1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د هولوکاست د قربانیانو د یادون ورځ ولمانځله

۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه

د جمعې په ورځ په آلمان او د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې د «هولوکاست یا د نازیانو د واکمنۍ پر مهال د یهودانو د عام وژنې د یادون نړیواله ورځ» ولمانځل شوه. د ۱۹۴۵ کال د جنوري پر ۲۷مه نیټه پخواني شوروي د اوسشویتز کمپ آزاد کړ.

https://p.dw.com/p/2WVEU
Deutschland Hartmut Traub Gedenkstunde an die Opfer des Nationalsozialismus im Deutschen Bundestag
انځور: picture alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان د پارلمان مشر نوربیرت لیمرت، د نازي رژیم له خوا د یهودیانو د وژنې قربانیانو ته د درناوي مراسم ترسره کړل. د جمعې په ورځ د آلمان په بیلابیلو ښارونو کې دغه شان مراسم ترسره شول.

لیمرت وویل چې سږ کال د یادون ورځ په ځانګړې توګه هغه کسان یادوي چې ناروغه او بې وسه ول او د نازیانو د مشرتابه له خوا د ژوند کولو وړ نه بلل کیدل. هغه زیاته کړه چې دغه کسان بیا په اصطلاح د «اتانازي» یا «اسانه مرګ» قربانیان دي. «اتانازي» په یوناني اصطلاح هغه یو مرگ ته وايي چې یو شخص د خپلې سختې ناروغې له امله ژوند کول نه غواړي او له ډاکتر یا خپلوانو څخه غواړي چې پریږدي چې په «اسانې» سره مړ شي.  

تاریخ پوهان په دې نظر دي چې د نازیانو د دغه پروګرام په ترڅ کې په ټوله اروپا کې شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. لیمرت وویل: «د اسانه مرګ پروګرام او په اروپا کې د یهودانو د عام وژنې تر منځ ډیرې زیاتې اړیکې موجودې وې.»

هغه زیاته کړه: «د هولوکاست له پاره د چمتوالي په موخه، د وژنې په کمپونو کې کاریدونکی وژونکی ګاز لومړی د اسانه مرګ پروګرام پر قربانیانو باندې وآزمویل شو.»

له ۱۹۹۶ کال راهیسې آلمان د جنوري پر ۲۷مه نټه د هولوکاست د قربانیانو یادون کوي. په همدې نیټه د پخواني شوروي ځواکونو په پولند کې د اشویتز له کمپ څخه یو شمیر یهودان آزاد کړل. ملګرو ملتونو بیا په ۲۰۰۵ کال کې یوه اعلامیه تصویب کړه چې له مخې یې د جنوري ۲۷مه نیټه په ټوله نړۍ کې د هولوکاست د یادون ورځې په توګه ونومول شوه.