1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له پاره بديل گوند پيژندنه

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

دویچه ویله په آلمان کې د آلمان له پاره بدیل ګوند (AfD) چې په دې هیواد کې د تازه رامنځته شوو ګوندونو له ډلې څخه شمیرل کیږي، یوه کتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2eH5Z
Deutschland Symbolbild Alternative für Deutschland - AfD
انځور: picture-alliance/dpa/K.-D. Gabbert

د مهاجرت ضد:

د آلمان له پاره بدیل ګوند په دې هیواد کې د مهاجرت ضد لومړنی او تر ټولو په مخکښ ګوند بدل شوی دی. له هغه وروسته چې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو په هکله د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل د پرانیستي سیاست له امله دې هیواد ته په ځانګړې توګه له سوریې او نورو عربي هيوادونو څخه تر یونیم میلیون زیات مهاجرین راغلل، عامو خلکو د صدراعظمې د مهاجرو د پرانیستي سیاست په غبرګون کي د دې ګوند ملاتړ اعلان کړ. د تیر کال په ټاکنو کې د آلمان له پاره بدیل ګوند یو لړ بریالیتوبونو هم لرل.

دغه ګوند غواړي چې د اروپايي ټولنې پولې وتړي، د آلمان پر پولو د هویت پیژندنې له پاره د پلټنې شدید تدابیر معرفي کړي او آلمان ته د مهاجرو د راتګ د مخنیوي له پاره غواړي په بهرنیو هیوادونو کې د مهاجرو د ساتنې کمپونه رامنځته کړي. دغه ګوند همدا راز غواړي چې ټول هغه کسان چې په آلمان کې یې سیاسي پناه رد شوې، ژر تر ژره له دې هیواد څخه اخراج شي. د دې ترڅنګ دغه ګوند همدا راز غواړي چې په آلمان کې بهرنیو اتباعو ته د مالي امکاناتو په ورکولو سره دوی دې ته وهڅوي، څو بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي. د آلمان له پاره بدیل ګوند په دې باور دی چې هغه لږ شمیر مهاجر چې په آلمان کې د پاتېدو اجازه لري، باید د آلمان په ټولنه کې بشپړ ادغام خپله دنده وګڼي. دغه ګوند همدا راز د آلماني ژبې پر ارزښت او لومړیتوب، د آلمان پر تمدن او فرهنګ او د اسلام د هغو نظریو پر رد ټینګار کوي چې د آلمان د ټولنې پر ضد دي.

د اروپايي ټولنې ضد

Symbolbild Flüchtlingsgegner Pegida AFD Rechte
د اروپايي ټولني ضد گوند په مهاجرو ضد گوند بدل سویانځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

کله چې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳م کال کې رامنځته شو، دې ګوند د اروپايي ټولنې له خوا د دې ټولنې پوروړو هیوادونو لکه یونان ته د مرستو د ورکړې مخالفت وکړ. د دې ګوند یو له لومړنیو ویاندویانو څخه، بیرند لوکه دې ته بل شان تعبیر ورکړ او ویې ویل چې دا «یو داسې نوی ګوند دی چې نه ښی اړخی او نه هم چپ اړخی دی.»

د ۲۰۱۳م کال د آلمان په ټاکنو کې، دې ګوند و نه شوو کولای چې د آلمان په پارلمان کې د حضور له پاره ټاکل شوې پنځه سلنه رایې ترلاسه کړي، خو د ۲۰۱۴م کال د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې دوی وکولای شول ۷.۱ سلنه رایې ترلاسه کړي. دغه کار، د دې ګوند لومړۍ ستره بریا شمیرل کیږي. دغه ګوند د «اروپايي ټولنې د متحدو ایالاتو» نظریه ردوي او غواړي چې د اروپايی ټولنې قدرتونه بیرته ملي سطحې ته وګرځي او د پولي واحد په توګه نه غواړي چې یورو د دې ټولنې پولي واحد وګرځي.

ښی اړخی پاپولیزم

د دې ترڅنګ چې د آلمان له پاره بدیل ګوند ظاهراً کوم ګوندي تاریخ نه لري، خو بیا هم دې ګوند وکولای شول چې د دې هیواد حاکم او مخکښ د انګلا ميرکل ګوند مسیحي دیموکرات یا «سي. ډي. یو» او مسیحي سوسیال ګوند یا «سي. اس. یو» تر کچې پورې ځان ورسوي. دوی له ښي اړخو سخت دریځو، له هغو کسانو څخه چې له اوسني حالت څخه ناخوښ دي او همدا راز له هغو کسانو د ملاتړ غوښتنه کوي چې په تیرو ټاکنو کې یې ګډون کړی او یا هم نه وي کړی.

د چارو ځینې کارپوهان د منځلارو سخت دریځو خبرې کوي او زیاتوي چې دغه ګوند په پخواني شرقي آلمان کې ډیر محبوبیت لري. څیړنې همدا راز ښيي چې د آلمان له پاره بدیل ګوند د آلمان له ټولو غښتلو او اصلي ګوندونو څخه ملاتړي جذب کړي او د غړو شمیر یې اوسمهال ۲۳ زرو غړو ته لوړ شوی دی. ګڼ شمیر مبصرین د دې ګوند پرمختګ تر ډیره په نړیواله کچه د پاپولیستانو د مشهورتیا یوه برخه ګڼي او وايي چې په پراخه کچه له دې نظریې څخه د ملاتړ له امله بریتانیا له اروپايي ټولنې اخراج شوه او د امریکا په متحده ایالاتو کې دونلد ترمپ د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

Infografik Wahlergebnisse AfD 2013-2016 ENG
په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرو بهران د دوی تېشې ته لاستی ورکړ

د سیاسي حالت بدلون

په هغو سروې ګانو کې چې له ممکنه رأیه ورکوونکو څخه پوښتل شوي چې «که چیرته ټاکنې د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره شي، چا ته به رأیه ورکړي؟»، ښوول شوې چې د آلمان له پاره بدیل ګوند د ۸ نه تر ۱۵ سلنه رایې ترلاسه کړې. په امریکا او بریتانیا کې په ټاکنو کې رامنځته شوو ستونزو ته په کتو سره، ګڼ شمیر سیاسي شنونکې په دې فکر دي چې د دې ګوند ټاکنیز ملاتړ به د پام وړ ډیر وي. دغه هغه څه دي چې له امله یې نورو سیاسي ګوندونو ته د پارلماني اکثریت د رامنځته کولو په لار کې خنډونه رامنځته کړي دي. پایلې به ښايي د «سي. ډي. یو» او «اس. پې ډې» د ګوندونو د ائتلاف ادامه او یا هم تر دې مخکې نه ازمویل شوی د محافظه کارانو او زرغوند ګوند ترمنځ د ملي ټلوالې رامنځته کیدل وي. په آلمان کې له غښتلو ګوندونو څخه هیڅ ګوند هم نه غواړي چې د آلمان له پاره د بدیل ګوند سره مرسته وکړي. که چیرته پایلې سمې وي، ښايي ښي اړخي پاپولیستان به په راتلونکي پارلمان کې تر ډیره حده تر ټولو ستره اپوزیسیون شي.

له وړاندي نه په ځايي سطحه یو رول لوبوونکی

د آلمان له پاره بدیل ګوند له وړاندې نه داسې یو ځواک دی چې باید په سیمه ایزه سیاسي کچه ورسره له پاملرنې کار واخیستل شي. دا ځکه چې دغه ګوند د شرقي ایالتونو په ګډون د آلمان د ټولو ۱۶ فدرالي ایالتونو له ډلې د ۱۰ ایالتونو په پارلمان کې حضور لري. د ۲۰۱۶م کال د مارچ په ټاکنو کې دې ګوند د آلمان په زاکسن انهالت ایالت کې ۲۴.۳ سلنه رایې ترلاسه کړې چې له امله یې د «سي. ډي. یو» - «اس. پې. ډې» او زرغون ګوند ائتلاف رامنځته شو. دې ګوند د تیر کال د سپتمبر په ټاکنو کې د آلمان په مکلنبورګ فورپومن ایالت کې د ۲۰،۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ميرکل په خپل ټاټوبي کې تر «سي. ډي. یو» ګوند مخکښ شو. ان د چپ اړخو په ایالت یعنې برلین کې، دې ګوند تیر کال ۱۴،۲ سلنه رایې ترلاسه کړې. د آلمان د زارلند ايالت په ټاکنوې کې دې ګوند ۶.۲ سلنه رایې ترلاسه کړې.

د نازیانو د ملاتړو له پاره نوی کور؟

Deutschland Köln Rechtspopulisten Demo gegen Moscheen
دغه گوند د اسلام ضد احساسات نور هم پراخ کړلانځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د آلمان له پاره بدیل ګوند وايي چې د دوی ګوند د دیموکراسي، د ایالتونو د قدرتونو د بیلتون، او د قانوي د پلي کولو ملاتړی دی. خو د دې ګوند د لنډ تاریخ په اوږدو کې، انتقاد کوونکو د دې ګوندي ځینې کسان د نازیانو د نظریې پر ملاتړ او د هغوی د ژبې پر کاروونې تورن کړي دي. انتقاد کوونکي همدا راز وايي چې دغه ګوند د نازیانو د بدو کارونو پرضد هدفمند ستراتیژي پرمخ وړي، څو د ښي اړخو سخت دریځو ملاتړ ترلاسه کړي. د دې ګوند ځايي مشر، بیورن هوکه د بیګلې په توګه د آلمان په دریسډن کې یوه وینا وکړه چې د ډیرو کسانو له نظره د هغه په وینا کې د نازیانو لهجه او نظریې شتون درلود. دا لا معلومه نه ده چې آیا دغه کس به په دې ګوند کې پاته شي او یا هم له دې ګوند څخه اخراج شي.

په هر ترتیب، د آلمان له پاره د بدیل ګوند ظهور د ښي اړخو ګوند لکه د «ان. پې. ډې» ګوند د ګوښه کیدو سره مصادف دی. هیره دې نه وي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دوی د آلمان له پاره بدیل ګوند د اساسي قانون ضد یو ګوند نه ګڼي او دا چې دغه ګوند د اساسي قانون د ساتنې ادارې له خوا تر دوامداره څارنې لاندې هم نه دی نیول شوی.

فامیلي چارې

د آلمان له پاره بدیل ګوند خپل ځان ته د کورنیو د عنعنوي شکل د مدافع او ساتونکي په توګه ګوري. دغه ګوند د ماشومانو د سقط او د ژوند د بدیلو شکلونو خلاف دی. یاد ګوند د یو لړ داسې اقداماتو ملاتړ کوي چې د عنعنوي کورنیو مالي ملاتړ کوي او په دې اړوند بیا دغه ګوند له مالي اړخه محافظه کاره سیاست نه لري. د دوی دوه تر ټولو اصلي او جنجالي څیرې د دې ګوند ویانده فراوکه پیتري او هوکه پخپله هم څلور ماشومان لري.

د کنترول د ترلاسه کولو له پاره مبارزه

Deutschland AfD Bundesparteitag in Stuttgart Petry Gauland und Meuthen
پيتري د گوند پياوړې غړې دهانځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

د خپلو ژوند په څلورو کلونو، د آلمان له پاره بدیل ګوند په نظام کې د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو له پاره تر خپل اندازې او وس ډیره مبارزه او رقابتونه لیدلي دي. د دې ګوند اصلي بنسټ ایښودونکو چا چې د دې ګوند له پاره څه نا څه منځلاری لرلید درلود، اوس حاشیې ته کړل شوي دي او یا هم له دې ګوند څخه په بشپړه توګه ایستل شوي دي.

د دې ګوند د تګلارې یوه تر ټولو مهمه شیبه د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې د لوکه پر ځای د دې ګوند د ویاندویانو په توګه د فراوکه پیتري او یورګ مویتن ټاکل کیدل وو. مګر د دې ګوند د فلسفه ايي او سخت دریځو فکري اړخونو ترمنځ دوامداره ترینګلتیا شتون لري. په اپریل میاشت کې د دې ګوند په یوه کنفرانس کې هغه مهال چې د دې ګوند سخت دریځو د ټاکنو په هکله خپله ستراتیژي معرفي کړه، پیتري پخپله هم له سختې ماتې سره مخامخ شوه.

له پاګیدا سره خرابې اړیکې

په آلمان کې عام خلک زیاتره د آلمان له پاره بدیل ګوند له پاګیدا سره چې د مهاجرت ضد یو خوځښت دی ګډوي. پاګیدا د آلمان په شرقي ښار دریسدن کې په دوامداره توګه لاریونونه کوي. پاګیدا د ښاریانو یو اقدام دی نه د کوم ګوند او له همدې امله د آلمان له پاره بدیل ګوند تل له دوی سره په ستونزه کې وي. د ۲۰۱۶م کال په می میاشت کې د دې ګوند ملي اجرایه مقام دا پریکړه وکړه چې د آلمان له پاره د بدیل ګوند غړي به د پاګیدا په غونډو کې ګډون نه کوي او د دې برعکس د پاګیدا غړي به د آلمان له پاره په بدیل ګوند کې نه ښکاره کیږي. دا هغه څه دي چې د هوکه په ګډون د دې ګوند د ښي اړخو غړو انتقادونه پرې وشول.

له رسنیو سره دښمني

د دونلد ټرمپ او یا هم له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو د بهیر یا بریګزیت مشر نیګل فاراګه، په څیر د آلمان له پاره د بدیل ګوند مشرانو هم د مهمو رسنیو پروړاندې دښمني څرګنده کړې ده. دې ګوند له خپلو ځینو غونډو څخه خبریالان هم اخراج کړي دي. هغه خبریالان چې د دې ګوند مرکزي دفتر ته د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره تلفوني اړیکي نیسې وايي چې د اړیکو په ټینګیدو سره دوی ته له وړاندې ثبت شوی یو پیغام اورول کیږي چې په هغه کې «یو ځل بیا هڅه وکړئ» اوریدل کیږي.