1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په یوه ښوونځي کې پر لمونځ بندیز، بحث راپارولی

۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعه

د آلمان په اوپرتال کې یوه ښوونځي خپلو ښوونکو ته يو داسې داخلي لیک استولی دی چې پکې غوښتل شوي چې خپلو مسلمانو زده کوونکو ته په عام ځای کې د لمونځ کولو اجازه ور نه کړي.

https://p.dw.com/p/2YZsw
Kind Junge Gebet Russland
انځور: picture alliance/dpa/Y.Aleyev

دې موضوع اوس په آلمان کې یو بحث راپارولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان له پاره بدیل ښي اړخه ګوند د دې پریکړې هرکلی کړی.

د اوپرتال د «یوهانس راو ګمنازیوم» په هغه داخلي یاداښت کې چې ښوونکو ته استول شوی دی، راغلي دي: «په وروستیو اوونیو کې په ډیریدونکې توګه لیدل کیږي چې مسلمان زده کوونکي په ښوونځي کې په داسې حال کې چې نور یې وینې، لمونځ کوي. دا موضوع په تشنابونو کې د اودس کولو، د جای نمازونو د هوارولو او ځانګړو حرکتونو کول، نور زده کوونکي ليدلای سي.»

په یاداښت کې زیاته شوې ده: «دې ته اجازه نه شته.»

په دې اړه په لومړي ځل «دیر ویسترن» د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړ. د نویو تدابیرو په ترڅ کې د ښوونځي له کارکوونکو څخه غوښتل شوي دي چې د ښوونځي مدیریت ته هغه زده کوونکي چې لمونځ کوي «په ګوته کړي» او په اړه یې رپوټ ورکړي.

په یاداښت کې راغلي دي چې د دغه بندیز په اړه باید زده کوونکو ته په «دوستانه» توګه معلومات ورکړل شي.

Islamkunde-Unterricht an deutscher Schule
ویل شوي دي چې د دې ښوونځي کارکوونکي او نور زده کوونکي د زده کوونکو د لمانځه له کبله تر فشار لاند وو.انځور: picture-alliance/dpa/F.Heyder

په ټولنیزو رسنیو کې بحث

دغه موضوع چې وروسته فیسبوک ټولنیزي شبکې ته هم پورته شوې وه، نیوکې راپارولي دي. د فیسبوک یوه کاروونکي پوښتلي: «هغوی ولي نه شي کولای چې لمونځ وکړي؟ دا هم د آلمان په توګه یوه مذهبي هیواد کې، چې اوس له زغمه ډک او پرانیستی دی.»

یوه بل کاروونکي د آلمان اساسي قانون ته په اشارې سره ویلي دي: «د مذهبي آزادۍ په اړه څه ویل شوي؟ د آلمان د اساسي قانون څلورمه ماده؟»

یو شمیر نورو کاروونکو بیا د دې پریکړې ستاینه کړې ده. یوه کاروونکي لیکلي دي: «زه فکر کوم چې دغه لیک ډیر ښه دی. دغه شان کارونه په ښوونځي پوري اړه نه لري.»

بل کاروونکي بیا لیکلي دي: «ایا موږ هغوی ته اجازه ورکولی شو چې په ښوونځي کې جاینمازونه هوار کړي.»

د آلمان له پاره بدیل ګوند ستاینه

د دغه ګوند د اوپرتال ښار څانګې هم ډیر ژر د دې موضوع پر وړاندې غبرګون وښود. دې ګوند ویلي دي: «د ښوونځي د مدیریت دغه کار په زړه پوري او زموږ له نظره معقول دی.»

دې ګوند په یوه بله بیانیه کې ویلي دي چې د زده کوونکو دغه کار ښيي چې هغوی «نه دي ادغام شوي» او دا موضوع یې د آلمان د کډوالو په سیاست کې د بدلون راوستلو له پاره د اړتیا یو ثبوت بللی دی.

د پریکړي وضاحت

د اوپرتال د دغه ښوونځي چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ځايي شورا یوې ویاندې دګمار ګروس، دویچه ویله ته ویلي دي چې د ښوونځي هدف په «پاروونکي توګه پر لمونځ کولو باندي بندیز وو». هغې زیات کړې ده چې د دې کار هدف په ښوونځي کې د سوله ایزي فضا ساتل وو.

هغې زیاته کړې ده چې یو شمیر زده کوونکو او ښوونکو د خپلو ټولګۍ والو د کړو وړو له کبله ځانونه تر فشار لاندي احساسول او له همدې کبله دغه یاداښت دې وضعیت ته د حل یوه لاره وه.

خو ځايي شورا ویلي دي چې په دې یاداښت کې یو څه ناسم لغات کارکول شوي دي چې کیدای شي ترې غلط مفهوم واخیستل شي. د ګروس په خبره زده کوونکي کولی شي چې لمونځ وکړي په دې شرط چې ښوونځي اخلال نه کړي.

هغې ویلي دي: «له هغو زده کوونکو سره چې په عام محضر کې یې لمونځ کاوه، د بحث له لارې، د ښوونځي اداره غواړي چې داسې لاري وموندي چې زده کوونکي په داسې شکل لمونځ وشي کولی چې نورو ته مزاحمت و نه شي.»
د ګروس په خبره، له قانوني لحاظه د ښوونځي اداره اجازه لري چې یو بندیز هم رامنځ ته کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په آلمان کې د زده کوونکو د لمونځ په اړه په ښوونځیو کې بحثونه رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې د برلین ویدینګ سیمې یوه ښوونځي زده کوونکي په محکمه کې عریضه کړې وه چې ښوونځی یې ورته د جمعې په ورځ په عام محضر کې د لمونځ کولو اجازه نه ورکوي. محکمې بیا په دې دلیل چې د هغه دغه کار د ښوونځي فضا خرابوي، د دغه زده کوونکي عریضه رد کړې وه.