1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د پناه غوښتني قانون نور هم سخت کړ

۱۳۹۷ آبان ۱۸, جمعه

قبول سوي پناه غوښتونکي مکلف دي چي په راتلونکې کي د دوی د اسنادو په بيا ارزولو کي له اړونده مامورينو سره مرسته وکړي. دغه ارزونه به تر قبلېدو درې کاله وروسته کيږي.

https://p.dw.com/p/37wOA
Deutschland Gespräch Asylsuchende mit Bundesmat für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

تر اوسه پوري مهاجرو يوازي د پناه د غوښتنليک د وړاندي کولو پر مهال د همکارۍ مکلفیت لاره، نه د پناه د ورکړي د بررسۍ پر مهال چي حد اکثر درې کاله وروسته کيږي او هغه مهال چي د بېلگې په توگه د يوه کس د هويت په اړه شک او ترديد موجود وي. په راتلونکې کي به دغه کسان د دوسيې د بررسۍ پرمهال د هويت پېژندني اړين اسناد وړاندي کوي. که يې وړاندي نه کړي د دوسيې بررسۍ ته يې توان رسيږي چي کيدای سي نغدي جريمه يا حتی بندي سي. د مهاجرت په قانون کي دغه تعديل د آلمان په پارلمان کي ائتلافي گوندونو، (CDU,CSU,SPD) آزاد ديموکراتانو (FDP) او د آلمان له پاره بديل گوند (AFD) د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۸مه نېټه) تصويب کړ.

په دغه تعديل کي د آلمان د مشرانو جرګې (بندس رات) هغه وړانديز ته هم ځای ورکړل سوی دی چي له مخي يې د پناه غوښتني په پروسه کي د استخباراتو معلومات او نوي اسناد هم په کار اچول کيدلای سي.

د پناه غوښتني د نوي او تعديل سوي قانون له مخي به اړونده فدرالي اداره (بامف) وکولای سي چي د هغو پناه غوښتونکو په وړاندي تعزيرات ولګوي چي همکاري نه کوي.

د ائتلافي حکومت ګوندونو او په همدې توګه د ليبرال ګوند او د آلمان له پاره بديل ګوند د پناه غوښتنې په قانون کي له دغه تعديل څخه هرکلی وکړ. په پارلمان کي د يادو ګوندونو استازو د بحث پر وخت دغه تعديل اړين او مهم وباله.

له کيڼ اړخي ګوند څخه اولا يېلپکه د وينا پر وخت د دې غوښتنه وکړه چي د پناه غوښتنې له قانون څخه دي د بيا ارزونې برخه ليري کړل سي. د يېپلکه په وينا دا چي د قبول شوو د پناه غوښتني د دوسيو ارزونه تر درو کالو وروسته بيا ممکنه ده، دا کيدای سي پناه غوښتونکي په ناحقه سره تر فشار لاندي راولي.

د زرغون ګوند استازي فيلڅ پولات هم د پناه غوښتنې د بيا ارزونې پر قاعدې سختي نيوکي وکړې. هغه وويل چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال تر منځ د مشقت بيا له سره تکرارول «په بشپړه توګه له عقله ليري» کار دی.

په قانون کي د تعديل د اړتيا په استدلال کي د آلمان حکومت ويلي چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ د پناه غوښتني پر زياتو دوسيو چې د مرکو او په ليکلې بڼه وړاندي سوي دي او پخپله به مهاجر موجود نه وو، پريکړي سوي دي. د حکومت په وينا له دې کبله ښايي په ټولو دوسيو کي د پناه غوښتونکو هويت، تابعيت او د تېښتي لاملونه په اړين دقت سره نه وي کنترول سوي.

په قانون کي د تعديل په برخه کي د کيڼ ګوند غوښتنې اکثريت رايي تر لاسه نه کړې. دغه گوند په دې ترڅ کي د پناه غوښتنې د بيا ارزونې د قاعدې د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه. د آلمان له پاره بديل ګوند هم په قانون کي د تعديل غوښتنه وکړه چي ونه منله سوه. دغه ګوند غوښتنه کړې وه چي د کم سن لرونکو پناه غوښتونکو د عمر معلومولو له پاره دي معياري او مکلف کوونکې پروسه رامنځ ته کړله سي.