1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان مرکزي بانک Bundesbank د پولی تورم په اړوند تشویش لري

۱۳۸۷ فروردین ۱۴, چهارشنبه

برلين: د آلمان د مرکزي بانک ريس اکسل ويبر يو ځل بيا د ايرو د سيمې هېوادونو کې د زياتيدونکي پولي تورم په هکله خپل تشويش ښکاره او ويلی دی، چې امکان لری د اروپايي مرکزي بانک EZB د دغې حالت په مقابل کې عکس العمل وښيی.

https://p.dw.com/p/DbO4
Axel Weber
Axel Weberانځور: AP

د اروپايي مرکزي بانک EZB د مديره هيت غړی ويبر ويلی دی، چې د دوو فيصده څخه زيات دبيو جگوالی زموږ لپاره د منلو وړ نه دی. سږ کال يوازی د مارچ په مياشت کې په آلمان کې د ډيرو شيانو قيمتونه درې اعشاره يو په سلو کې پورته تللی دی.


او د ايرو د سيمې په هېوادونو کې د ژوند د ضروري شيانو قيمتونه تر درې اعشاريه پنځه په سلو کې لوړ تللی دي.