1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر له مسلمانانو د محدوديتونو رعايتولو مننه وکړه

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

د آلمان ولسمشر، له مسلمانانو د روژې په مياشت د محدوديتونو له مراعاتولو مننه وکړه. د رمضان سپېڅلې مياشت اصلا د راټولېدو وخت دی، نه دا چې د ټولنيزې فاصلې له کبله خلک سره جلا او بېل وي.

https://p.dw.com/p/3cf9n
Neue Wohlfahrtsmarken
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د المان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير همداراز د هغې «غوسې او منزوي کېدو» څخه خبرداری ورکړ چې مسلمانان يې د هغه په خبره تجربه کوي.

شتاينماير د جمعې په ورځ‌ (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۳مه)  مسلمانان وستايل چې په د دغه هېواد کې پلي محدوديتونه يې د رمضان او روژې په مياشت کې مراعات کړي دي. نوموړي په ورته وخت کې هغه قهر او غوسې ته د پای د ټکي‌ د ايښودلو غوښتنه هم وکړه چې په آلمان کې مېشت مسلمان اقليت ورسره مخامخ دی. د رمضان يعنې د روژې نيولو او تفکر مياشت د پای په درشل کې شتاينماير دا هم ليکلي‌ دي چې ډېرو مسمانانو دغه محدوديتونو قسماً ډېر سخت بللي‌ دي. د هغه په خبره «زه غواړم ستاسو ټولو څخه مننه وکړم چې دغه سخت مقررات مو مراعات کړل او د ويروس په وړاندې په بريالۍ مبارزه کې مو برخه واخيستله.»

د روژې مياشت رمضان داسې وخت بلل کيږي چې مسلمانان پکې سره راټوليږي د دې پر ځای چې سره جلا او بېل وي،‌ خو دغه بېلتانه او جلاتوب ته د بنديزونو او د ټولنیزې فاصلې د تدابيرو له کبله اړتيا ليدل شوې وه.

شتاينماير همداراز د ديني يا مذهبي انګيزې لرونکو بريدونو پر ضد د قاطع عمل غوښتنه هم وکړه. د هغه په خبره «قهر او منزوي کېدنه، د تاوتريخوالي ډک بريدونه چې مسلمانان پکې په نښه کيږي،‌ پر مسجدونو باندې حملې - دا هر څه نه شو زغملی، موږ بايد اجازه ورنه کړو.»

Tag der offenen Tür Moschee Köln
د آلمان د کلن ښار جامع جوماتانځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

تېر کال په آلمان کې پر مسلمانانو او د هغوی پر تاسيساتو باندې ټول ټال ۸۷۱ حملې وشوې چې د ولسمشر په خبره د دولت په شمول د هر چا مسئوليت دی چې مسلمانان ورڅخه وژغوري.

شتاينماير د فبرورۍ د ۱۹مې هغه پېښه هم ياده کړه چې د يو ښي اړخي او د توکم پالنې د انګيزې لرونکي وسله وال له خوا پکې نهه تنه د هاناو ښار په يوه قيلون يا چلم خانه کې ووژل شول.‌ ټولو قربانيانو بهرنۍ ريښې درلودې چې ترکيه الاصله او بوسنيا ټبره کسان پکې هم شامل ول.

د ياد ۴۳ کلن وسله وال په کور چې په شکمن ډول يې خپله مور هم وژلې وه مخکې له دې چې ځان ووژني، داسې کاغذونه او ويډيوګانې وموندل شوې چې د قتلونو تر شا د توکم پالنې انګيزې ته اشاره کوي.

د آلمان ولسمشر شتاينماير وويل چې د هاناو پېښو ورباندې ژور تاثير کړی دی چې د ګډ سوله يز ژوند پر ضد او د آلمانانو د ارزښتونو په وړاندې يوه حمله يې وبلله،‌ يعنې داسې ارزښتونه لکه پت،‌ زغم، تنوع او د دين او عبادت آزادي.

jsi/rt (dpa, KNA)/ن ص/ ا ا

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: