1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د سوريې ماموریت تائید کړ

۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

د آلمان پارلمان په سوريه کي د افراطي ډلې «اسلامی دولت» پر ضد د آلماني پوځ ماموریت په لوی اکثریت سره ومانه. خو داپوزیسون اکثریت وکیلانو لکه څنگه چي یې اعلان کړی وو، دغه لانجمن ماموریت رد کړ.

https://p.dw.com/p/1HHWG
انځور: Getty Images/S. Gallup

د دغه ماموریت په هکله د آلمان پارلمان ۴۴۵ وکیلانو مثبتي او ۱۴۶ منفي رايي ورکړې. اووه نوري رایي مستنکفي وې. د تورنادو اکتشافي الوتکو په استعمال سره آلماني پوځ غواړي چي د خپلو متحدینو ملاتړ وکړي، کوم چي په سوريه کي د افرطي ډلې «اسلامي دولت» پر شکمنو مورچلونو باندي په بمباریو کي برخه لري.

په دې ډول د «اوگسبورگ» په نوم آلمانۍ الوتکي انتقالونکي بیړۍ به د مدیترانې سمندرگي په ختیځه برخه کي د «شارل دي گول» د فرانسوي پوځي الوتکي انتقالونکي بیړۍ سره مرسته وکړي. پردې سربیره د تورنادو ۶ اکتشافي الوتکو لیږل هم په پلان کي دي. په انقره کي د ډیپلوماتیکي کړیو په حواله ویل سوي دي، چي دغه الوتکې به د ترکیې د جنوب په اینجیر لیک، کي د ناټو د هوايي قواوو په اډه کي د ۵۵۰ عسکرو سره ځای پر ځای سي.

اپوزیسیون د سوريې له ماموریت سره مخالفت وکړ

د حکومت دغه تصمیم په پارلمان کي د اپوزیسیون له سخت مخالفت سره مخامخ سو. په داسي حال کي چي کیڼ اړخي په اساس کي له دغه پوځي ماموریت سره مخالفت لري، بیا زرغون ګوند د ماموریت د ناسمې ستراتیژۍ او په بیړه پر تصمیم نیولو باندې انتقاد کړی دی.

کیڼ اړخي په سوريه کي د اسلامی دولت، ډلې پر ضد د آلماني پوځ اوسنی ماموریت په اساس کي ناسم او خطرناکه بولي. په پارلمان کي د دغه فراکسیون مشرې سارا واگن کنېخت وویل چي «جنگ نور هم هرڅه خرابوي». هغې د حکومت په ادرس وویل چي «دا ډیر درواغ دي چي دغه ماموریت به داعش ضعیفه کړي»

Deutschland Tornado Syrien-Einsatz der Bundeswehr
انځور: Reuters/F. Bimmer

هغې ټینگار وکړ چي دغه ماموریت د نړیوالو حقوقو او د آلمان د اساسي قانون خلاف عمل دی او د هغه عواقب هم خطرناکه دي.

خو بیا د سوسيال ډيموکراټانو د فراکسیون مشر راینر آرنولد دغه ماموریت له حقوقي لحاظه سم بولي او وايي چي «دغه ماموریت د نړیوالو حقوقو او جرمني د اساسي قانون مطابق عمل دی.»

د دفاع وزیره انقرې ته تللې ده

د آلماني پوځ یو پلټونکی ټیم پنځه ورځي دمخه لا د ترکیې د آدانا، لوی ښار ته د پلټونو له پاره تللی دی. اینجیرلیک فقط ۱۰۰ کیلومتره د سوريې له سرحد څخه لیري دی او د سږکال د دوبي راهیسي لا د امریکايي هوايي قواوو له خوا ورڅخه په سوريه کي د اسلامی دولت، ډلي پر ضد په بمباریو کي کار اخیستل کیږي. په اوس وخت کي هلته ۲۴ امریکايي جېټ الوتکې او همدارنگه بې پیلوټه الوتکي ځای پر ځای دي.

بان کي مون: اوربند په جنوري کي لا ممکنه دی

په دې منځ کي د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په ډاډ سره خبر ورکړی دی چي د سوريې په خونړي جنگ کي به ډیر ژر یو سر تاسري اوربند رامنځته سي. بان ویلي دي چي د سولې پروسه بیرته چټکه سوې ده. بان زیاتوي: «تر ډیرو هڅو او او ذیدخلو طرفونو سره تر جوړ جاړي وروسته زه د دې انتظار لرم، چي په ټول هیواد کي به یو اوربند رامنځته سي. کیدای سي هغه په جنورۍ کي لا رامنځته سي.»

خو په دسمبر کي به لا د سوريې په باب یو بل نړیوال کنفرانس جوړ سي، کوم چي د نیویارک او ویانا تر دوو غونډو وروسته دایریږي. د دغه کنفرانس په باب همدا اوس لا خبري رواني دي. د ۱۷ دولتونو استازي چي پکښي جرمني، امريکا متحده ايالات، ایران او روسیه هم شامل وو، په نومبر میاشتې کي د سوريې د بحران په هکله پر یوه سوله ییز حل باندي سره یو سول. د دغه پلان مطابق به په جنورۍ کي خبري اتري ترسره کیږي، څو یو مؤقتي حکومت جوړاو په ۱۸ میاشتو کي انتخابات تر سره کړي.