1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پارلمان کې د برلین د دیوال د نړیدو یادون

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۶, جمعه

د آلمان فدرالې شورا یا «بوندیستگ» په خپلې یو ځانگړې غونډه کې د ۱۹۸۹ کال د نومبر په نهمه نیټه د برلین دیوال د ړنگیدو ۲۵ کالیزه ولمانځله. په دې ناسته کې د دې پیښې پر ارزښت او څرنگوالي خبرې وشوې.

https://p.dw.com/p/1Dj2X
انځور: Reuters/F. Bensch

دیوال ورک شو، له دغې لنډې خو نه ساده جملې سره د آلمان د فدرالې شورا رئیس نوربرت لمرت، د برلین د دیوال د ړنگیدو د کالیزی په مناسبت ځانگړې غونډه پرانیسته. د هغه له پاره د ۱۹۸۹ کال د نومبر د نهمې پر لسمې نیټه د آلمان د تاریخ له ډیرو مشهورو ورځو څخه شمیرل کیږي. لمرت روښانه کړه: «له دغې نیټې سره د سوله ییز انقلاب د یادون تر څنگ د ۱۹۳۸ کال د ماتو شویو شیشو شپې یادون تړلی دی.»

د ماتو شویو شیشو شپه هغه یو تاریخ دی چی په آلمان کې د نازي رژیم د یهودیانو د کورونو او تاسیساتو پر ضد د بریدونو بندوبست وکړ.

د برلین د دیوال د د قربانیانو یادون

په عین وخت کې هغه د آلمان د هغه وخت د دوو جلا دولتونو د پولې په اوږدو کې د وژل شویو کسانو یادون وکړ. د فدارلې شورا رئیس لمرت، وویل چې آن په ۱۹۸۹ کال کې هم درې انسانان د «آلمان دیموکراتیک جمهوریت» یا DDR څخه د تیښتې په وخت کې ووژل شول. هغه زیاته کړه چې په ۱۹۶۱ کال کې د دغه دیوال تر جوړیدو پورې ۳،۱ میلیون خلک له DDR څخه ووتل.

لمرت د یو گڼ شمیر ولسي غورځنگو ستاینه وکړه چې د ۱۹۸۹ کال په دوبي کې جوړ شول او د نورو هڅو سر بیره د DDR د واکنمې مشري پر ضد د خلکو د سترو احتجاجونو بندو بست یې وکړ او له دی شعار سره چې «موږ دلته پاتې کیږو» یې پر نوموړي رژیم باندی فشار زیات کړ.

هغه زیاته کړه چې د دغو غورځنگونو څخه پرته د ۱۹۸۹ کال د نومبر نهم تاریخ نه پیيښده. د آلمان د پارلمان رئیس زیاته کړه چې البته د برلین د دیوال ړنگیدل «یو معجزه نه وه، بلکه هغه د آلمان په تاریخ کې د یو بی مثاله سوله ییزه انقلاب نتیجه وه.»

لمرت وویل: «موږ ته ډيری وخت داسی ښکاریده چې گواکې آلمان په هغه وخت کې نړۍ ته بدلون ورکړ. خو په ۱۹۸۹ کال کې په ډيرو ځایونو کې موازي نورې د حیرانتیا وړ پیښې او بدلونونه رامنځ ته شول چې یو له بل سره ېې تړاو درلود او یو بل باندې یې اغیزه وکړه.»

د DRR د رژیم د واکمن گوند SED پر بقایاو نیوکه

د برلین د دیوال د ړنگیدو د ۲۵ کالیزی په مناسبت د پارلمان ځانگړی غونډې ته د آلمان مشهور ترانه جوړنکی ولف بیرمن، هم بلل شوی وو چې په غونډه کې موسیقي وغږوي.

بیرمن اصلا له پخواڼي «دیموکراتیک آلمان» څخه وو خو بیرمن چې اوس ۷۷ کاله عمر لری په ۱۹۷۶ کال کې د هغه وخت د لویدیځ آلمان د کولون ښار کې د پخواني ختیځ المان د رژیم پر ضد د انتقادي کنسرت ورکولو سره د خپل هیواد له تابعیت څخه وایستل شو. د آلمان له یوووالي څخه وروسته هغه تل د کیڼ اړخي گوند چې د پخواني دیموکراتیک آلمان د «سوسیالستی یوووالي» نومي گوند څخه سر راپورته شوی دی، نیوکې کړي دي. کیڼ گوند په اوسني پارلمان کې یو شمیر استازي لري.

بیرمن د غونډي د پرتوکل پر خلاف چی یواځې موسیقی به غږوی او وینا به نه کوی، په ناڅاپی توگه د موسیقی له غږولو څخه مخکی د پارلمان کیڼ اړخو ته په اشارې سره وویل: «زه پوهیږم، هغه کسان چې دلته ځانونه کیڼ اړخي گڼي، کیڼ اړخي نه دي. هغوی ښی اړخي هم نه دي بلکه هغوی مرتجعین دي. دا د هغې یوی بدمرغې بقایا دي چې له نیکه مرغه نور زیات وجود نه لري.»

له هغې وروسته هغه د «زړورتیا» په نامه خپله یوه مشهور ترانه وغږوله چې د پخواني ختیځ آلمان د اپوزیسیون ډيره خوښیدله. د پخواني ختیځ آلمان رژیم د برلین دیوال په ۱۹۶۱ کال جوړ کړ ترڅو لویدیځ ته د خلکو د یوی سترې برخې د تیښتو مخه ونیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب