1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لوی څارانوال له خپلي دندې لير کړل سو

۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د «نېتڅ پولیتیک» ويبپاڼي پر وړاندي شخړه کي د آلمان د عدلیې وزیر، د دغه هيواد لوی څارنوال له خپل مقامه لير کړ. خو دغه رسوايي پای ته نه ده رسیدلې.

https://p.dw.com/p/1GAEh
انځور: Getty Images/AFP/T. Kienzle

د آلمان د لوی څارنوال هارالد رانگه تر لیري کیدو وروسته اوس د نورو اقداماتو غوښتنه هم سوې ده. د المان زرغون ګوند د «نېتڅ پوليتيک» ويبپاڼي د دوو ژورناليستانو پر ضد له هیواد سره د خیانت د قضیې په موضوع کي د ژرترژره توضیحاتو غوښتنه کړې ده.

د دغه گوند د پارلماني جرگه گۍ مشري کاترین گویرینگ اېکارد، د پارلمان د حقوقي کمېټې د ځانگړي غونډي د جوړیدو غوښتنه کړې ده. هغې یوې آلمانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي اتحادي گوندونه مسيحي ديموکراتان او سوسيال ديموکراتان د دغې قضیې توضیحات ورکړي او رد یې نه کړي.

د آلمان کیڼ اړخي گوند بیا ان په دغه قضیه کي د پارلمان د تحقیقاتي کمېټې د جوړیدو خبره کړې ده. گوندي مشر برند ریکسینگر ویلی دي چي که حکومت د دغې قضیې د توضیحاتو په ورکولو کي خپله ونډه ادأ نه کړي، نو د حقوقې کمیټې پر جوړولو باندي به فکر وسي.

د جرمني د عدلیې وزیر هایکو ماس، لوی څارنوال هارالد رانگه د سه شنبې ورځي په ماښام تقاعد ته ولیږه. ماس وویل چي «اعتماد په پرله پسې توگه له منځه تللی دی». رانگه د همدغې ورځی په سهار د ددولتي اسرارو په موضوع کي د خیانت په قضیه کي د تحقیقاتو له کبله پر هایکو ماس باندي د عدلي نظام د سیاسي اغېزې اچولو تور لگولی وو.

ده همدارنگه ویلي ول، هغه ته لارښوونه سوې وه چي په دغه قضیه کي دي د داخلي کارپوهانو رپوټ سمدلاسه بند او له موضوع څخه تیر سي. هغه یوازي لارښووني تعقیب کړي دي.

اختلاف پر دې وو، چي د عدلیې وزیر ماس ویلي ول چي د یوه داخلي کارپوه له رپوټ څخه د تیریدو په موضوع تیره جمعه خبري سوي وې، خو هارالد رانگه بیا وايي چي د رپوټ اخیستلو لارښوونه یې وروسته له هغه تر لاسه کړه، چي د هغه ارزونه د دوشنبې په سهار اعلان سوه.

د هارالد رانگه په خبره د دوی یو داخلي کارپوه دې نتیجې ته رسیدلی وو چي د اپریل میاشتي پر ۱۵نېټه خپاره سوي اسناد واقعاً له دولتي اسرارو سره اړه درلوده.

پر هایکو ماس باندي نیوکي

د ډیرو گوندونو سياستوالو د المان د عدلیې وزیر پر دغه چلن باندي نیوکي کړي دي. د سوسيال مسيحي گوند د کورني سیاست کارپوه هانس پیتر، لومړی گومان کوي چي د عدلیې وزیر د « نېتڅ پولیتیک» ويبپاڼي د رسوايي په قضیه کي له لوۍ څارنوالۍ سره درې میاشتي وخت درلود.

د هغه په خبره «عدلیې وزیر له دغه وخته د هارالد رانگه پر وړاندې خپل صلاحیتونه نه دي کارولي.»

د آزاد ديموکراټانو ګوند مرستیال ولفگنگ کوبیکی هم د عدلیې پر وزیر نيوکه کړې ده. هغه ویلي دي، چي هایکو ماس له خپل مقام څخه سمه استفاده نه سي کولای. هغه زیاته کړې «د یوې رواني قضیې له امله د یوه لوی څارنوال لیري کول د آلمان په تاریخ کي نه دي پيښ سوي.»

د عدلیې وزیر له پاره تفاهم

خو د مسيحي ديموکرات ګوند مرستیال توماس شټروبل د لوی څارنوال د لیري کیدو هرکلی کړی دی. د هغه په خبره «د عدلیې وزیر او لوی څارنوال تر منځ جگړه په هر صورت په دې ډول مخته نسوای تلای او اوس امنیتی سیاسي بې معنی ډرامه پای ته ورسیده.»

شتروبل د «وېلټ» په نوم المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي «له دغه شان کورنيو کشمکشونو سره خلک یوه دقیقه هم تفاهم نه لري. ځکه امنیتي حالت هیڅ وخت دومره جدې نه و، لکه اوس. امنیتی ارگانونه بايد یو د بل پر وړاندې ځانونه کمزوره نه کړي.»

د سوسيال ډيموکراټانوعمومي منشې یاسمین فهیمي هم د عدلیې وزیر د اقدام دفاع کړې ده او ویلې یې دي چي «هغه د رانگ د اعتماد ماتولو په ځواب کي ښه اقدام کړی دی. د هغه په خبره د «نيتڅ پولیتیک» ويبپاڼي پر وړاندي څېړني یوه لویه غلطي وه.