1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر هورست کولر په پاراگواي کې دی

۱۳۸۵ اسفند ۱۴, دوشنبه

د آلمان ولسمشر هورست کولر سهيلي امريکا ته د خپل دولس ورځنيز سفر په ترڅ کې پاراگواي ته ورسېد. دا په تاريخ کې پراگواي ته د آلمان د يو ولسمشر لومړی سفر دی، له هغه وخت راهيسې چې دواړو هېوادونو 146 کاله وړاندې ډيپلوماتيکي اړيکې ټينگې کړې.

https://p.dw.com/p/DKJf
د خبرو مرکزي ټکی په پاراگواي کې د يو حقوقي نظام د راوستلو مسئله ده.
د خبرو مرکزي ټکی په پاراگواي کې د يو حقوقي نظام د راوستلو مسئله ده.انځور: AP
د نوموړي هېواد په پلازمېنې اسونسيون کې به کولر له خپل سيال نيکانور دوارته فروتوس سره وويني. د خبرو مرکزي ټکی په پاراگواي کې د يو حقوقي نظام د راوستلو مسئله ده. نوموړی هېواد تر 1989 م کاله پورې د 35 کالو دپاره د يو زورواکي يا ديکتاتور لخوا اداره کېده، څوک چې الفرېدو سترويسنر نومېده.