1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پارلمان کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث

ډي پي اې/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۴, پنجشنبه

په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ۱۲ کلن ماموریت وروسته، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه یو څو اړخیزبیلانس وړاندې کړ. خو هغه وویل چې په ۲۰۰۲م کال کې د پیل شوي ماموریت پر وخت موجودې ټولې هیلې نه دي پوره شوي.

https://p.dw.com/p/1B8DY
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایرانځور: Getty Images

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د پنجشنبې په ورځ د آلمان پارلمان یا بوندستاگ غونډې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت په اړه یو څو اړخیز بېلانس وړاندې کړ. هغه په خپلو خبرو کې وویل: «افغانستان اوس هیڅکله د ټولۍ نړۍ له پاره د اسلامپاله ترهگرو یو روزونکی هیواد نه دی.» هغه یادونه وکړه چې د ښوونځیو او بنسټیزو جوړښتونو، د ښځو او نجونو او همداشان د روغتیایي خدماتو په برخه کې ډیر پرمختگونه شوي دي. هغه زیاته کړه: «له دغو لاس ته راوړنو څخه باید دفاع وشي او د دې تر شا باید موږ ودریږو.»

د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د آلمان د پوځ د وروستي ماموریت د تمدید او د افغانستان د وضعیت په اړه د آلمان د حکومت د پرمختگ د رپوټ پر سر بحث وکړ. په پارلمان کې د کیڼ اړخه فرکسیون مشر گریگور گیزي، په افغانستان کې ماموریت د یوه «ناورین» په توگه عنوان کړ. هغه وویل چې ده انتظار درلود چې شتاین مایر به له افغانان او خپلو سرتیرو څخه بخښنه وغواړي. گیزي د آلمان د پوځي ماموریتونو د ردولو پر خپل اساسي دریځ باندې ټینگار وکړ او زیاته یې کړه: « دغه جنون ته باید بالاخره د پای ټکی کیښودل شي.»

گریگور گیزي
گریگور گیزيانځور: Getty Images

د زرغون گوند سیاستوال یورگن تریتن وویل چې ناټو په افغانستان کې تر یوې اندازې پوره ناکامه ده. خو هغه وویل چې د یوې پوځي مداخلې په ترڅ کې د طالبانو د رژیم رانسکورل سم کار وو. هغه زیاته کړه: «سړی باید دواړه حقیقتونه په پام کې ونیسي.»

په اوسني وخت کې د آلمان ۳۱۰۰ سرتیري په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي. په پام کې ده چې سر له ۲۰۱۵م کال څخه به د ناټو پوځي ماموریت په یوه روزنیز ماموریت واوړي، چې پکښې به د آلمان ۸۰۰ تنه سرتیري هم ونډه ولري. دا چې دغه ماموریت به په رښتیا هم پیل شي، لا تر اوسه روښانه نه ده. د دغه کار له پاره شرط د افغانستان او متحده ایالاتو د حکومتونو تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کول دي.

یورگن تریتن
یورگن تریتنانځور: picture-alliance/dpa

شتاین مایر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزي ده ته ډاډ ورکړی دی چې «افغانستان به دغه تړون لاسلیک کړي، خو په دې اړه یې کوم وخت نه دی په گوته کړی.»

گیزي د ماموریت د ناکامۍ د ارزونې له پاره دا خبره د ثبوت په توگه وړاندې کړه چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ افغان کارکوونکي آلمان ته راوستل کیږي، تر څو هغوی د طالبانو د غچ اخیستنې له اقداماتو څخه وژغورل شي. د هغه په وینا دا ځکه چې هغوی د اشغالگرو د مرسته کوونکو په توکه پیژندل شوي دي.

په افغانستان کې د آلمان د پوځ جنگي ماموریت د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په میاشت کې پای ته رسیږي. تر اوسه پورې په دغه ماموریت کې د آلمان ۵۵ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.