1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو مبدأ هیوادونو ته د آلماني سیاستوالو ګواښ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

آلماني محافظه کاره سیاستوال له هيوادونو سره د مرستو کمیدو غوښتنه کوي چې خپل رد شوي مهاجر نه مني. د مهاجرو د اخراج د مخنيوي يو لوی لامل د مبدأ هيواد له خوا د رد شویو پناه غوښتونکو نه منل دي.

https://p.dw.com/p/2xFup
Deutschland Rückführung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د زاکسن ايالت لومړی وزير ميخايل کرچمر، چې د مسيحي دموکرات یا «سي. دي. او» له ګوند څخه دی آلمانۍ ورځپاڼې «فرانکفورتر الګماينه زونتک څايتونګ» ته ويلي دي چې د رد شويو مهاجرو د اخراج بهير تر ډيره بريده په دې دليل له ماتې سره مخامخیږي چې د مبدأ هيوادونو سفارتونه دغو پناه غوښتونکو د هويت اسناد او پاسپورتونه نه ورکوي.

هغه زیاته کړې ده چې دغه کار باید له ځینو عواقبو سره مخامخ شي. کرچمر ویلي دي: «موږ له يوې خوا نه شو کولای چې له دغو هيوادونو سره مالي مرستې وکړو او له بل لوري هغوی دې ته حاضر نه وي چې خپل رد شوي مهاجر بيرته ومني.»

د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوهاخيم هرمان، هم وړانديز کړی دی چې له دريمو هيوادونو سره پراختيايي مرستو ترسره کيدل باید د مهاجرت له سياست په برخه کې د دغو هیوادونو له تمايل او همکاريو سره تړاو ولري.

Deutschland, Ellwangen: Polizeieinsatz im Flüchtlingsheim
محافظه کار ګوندونه غواړي تر دې وروسته د مهاجرت قانون په چلن کې سختوالی راولي.انځور: picture-alliance/dpa/S. Puchner

د نقدي مرستو پر ځای غير مالي مرستي

د محافظه کار ګوندونو دواړه سياستوال مهاجرو ته د نقدي مرستو د کمولو غوښتونکي دي. کرچمر ويلي دي چې ټول اروپايي هيوادونه بايد په يو غږ مهاجرو ته د نقدي مرستو پر ځای غير مالي مرستې ورکړي. دغو سیاستوالو استدلال کړی دی چې له دې سره هغه بهیر هم پای ته ورسیږي چې مهاجر یې په ترڅ کې د پناه غوښتنې له پاره هغه هیواد چې تر ټولو ښه امکانات لري، انتخابوي. هغوی د دې وضعیت د دریدو غوښتنه کړې ده.

د آلمان د بادن وورتمبرګ ايالت په الوانګن ښار کې رامنځ ته شوې وروستۍ پيښې د مهاجرت موضوع په اړه بحثونه نور هم تاوده کړي دي. هلته لږ تر لږه ۱۵۰ کسانو له تاوتريخوالي په کار اخيستو سره د پوليسو د هغه اقدام مخنيوی وکړه چې غوښتل يي د افريقايي هيواد توګو يو رد شوی پناه غوښتونکی ونيسي او بيرته يې ايتاليا ته واستوي. خو په پای کې بیا دغه ۲۳ کلن سړی د پوليسو د يو پراخ عمليات په پايله کې ونيول شو چې اوس د اخراجیدو له پاره په توقيف کې دی.

د اخراج پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کول

د اخراج بهير تر ډيره حده پورې د هويت اسنادو د نه شتون، د ناروغۍ اسنادو په وړاندې کولو او يا هم د مهاجر د مدافع وکيل د هڅو په پايله کې له ماتې سره مخامخیږي.

د بايرن مسيحي سوسيال اتحاد ګوند د ملي ډلې مشر الکساندر دوبريند، آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد ام زونتګ» ته ويلي دي چې غواړي تر دې وروسته په چلن کې سختوالی راولي. هغه زیاته کړې ده: «دا د منلو وړ نه ده چې د حکومت قانوني هڅې دې د اخراج ضد عمدي سياست له امله ناکامې او خلکو ته په ټولنه کې لا زيات ګواښونه رامنځته شي.»

په عين وخت کې له مهاجرو څخه د ملاتړ آلمانۍ ادارې «پرو ازول» خبرداری ورکړی دی چې په آلمان کې د وروستيو رامنځ ته شويو پيښو څخه باید د يو عمومي امر په توګه د مهاجرت قانون د سختولو په موخه ناوړه استفاده و نه شي.

ks, ms (dpa, FAS, BamS)

او دلته د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم کتلی شئ!