1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان سوسیال ديموکراتان شتاینبروک، صدراعظمۍ ته نوموي

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16yiG

په هانوور کې د ګوند د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د آلمان سوسيال دموکراتان غواړي چې د يکشنبې په ورځ د صدارت له پاره خپل کانديد وټاکي. د آلمان د ماليې پخوانی وزير پېر شتاينبروک يوازنی نوماند دی چې ښايي د ۲۰۱۳م کال په مني کې به د آلمان لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل ته چلينج ورکوي. د ماسپښین وروسته به شتيانبروک د يوې وينا د لارې له څه د پاسه شپږ سوو استازو څخه د ملاتړ غوښتنه کوي. د خپل انتخاباتي کمپاين اصلي موضوع دی غواړي عدالت وګرځوي. دغه خبره د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند ۶۵ کلن سياستوال د نوموړي ګوند د مشرتابه د يوې ناستې وروسته وکړه.