1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو پر مسئله د آلمان په حکومت کې اختلافات

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

د مهاجرو د کورنيو د الحاق پر مسئلې اختلافات، د آلمان په حکومت کې د جنجالونو سبب ګرځيدلی دی. په عين وخت کې د آلمان د کورنيو چارو نوي وزير له خپل مخکيني دريځ څخه په شا شوی دی. خو اصلي مسئله څه ده؟

https://p.dw.com/p/2vdwx
Angela Merkel und Horst Seehofer
انځور: Getty Images/S. Gallup

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۶مه) رسنيو ته د رپوټ ورکونې پر وخت، د آلمان د کورنيو چارو وزارت وويل چې د نوي قانون طرحه برعکس د هغه څه چې د دغې اوونۍ په سر کې ويل شوي وو، د هغو مهاجرو د کورنيو د الحاق مانع نه ګرځي چې د ټولنيزو مرستو څخه برخمن کيږي. يا په بله اصطلاح د سوسيال مرستې ترلاسه کوي.

د کورنيو چارو وزارت ويندويې سونيا کوک په دې تړاو زياته کړې: «کوم څه چې په نويو مقرراتو کې نوي دي، تر ټولو لمړی دا دي چې هغه افراد چې ګواښ بلل کيږي، د کورنۍ د الحاق له طرحې څخه جلا کيږي.»

په حاضر وخت کې د هغو مهاجرو د کورنيو الحاق موضوع د تعليق په حالت کې راوستل شوې ده کوم چې موقتي اقامې لري. نوی قانون حاضردمه د آلمان په مختلفو وزارتونو کې تر بحث لاندې دی چې په نهايت کې به تصويب په موخه د صدرات دفتر او پارلمان ته استول کيږي.

د صدراعظمې انګلا مرکل ويندوېه اولريکه ديمر چې د «مسيحي دموکرات» ګوند څخه ده، ويلي دي چې حکومت غواړي نوی قانون ژر تر ژره تصويب شي، « ترڅو له هرڅه د مخه هغه مهاجر چې موقتي اقامې لري وشي کړای ډير ژر له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.»د مرکل ائتلافي حکومت چې د محافظه کار ګوندونو او سوسيال دموکراټانو څخه جوړ دی، تيره مياشت يې موافقه وکړه چې هره مياشت به د مهاجرو د کورنيو ۱۰۰۰ غړي، همدا ډول د ځينو خاصو دوسيو غړي، په آلمان کې له خپلو کورنيو سره يو ځای کيږي. خو دغه مسئله له هماغه وخته راهيسې، د «سوسيال مسيحي» او د بايرن «دموکرات مسيحي» ګوند تر منځ د جر و بحثونو پر ډکې يوې مسئله اوښتې ده.

په مسيحي سوسيال ګوند کې د سخت تعادل رامنځ ته کول

د دغه کړکيچ په منځ کې د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر شتون لري. هغه ژمنه کړې ده چې د روان کال په دوبي موسم کې به د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره يو «ماستر پلان» باندې عمل کوي او په همدې دليل په دې برخه کې د حکومتي شریکانو يعنې د سوسيال دموکراتانو ملاتړ ته اړتيا لري. خو زيهوفر د «مسيحي سوسيال» ګوند د مشر په توګه غواړي چې د خپل ګوند اعتبار ته وده ورکړي په ځانګړې توګه په داسې يو کال کې چې دغه حزب په بايرن ايالت کې ایالتی انتخابات په  مخ کې لري. زیهوفر غواړي چې پروګرامونه يې له AfD ښي اړخي ګوند «آلمان له پاره بديل» څخه کوم چې د مهاجرو ضد سياست لري، يو څه وړاندې وي.

زيهوفر د جمعې په ورځ په نورنبرګ ښار کې د «آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو ادارې» څخه د ليدنې پر مهال وويل چې دی غواړي هغه انګيرنه چې نوی قانون د مهاجرو د الحاقي کورنيو د غړو شمير په شديده توګه ښکته راولي، مناسب حالت ته راولې. زيهوفر خبريالانو ته وويل: «دغه طرحه اوس په وزارتونو کې تر بحث لاندې ده.» هغه زياته کړه: «زه کولای شم ووايم چې د دې سربيره موږ د ائتلافي حکومت توافقاتو ته سخت ژمن يو.»

خو د زيهوفر دغه څرګندونې د هغه د هغه بيان له طرز سره چې د همدې ورځ په لمړيو کې يې د «شپيګل» مجلې سره لاره، څه ناڅه تناقص لري. هغه ويلي وو: «موږ نه غواړو چې افراد زموږ د ټولنيزې رفاه سيستم ته لاره پيدا کړي. موږ د دغې موضوع په اړه په ائتلافي حکومت کې بحثونه کړي دي.

اختلافات او تند بحثونه

خو د دغې قانونې طرحې افشا شوي اسناد ښيي چې زيهوفر غواړي د هغو مهاجرو د کورنيو د الحاقي غړو شمیر محدود کړي، په ځانګړې توګه د هغو مهاجرو چې دولتي (سوسيال) مرستې ترلاسه کوي. د مهاجرو ملاتړ کونکو سازمانونو پر دغې طرحې سخت انتقادونه کړي دي.

په ورته وخت کې د «مسيحي سوسيال» او «سوسيال دموکرات» ګوندونو له وزارت څخه د ښکته کچې غړو په خپلو کې د مهاجرو پر مسئلې سخت شخړيز بحثونه کړي دي.

د «سوسيال مسيحي ګوند» ايالتي مشر الکساندر دوبرينت د پنجشنبې په ورځ سوسيال دموکراټان پر دې تورن کړل چې غواړي په آلمان کې«سوسياليستي عقايدو» ته ادامه ورکړي. په پارلمان کې د دغه ګوند د رهبرۍ مرستيال ګئورګ نوسلاين بيا خپله پښه تر دې هم يو قدم وړاندې کيښوده او ګواښ يې وکړ که چيرې سوسيال دموکراټان د دوی طرحه له ستونزو سره مخ کوي نو دوي به ائتلافي حکومت ته د پاې ټکی کيږدي.

په مقابل کې د سوسيال دموکرات ګوند مشران بيا ټينګار کوي چې توافق هماغه پخواني توافق دي او زيهوفر او ګوند يې حق نه لري چې د مهاجرو په هکله لا سخت سياست رامنځ ته کړي.

Deutschland Flüchtlinge Thema Familiennachzug | Demonstration in Berlin
په جنورۍ مياشت برلين کې مهاجرو د خپلو کورنيو د غړو د الحاق د ملاتړ په موخه لاريون وکړانځور: Imago/snapshot

جفرسون چیس / ع. ح/ م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: