1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظمه د سکي پرمهال ژوبله سوې ده

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انگېلا میرکل، د سکي يا پر واوري باندي د ښوېدلو پرمهال ژوبله شوې ده. که څه هم هغې خپلي څو راتلونکي غونډي او سفرونه لغو کړي دي خو ویل کیږي چې دغه آلمانۍ سیاستواله ډیره ژوبله شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/1AlyD
انځور: picture-alliance/dpa

د میرکل ویاند شتیفن زایبرت، د دوشنبې په ورځ وویل چې صدراعظمه په سویس کې د سکي پر مهال غوځاره شوې ده. هغې د رخصتیو پر مهال د دې هیواد په «انگادین» سیمه کې سکي کوله.

کله چې میرکل د جمعې په ورځ له سویس څخه بیرته برلین ته راغله هغې له ډاکټرانو سره ولیدل او د درزي هډوکي د درملني له پاره يې درمل ترلاسه کړه. د هغې ویاند ویلي دي چې د میرکل په لگن خاصره کې یو درز پیدا شوی دی.

ميرکال بايد څو اوونۍ استراحت وکړي او پر لکړو باندي وګرځي
ميرکال بايد څو اوونۍ استراحت وکړي او پر لکړو باندي وګرځيانځور: picture-alliance/dpa

زایبرت ویلي دي چې ډاکترانو میرکل ته د استراحت کولو مشوره ورکړې ده. هغه زیاته کړې ده چې له میرکل څخه غوښتل شوي دي چې د درو اوونیو له پاره په الوتکه کې سفر و نه کړي.

په دې ترتیب سره نو د میرکل یو شمیر سفرونو او غونډي لغو شوي دي. د چهارشنبې په ورځ پولند ته سفر او د پنجشنبې په ورځ د لوگزمبورگ له لومړي وزیر سره لیدنه هم په هغو سفرونو او غونډو کي ده چې میرکل د روغتیایي عاملونو له کبله لغو کړي دي.

زایبرت ویلي دي چې میرکل به له خپل کور څخه کارونو ته دوام ورکړي او د چهارشنبې په ورځ به د وزیرانو د غونډي مشري هم وکړي.

دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه پېښه څرنگه رامنځته شوې ده. د هغو سکیو په اړه چې میرکل پر پښو کړي وې ځيني پوښتني موجودي دي. ویل کیږي چې میرکل د پېښي پر مهال د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو په منځ کې آلماني جوړ شوي سکي په پښو وې.
د دغو سکيو
جوړونکي شرکت په خپله انترنتي پاڼه کې ویلي دي چې میرکل زاړه خو آلماني سکي په پښو کوي. دا په داسي حال کې ده چې د بیلد آلمانۍ ورځپاڼي ویلي دي چې اوس نو باید میرکل نوي سکي رانيسي.