1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لومړنی همجنسبازه ملا امام

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

په آلمان کې د کرسټیان اوهان هیرمان په نامه دغه کس لومړنی ښکاره همجنسبازه ملا امام دی. ‌هیرمان غواړي چې له ټولنیز ویش څخه د خپل ځان په څیر د نورو مسلمانانو د ساتنې له پاره یو غښتلی آوازا پورته کړي.‌

https://p.dw.com/p/3a2Pc
Christian Awhan Hermann
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د جمعې تر لمانځه لږ مخکې، ‌له جومات څخه بهر یې خپل بوټونه وايستل او د جومات پر رنګینه غالۍ کښیناست. د نوموړي په مخ کې د عامر عزیز په نامه ملا امام دی چې نن به د جمعې د ورځې د لمانځه امامت کوي. ‌په دې جومات کې ډېر کسان لمانځه ته راغلي او د جومات په یوې خوا کې یې د میرمنو له پاره ځانګړی ځای هم جوړ کړی.

دغه ځای د یوې پردې په واسطه د نارینه وو له ځایه بېل شوی دی،‌خو تر پردې ها خوا یوازې یوه میرمن لیدل کیږي.‌ دغه میرمنې د جومات یوې ستنې ته نیږدې ناسته ده او څنګ ته یې د بکس په څیر یو شی هم ښکاري چې پکې پوړني پارته دي. دې جومات راتلونکي ښځي له دې ځایه پوړني یا ټکري ‌اخلي‌او د لمانځه پرمهال یې کاروي او بيا یې بیرته دلته پریږدي‌.

کریستیان اوهان هیرمان وايي‌چې زما اړوند په جومات کې به هیڅکله هم داسې کار ونه شي. ‌د هغه په خبره ځکه چې د جنس پر أساس باندې د انسانانو ویش د اسلام د دین د اصولو خلاف یو کار دی.‌ هیرمان چې ۴۹ کلونه عمر لري، دوه کاله وړاندې مسلمان شوی دی او هغه اوس خپل ځان د آلمان لومړنی ښکاره همجنسبازه امام معرفي ‌کوي.‌

نوموړي په دې وروستیو کې د «کلمه» په نامه یو غیر دولتي سازمان جوړ کړی دی او غواړي د دغه سازمان تر چتر لاندې د هغو مسلمانانو غږ پورته کړل شي چې په یو ډول نه یو ډول د ټولنې له لوري ‌فشارونو سره مخامخ دي.

‌دغه سازمان په ځانګړې توګه د همجنسبازانو او مخنث جنس وګړو د حقونو په برخ کې هم فعالیت کوي، ‌دا ځکه چې د نورو عادي مذهبي ‌سازمانونو له لوري ‌دغه ډول کسانو ته د مرستې کوم لاس نه وړاندې کیږي.‌

سربیره پر دې، ‌د هیرمان دغه سازمان په ټولنو کې د میرمنو د غښتلي او لا فعال نقش پلوي هم دی. ‌په برلین کې د رامنځ ته شوي د «کلمه» په نامه د دغه سازمان شعار دا دی چې په جومات کې د جماعت د لمانځه پرمهال به د جنس پر اساس ویش موجود نه وي ‌او د لمانځه پرمهال به هر راز فرق او تفریق نه کیږي.‌

مذهب او همجنسبازي یو ځای، خو څرنګه؟

همجنسبازي او اسلام؟ په زیاتره محافظه پالو کورنیو کې د را لویو شویو زیاتره مسلمانانو له پاره به دغه راز فکر بیخې له امکانه لیري وي. په برلین کې میشت د بنګله دیش هیواد یو زده کوونکی وايي چې تل په کورونو کې ویل کیږي چې همجنس پرستي حرامه ده.

‌دغه ځوان بنګالي د انترنت له لارې له هیرمان سره اړیکه ټینګه کړه او له همدې لارې یې د یو بل د افکارو او باورونو په هکله معلومات ترلاسه کړل.‌

په ورته وخت کې ډیری همجنسبازه مسلمانان فکر کوي چې دوی باید د اسلام او همجنسبازي په منځ کې یو انتخاب کړي. ‌ځینې په دې برخه کې ځانونه له نورو جلا احساسوي او بیا خپل مذهب پریږدي. ‌خو ځینې نور بیا د اسلام د تر ټولو شدید تفسیر لرونکي باورونو لوري ته میلان پیدا کوي، ‌ځکه هغوی فکر کوي چې همجنس پرستی ته نیږدې والی، د خدای پر وړاندې له نفرته ډک یو کار دی. ‌هیرمان دغه څه ته د مغزونو مینځل وايي.‌

هیرمان د دغې موضوع په هکله وايي: ‌«خلک دغه فکر د روح تر اندازې پور ژور جذب کړی دی چې هغوی چې څه ډول دي، هغوی هغه راز نه بلکې یو بل ډول باید اوسي.»

ځینې مسلمانان بیا د دغې موضوع په تړاو جلا نظر لري. ‌دوی په قرآن شریف کې د لوط په سوره کې پیښو ته اشاره کوي ‌چې په یوه داسې سیمه پورې اړه لري چیرته چې همجنسبازي کیدله چې په پایله کې خدای خپل غذاب ورباندې نازل کړ. ‌خو بل لوري ‌ته ځيني مسلمانان په دې برخه کې بل ډول تشریح ورکوي.‌

په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا هم وايي چې په اسلام کې همجنس پرستي جایز نه دي او دا ناروا کار دی.‌

یو شمیر اسلامي‌تشریحات همجنسپرستي ګناه نه ګڼي، ‌خو په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي ‌شورا په حواله، ‌په ښکاره توګه همجنسپرستي ګناه ده. ‌د دغې شورا په حواله، ‌که څه هم د دې کار کومه دنیوي ‌پایله نه شته، ‌خو دغه څه د خدای او بنده ترمنځ یې یو حایل کیدلی شي.

پر دې ټولو سربیره همجنسبازه ملا امام هیرمان په دې برخه کې بل راز نظر لري او وايي ‌چې په قرآن شریف کې همجنس پرستي په واضحو ټکو کې نه ده منع کړل شوې.

هیرمان له فرانسوي امام لوډوي محمد ذاهد څخه دیني زده کړې کړي دي چې هغه هم په خپله یو همجنسبازه دی. نوموړي فرانسوي امام هم د خپل جنسي ترغیب له کبله د خلکو او عامو مسلمانانو ګڼ شمیر انتقاد کوونکې خبرې اوریدلې دي.‌

هیرمان په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر فعال دی. د هغه په خبره له مسلمانانو سره د دې موضوع په هکله خبرې هم کیدلی شي او دا چې د مختلفو روایتونو له لارې هغوی ته دغه مسایل روښانه کیدلی شي،‌ خو ظاهرا دغه ټکي د خلکو د ډیرې علاقې وړ نه دي.‌

که څه هم هیرمان د امامت سند ترلاسه کړی دی، ‌خو هغه په خپله اوس کوم جومات په اختیار کې نه لري چې پکې امامت وکړي.

هیرمان هره اونۍ د جمعې لمونځ په مختلفو جوماتونو کې ادأ کوي او هلته بیا له مختلفو ملا امامانو او نور عامو مسلمانانو سره هم ملاقاتونه کوي.

هیرمان خلکو ته د «همجنسبازه ملا امام» په توګه ځان ورپیژني.‌ د هغه په باور په دې توګه هغه له خلکو سره د خبرو کولو فرصت ترلاسه کوي او کولی شي چې په دې توګه له نورو مسلمانانو سره د خپل نظر تبادله وکړي.

هیرمان اوس په آلمان کې د همجنسبازانو د ټولنې د یوه استازي په توګه فکر کوي او هغه په دې برخه کې د اړیکو جوړولو یا نیټ‌ ورکنګ له پاره ډیرې هڅې هم کوي.‌

د اسلامي زده کړو عالم اندریاس هم د هیرمان په کارونو کې ډیر علاقه لري او د هغه فعالیتونه له نیږدې څخه څاري. ‌نوموړي دیني عالم هم پر همجنسبازۍ او اسلام باندې ګڼ شمیر لیکنې کړي‌ دي.

‌د هغه په خبره د هیرمان نیت پاک دی او هغه یو ښه کار کوي، ‌خو زیاتوي چې هیرمان د «یوه امام» په توګه نه پیژني. ‌د اندریاس په خبره امام هغه څوک دی چې د لمانځه اقتدا ورپسې کیږي او زیاتوي چې زما خپل نظر دا دی چې هیرمان له دغه نامه څخه واټن یا فاصله ونیسي.‌