1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د «فيسبوک -قانون» تصويب کړ

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

د آلمان پارلمان یو داسې جنجالي قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ټولنیزو رسنیو پر لویو شرکتونو، لکه فیسبوک، تویتر او یوتیوب باندي له دې کبله لوړي جریمي راځي چي د خپلو کاروونکو له کرکې ډک مطالبو په پاکولو کې پاتې راځي.

https://p.dw.com/p/2fhz2
Facebook Nutzer Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د نوي قانون له مخې د ټولنیزو رسنیو شبکې د هغو مطالبو د پاکولو له پاره ۲۴ ساعته وخت لري چې په روښانه توګه د آلمان قوانین تر پښو لاندي کوي. په هغو مواردو کې چې دا موضوع یو ګنګه وي چې ایا خپاره شوي مطلب د آلمان قوانین تر پښو لاندي کړي او که نه، د ټولنیزو شبکو شرکتونه اووه ورځې وخت لري چې دغه مواد پاک کړي. که دغه شرکتونه د آلمان له دغه قانون سره سم عمل و نه کړي، نو دغه شرکتونه کیدای شي چې تر۵۰ میلیونو یورو پورې جریمه شي.

نوی قانون د مسيحي دیموکرات اتحاد او سوسیال دیموکرات ګوند له خوا تصویب شو. د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې د کیڼ اړخو ګوند د دې قانون پر ضد رایه وکاروله. د زرغونو ګوند بیا خپله رایه و نه کاروله.

نوی تصویب شوی قانون په ټولنیزو رسنیو کې د داسې مطالبو په کمښت کې لوی نقش لوبوي چې پکې کرکه، ناسم خبرونه او د ترهګرۍ له پاره پروګندا موجوده وي. د ۲۰۱۷م کال په فبروري او جنوري میاشتو کې یوتیوب ۹۰ سلنه داسې ویدیوګانې چې خلکو یې له کبله شکایت کړی وو، پاکې کړې دي. خو تویتر بیا یوازې یو سلنه داسې مطالب او فیسبوک بیا ۳۹ سلنه له کرکې ډک مطالب پاک کړي دي.

د آلمان د عدلیې وزیر هیکو ماس، په اپریل میاشت کې له ARD تلویزیون سره په خبرو کې ویلي ول: «موږ دا نه منو چي شرکتونه په آلمان کې قانون ته پابند نه وي.»

Infografik Percentage of social media hate speech deleted after user reports

د دې قانون منتقدین استدلال کوي چې په دې سره نو د ټولنیزو شبکو مدیران پریکړه کوي چې کوم مواد د آلمان له قوانینو سره سرخورې او کوم نه. هغوی همداراز اندیښمن دي چې له دې سره به د بیان آزادي ته تاوان ورسیږي، ځکه چې د ټولنیزو شبکو شرکتونه به د احتیاط له مخې هم ځيني مطالب پاک کړي.

خو ماس بیا له دې نظر سره موافق نه دی او وایي چې قانون د بیان آزادي نه زیانموي. د دې له پاره چې دغه انتقاد ته رسیدګي شوي وي په قانون کې دا هم راغلي دي چې یو مستقل بنسټ به جوړ شي. فیسبوک او نوري ټولنیزې شبکې به ټول هغه مواد چې دوی یې په اړه مطمئن نه وي، دې بنسټ ته واستوي چې هلته پرې پریکړه وشي.

پر دې سربیره په نوي قانون کې دا هم راغلي دي چې ټولنیزې شبکې باید د هغو کسانو هویت بربنډ کړي چې له کرکې ډک مطالب په ټولنیزو شبکو کې خپروي. دا هم ویل شوي دي چې ټولنیزي شبکې باید د داسې مواردو له پاره چې رسمي شکایت درجیدای شي، د رسمي شکایت کولو اسانه لارې ولري.

آلمان په اروپا کې لومړۍ هیواد دی چې په انترنت کې له کرکې د ډکو مطالبو پر ضد دغه شان واضیح او سخت قانون تصویبوي.