1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان فدرالي پوليسو ۳۴۰۰ مهاجر ژغورلي دي

۱۳۹۶ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د آلمان د فدرالي پوليسو دوو کښتيو په تيرو دوو کلونو کي له ساموس ټاپو سره تر ۳۴۰۰ زيات مهاجر له اوبو ژغورلي دي. دغو پوليسو انساني قاچاق وړونکي هم نيولي دي.

https://p.dw.com/p/2tX1A
Griechenland Lesbos - Flüchtlinge auf dem weg zum Moria Camp nahe der Stadt Mitylene
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/NurPhoto/B. Langer

د آلمان فدرالي پوليسو ويلي دي چي له ساموس ټاپو سره نژدې ساحل کي يې په دوو کالو کي تر ۳۴۰۰ زيات مهاجر له اوبو څخه خپلو کښتيو ته راپورته کړي دي. د آلمان د شليسويګ هولشټاين د پوليسو اړونده رياست په دې تړاو معلومات د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ پر لومړۍ نېټه) ورکړل. د آلمان فدرالي پوليسو چي د پوله ساتني دنده هم پر غاړه لري، زياته کړې ده چي د مديترانې په اوبو کي يې د مهاجرو تر څنګ ۲۷ انساني قاچاق وړونکي هم نيولي دي.

د پوليسو په وينا کوم مهاجر چي دوی د مديترانې له اوبو څخه خپلو کښتيو ته راپورته کړي دي، هغوی هڅه کوله چي په غير قانوني توګه يونان ته او په دې توګه د شينګن ساحې هيوادونو ته داخل سي. د دغو چارواکو په وينا له اوبو څخه د فدرالي پوليسو کښتيو ته راپورته کړل سوي ياد شمېر ټول کسان د يونان و چارواکو ته سپارل سوي دي.

د آلمان فدرالي پوليس له پوره دوو کلونو راهيسي د خپلو دوو کښتيو «اوکرمارک» او «بيورده» په مرسته د ترکيې او يونان تر منځ سمندري پوله څاري. د مديترانې په دغه ساحه کي د يونان ټاپوګان اژه او ساموس هم موقعيت لري. د آلماني فدرالي پوليسو دغه فعاليتونه د اروپايي اتحاديې د پوله ساتني آژانس (فرونتکس) برخه دي.

د آلمان د فدرالي پوليسو يادي دوې کښتۍ په اصل کي د فرونتکس ماموريت په ترڅ کي صرف د درو مياشتو له پاره پلان سوي وې. خو د مهاجرت د اوسنۍ وضعې له کبله ښايي دغه کښتۍ د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ مياشتي تر ۳۱مې نېټي پوري له ساموس ټاپو سره نژدې خپلو ګزمو ته ادامه ورکړي.