1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان فدرالي محکمې د «شریعت پولیسو» د برائت دوسیه رد کړه

۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعه

د آلمان یوې محکمې د اوو تنو مسلمانانو د برائت دوسیه لغو او د وپرتال محکمې ته یې ویلي چې د «شريعت پوليسو» دوسیه له سره پیل کړي. قاضیان بیا وايي چې په دې دوسیه کې اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د دغو پولیسو خلک ویرولي او که نه.

https://p.dw.com/p/2qkEF
Sharia Polizei in Wuppertal Facebook
انځور: picture alliance/ROPI

د پنجشنبې په ورځ د آلمان فدرالي محکمې اعلان وکړ چې یوې سیمه ایزي محکمې د ۲۰۱۶م کال په نوامبر میاشت کې د مسلمانانو د څار (شریعت پولیسو) په هکله په غلطۍ سره د برائت پریکړه کړې ده. یادې محکمې ویلي دي، دا ځکه چې دغې محکمې پر عامه خلکو باندي د څار اغیز نه وو ارزولی. اوس د یوه څارنوال له خوا د دې دوسیې له سره ارزولو غوښتنه شوې ده.

د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر مياشت کې اوو کسانو د آلمان په وپرتال ښار کې يو ډول واسکټونه اخوستي او په ښار کې يې د شپې له خوا گزمه کړې. پر د هغوی پر نارنجي واسکټونو باندي د «شريعت پوليس» عبارت ليکل شوی وو.

د وپرتال سیمه ایزي محکمې تر دې پیښې وروسته پریکړه وکړه چې دغو کسانو د ځانګړو واسکټونو په اغوستو او له خلکو سره په اړیکه نیولو سره د آلمان قانون نه دی مات کړی.

د دې پرځای د محکمې غړو اعلان وکړ چې د نازیانو د وخت پرمهال په کوڅو کې د جنګي او یا پاروونکي هدف له پاره ټاکل شوی قانون، دلته د عملي کیدو وړ نه دی.

پر ګزمو شدید انتقادونه

د دغو کسانو ګزمو ته د آلمان په نورد راین ویست فالن ایالت کې د ځايي پولیسو د غصب او یا ځای ناستي په توګه کتلو په ټول آلمان کې غبرګونونه راپارولي دي. د [شریعت پولیسو] دغو څارونکو په خپله ویلي چې له دې کار څخه يې هدف دا وو چې ځوان مسلمانان له قمار خانو، شراب خانو او له هغو ځایونو منع کړي چې ښځي خپل جسم پلوري.

د خلکو د راټولیدني په هکله د آلمان د فدرالي قانون دریم پراګراف کې په عامه ځایونو او د خلکو په منځ کې د یونیفورم، د یونیفورم د ځینو برخو او یا دې ته ورته توکو کارونه چې د یوه جمعي سیاسي هڅې له پاره ترسره کیږي، منع ګرځول شوي دي.

د خلکو د راټولیدنې په هکله د آلمان د اساسي قانون په اتمه ماده کې په واضح ډول راغلي چې خلک یوازې په سولیز ډول او پرته له وسلو کولی شي دغه حق عملي کړي.

Deutschland Prozess Scharia-Polizei Landgericht Wuppertal
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د سلفیانو لخوا جوړ شوي د شریعت پولیس

د تیرکال د جولای میاشتې په ترڅ کې د آلمان د دوسلدروف یوې محکې سوین لاو په پنځه نیم کاله بند محکوم کړ. دغه کس سلفیزم ته اوښتی یو آلمانی دی او د اسلام په هکله تبلیغ کوي چې وروسته یې د شریعت پولیسو یوه ډله هم رامنځ ته کړه.

همدا راز د تیر کال په نوامبر میاشت کې د آلمان په شمالي ښار څیله کې د اسلامي دولت [داعش] ډلې له پاره د تبلیغ کوونکي ابو والا او د هغه د څلورو ملګرو د محکمې په ترڅ کې یوه عیني شاهد دا ومنله چې له دوی څخه یوه یې بې غږه تومانچه درلوده ترڅو په وپرتال کې د چارواکو د مداخلې په صورت کې ترې ګټه پورته کړي.

د فدرال آلمان سترې محکمې چې په آلماني کې ورته «بوندیس ګریشت هوف» د آلمان تر ټولو ستره ده او د آلمان اساسي قانون یا «فیرفاسونګ ګیریشت» ترڅنګ په کارلز روهه کې موقعیت لري.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: 

AFP, dpa, Reuters /A.K