1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان په افغانستان کی د تورنادو د الوتکو له پلان شوی عملياتو څخه ملاتړ کوی

۱۳۸۵ بهمن ۳, سه‌شنبه

د آلمان پارلمان د کيڼ اړخو او گريون د گوندو په غوښتنه په افغانستان کی د آلمان د کشافی الوتکو تورنادو څخه د کار اخيستو په هکله د اونۍ په پای کې غونډه دايره شوه.

https://p.dw.com/p/DKK7
پرته له کيڼ اړخو استازو څخه نورو ټولو په دې اړه خپله خوښه څرگنده کړه
پرته له کيڼ اړخو استازو څخه نورو ټولو په دې اړه خپله خوښه څرگنده کړهانځور: dpa

د گوندونو استازو په یوه پارلمانی غونډه کی خبری وکړی او د خپلو گوندونو دریځ ئی روښانه کړ. . پرته له کین اړخو استازو څخه نورو ټولو په دې اړه خپله خوښه څرگنده کړه. د مسیحی دیموکرات د گوندCDU د بهرنیو چارو د جرگه گی رئیس، روپ رشت پولینز وویل، دی باور لری چی په افغانستان کی د تورنادو د الوتکو پلان شوی عملیات به د پارلمان د یو غوڅ اکثریت سره تائید شی او په دی ډول به د هغو عملیاتولپاره یوه قانونی لاره اواره شی.
د تیر میلادی کال په پای کی ناتو د آلمان له حکومت څخه د دا ډول مرستی لپاره غوښتنه وکړه. له هغه وخت څخه را په دی خوا د آلمان سیاسی گوندونه په دی هکله بحث کوی چی آیا دا ډول مرسته په افغانستان کی د آلمان د پوځی ماموریت یوه برخه ده که نه.
په افغانستان کی د آلمان د پرمختللو کشافی الوتکو تور نادو څخه د احتمالی کار اخیستنه د حکومت او مخالفونو گوندونو تر مینځ یوه شخړه ایزه موضوع گرځیدلی. تورنادو په ډیرو پرمختللو څارونکو کمرو سره سمباله ده چی له دوه زرو لوړی ارتفاع څخه کولای شی حتی د سگرتو یو کوتئ هم وپیژنی. شخړه په دی باندی ده چی آیا د دی الوتکو په کار اچول په افغانستان کی د آلمان د پوځی ماموریت یوه برخه گنله کیدای شی که نه. د آلمان د سوسیال دیموکرات د گوند SPD د پارلمانی ډلی مشر پیتر شتروک چی پخوا د دفاع وزیر ؤ، په دی هکله کوم څرگند ځواب نه لری. هغه وائی:
“ که څه هم له حقوقی لحاظه سړی کولای شی ووائی چی په پخوانی قانونی صلاحیت کی دا ډول پوځی مرسته شامله ده، خو د لا وضاحت او د عسکرو د امنیت د خوندی ساتنی لپاره غوره ده چی د یوی نوی قانونی صلاحیت پریکړه وشی”

د ناتو له غوښتنی سره سم، دا چی شپږ تور نادو الوتکی په افغانستان کی پوځی ماموریت به تر سره کوی، څه ناڅه یقینی خبره ده . خو بیاهم د دآلمان دفاع وزیر، پیتر یونگ هڅه لری چی د آلمان د دولت له خوا په دی ډول یو اقدام څیړنه وشی.. دغه ډول څیړنه کیدای شی چی د ناتو د جنور ی د 26 نیټی غونډی پوری سرته ورسیږی او پریکړه وشی.
پیتر یونگ په دی اړه وویل :
“ مونږ په دی اړه بحث کوو او په یقین سره چی داسی یوه پریکړه به وشی چی د آلمان پارلمان ، بوندیس تگ، به هم په کی برخه ولری.”

په حقیقت کی د آلمان د تورنادو د الوتکو عملیات یو ډول قانونی لانجه له ځان سره لری. په اوسنی وخت کی آلمانی عسکر د افغانستان په شمال کی چیرته چی په نسبی توگه امن ټینگ دئ، ماموریت تر سره کوی. تورنادو باید د افغانستان په جنوب کی، چیرته چی بریتانوی او امریکائی عسکر په عملیاتو بوخت دی، د طالبانو په مرچلو باندی باید څارنه وکړی.
د آلمان د گروین یا شنو نومو د گوند استازی، فریتز کون Fritz Kuhn په نظر دا ډول عملیات د آلمان د پارلمان له خوا د یوی نوی قانونی صلاحیت غوښتنه کوی. هغه وویل:
“ یا به په دی موضوع باندی په پارلمان کی بحث کیږی، که نه نو مونږ مجبور یو چی په کارلز روهه کی د آلمان د اساسی قانون محکمی ته موضع وړاندی کړو.”
همدا راز د آلمان د آزاد دیموکرات گوند، اف دی پی هم شک لری چی د آلمان اوسنی قانونی صلاحیت د تورنادو د عملیاتو لپاره بسیا وکړی.
دغه گوند وائی، که چیری پارلمان د داسی عملیاتو لپاره پریکړه هم کوی، د هغه وخت او موده باید محدوده وی.