1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په زاکسن کي د مهاجرو پلان سوی کمپ وسوځل سو

۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبه

د آلمان په زاکسن ايالت کي د باوڅن په سيمه کي په هغه ودانۍ کي اور ولګېد، چي د مهاجرو د کمپ له پاره په پام کي نيول سوې وه. د دې څخه تر مخه هم په آلمان کي د مهاجرو په کمپونو کي اورونه لګېدلي دي. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1HzLG
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gränzdörfer

د آلمان په فډرالي ايالت زاکسن کي د باوڅن په سيمه کي د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه په يوه ودانۍ کي اور ولګېد. دا په داسي حال کي چی په پام کي نيول سوې وه چي په دغه ودانۍ کي به د مهاجرو له پاره کمپ جوړيږي.

دا چي د باوڅن په دغه پلان سوي مهاجر کمپ کي ولي اور لګېدلی، لا تر اوسه نه ده معلومه. پوليسو ويلي چي د دغې پيښي په تړاو يې «هر اړخيزي» پلټنې پېل کړي دي. پوليسو ويلي چي د سوځېدونکي کمپ دباندي ګڼ شمېر داسي کسان هم راټول سوي ول، چي ښايي بعضي پکښي په شرابو نشه ول. ويل سوي چي دغو نندارچيانو د سوځېدونکي کمپ پر لمبو د خوښۍ څرګندونه کوله.

پوليسو زياته کړې چي راټولو سوو کسانو د خوښي څرګندولو تر څنګ «غېرمناسبي خبري» هم کولې. پوليس وايي چي د دغې سيمي د درو کسانو پر ضد يې تحقيقات پېل کړي، ولي چي ورباندي تور دی چي د اور وژونکي ډلې په کار کي يې لوی خنډ رامنځ ته کړی ؤ.

د وروستيو معلوماتو له مخي د اور لګېدنې په دغه پېښه کي څوک ژوبل سوی نه دی. دغه ودانۍ تر مخه د هوټل په توګه استعمالېدله چي وروسته پلان جوړ سو چي پکښي پناه غوښتونکو ته به ځای پکښي ورکول سي. د اورلګېدني پر وخت ودانۍ خالي وه.