پروازونه تر ټولو زيات په فرانګفورت هوايي ډګر کې لغو شوي دي. د آلمان حکومت شمېرې ښيي چې د دغه هيواد په دغه تر ټولو لوي هوايي ډګر کې۱۴۰ پروازونه متوقف شوي دي.

الیزابت شوماخر/ ح. م/ م. ک. ص.

زموږ له ارشيف څخه: