1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پوځ کي مسلمانانو ته د ملا امامانو غوښتنه

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

د آلمان په پوځ کې کابو ۲۰۰۰ مسلمانان هم شامل دي چې دوی ته د خوړو مقررات او د لمانځه د وختونو مسئله ډيره مهمه ده. د کارپوهانو په آند د آلمان پوځ د عيسوي روحانيانو ترڅنگ ملا امامانو ته هم اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/2tS14

که څه هم چې د آلمان په پوځ کې شامل ټول مسلمان عسکر ډير پابند نه دي، خو ښايي زياتره یې يو څه روحاني مرستې ته اړتيا ولري. دا څرگندونې دينې ټولنپوه رؤف جيلان کوي. نوموړی د اوسنابروک پوهنتون د الهياتو انستيتويت مشر دی. دی وايي چې د آلمان پوځ ملا امامانو ته ضرورت لري. جيلان زياتوي: «مسلمان پوځي ملايان بايد دمخه لا استخدام شوي وای. موږ دوی ته په پوځ کې اړتيا لرو. هماغه شان لکه موږ چې اوس مسلمانو  پوليسو، په روغتونو کې مسلمان پرسونال او يا په زندانانو کې ملايانو ته اړتيا لرو.»

جيلان همدا راز غوښتنه کوي چې د خوړو د مقرراتو او د لمانځه د وختونو په اړه، چې هر وخت او په هر ځای کې نه عملي کيږي، مسلمان عسکر بايد د يوه امام څخه مشوره وغوښتلای شي او خپل مشکل ورسره شريک کړای شي. د هغه په آند دا خبره د روژې د مياشتې له پاره هم صدق کوي.

د مرکزي ادغام د سياست اغيز

د رؤف جيلان په خبره دا يو طبيعې امر دی چې يوه ټولنه چې اوسمهال پکښې تقريباً ۵ ميليونه مسلمانان اوسي، وار په وار په پوځ کې هم د هغوی عقيدې ته ځای ورکړي او هلته یې استازيتوب وشي. جيلان دا دليل چې دولت د مسلمانانو له اړخه کوم مرکزي ارتباطي شخص يا مرجعه نه لري، نه مني. د نوموړي په آند په نورو برخو، د بيلگې په توگه د ديني درس او يا د پوهتونونو په برخه کې د مسلمانانو له مشورتي جرگه گيو سره ښې تجربې شوي دي. په دغو شوراگانو کې د زياتره ټولنو استازي موجود وي.

Islamismus in der Bundeswehr, Nariman Reinke, stellvertretende Vorsitzende des Vereins Deutscher Soldat e.V.
ناريمان رايکه د آلمان د پوځ يوه مسلمانه عسکره دهانځور: picture-alliance/dpa/S.Prautsch

له هغه وروسته چې تيره اوونۍ ناريمان راينکه چې يوه مسلمانه ده او له ۱۳ کالو راهيسې د آلمان په پوځ کې دنده لري، د «ويلت آنلاين» مجلې ته ويلي ول چې دا په پوځ کې د عیسوي روحانيانو ترڅنگ د پوځي امامانو د شتون هيله لري، په پوځ کې د مسلمانانو له پاره د ملايانو د شتون غږونه پورته شوي دي.

په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا هم شکايت لري چې له کلونو راهيسې په دې مورد کې کوم پرمختگ نه دی شوی. د آلمان د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ايمان مايزيک، د «Neuen Osnabrücker Zeitung » ته ويلي دي چې دا د شرم ځای دی چې تر څو کلونو بحثونو وروسته هم تر اوسه په پوځ کې امامان نه دي استخدام شوي. ده زياته کړه چې سياستوال تل بيوروکراسي د خنډ په توگه يادوي. د نوموړي خبره پوځ د يوه هيواد ټولنه منعکسوي. پوځي امامان به ښايي د ادغام د سياست له پاره هم يو ډير پياوړی سگنال وي او مثبت اغيز به ولري.

د ورځپانې د رپوټ په حواله د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون دېرلاين، څو کاله تر مخه لا اعلان کړی وو چې په پوځ کې د امامانو د اړتيا ارزونه وکړي او دا چې د هغوی کار څرنگه تنظميدلای شي.

«ناهيلي پر خپريدو ده»

د پوځ له پاره د آلمان د پارلمان ځانگړي استازي هنس پيتر بارتلز په دې وروستيو کې  په خپل کلني رپوت کې د آلمان پر پوځ د عدم فعاليت له کبله نيوکې وکړې. په رپوټ کې ويل شوي: «له شپږو کالو راهیسې د پلټنو رواني بې پايلې پروسې ناهيلي خپره کړې ده.» د بارتلز په خبره د آلماني عسکرو له پاره د پوځ د کاتوليک او پروتستانت کشيشانو د خدماتو برخه «کومه ايديالوژيکي موسسه» نه ده.

ده وويل چې د اتريش په پوځ کې دمگړۍ دوه ملا امامان په کار بوخت دي. نه يوازې په اتريش، بلکې امريکا متحدو ايالاتو، فرانسې او د هالند پوځ هم پوځي ملا امامان لري.

Sam/djo(AFP,epd,kann) (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: