1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په کليساوو کي ډېر پناه اخيستونکي افغانان دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

په آلمان کي نوي شمېرې ښيي چي د دغه هيواد په کليساوو کي په ۲۰۱۴م کال کي ډېر پناه اخيستونکي افغانان، چينايان او ايرانيان دي. د دغو مهاجرو د اکثرو پناه غوښتنه منل سوې او په آلمان کي د اقامت اجازه ورکړل سوې ده.

https://p.dw.com/p/1FKBL
انځور: picture-alliance/dpa/H. Tittel

په آلمان کي د نوو خپرو سوو شمېرو له مخي هغو مهاجرو چي په ۲۰۱۴م کال کي په آلمان کي کليساوو ته پناه وروړې ده، تقريباً د ټولو غوښتنه منل سوې او په دغه هيواد کي په اقامت بريالي سوي دي.

د دغو شمېرو له مخي په ۲۰۱۴م کال کي د آلمان د کليساوو له خوا د دغه هيواد د مهاجرو ادارې ته له وړاندي سوو ۲۱۲ کسانو ئې د ۲۰۶ د پناه غوښتنه منل سوې، او په اصطلاح «تحمل سوی» اقامت ورکړل سوی دئ.

په ۲۰۱۴م کال کي په ټوله ييزه توگه د آلمان په کليساوو کي د پناه غوښتني ۴۳۰ پيښي ثبت سوې دي. په دغه کال کي ۷۸۸ کسانو په کليساوو کي د پناه غوښتنه کړې ده چي ۳۷۸ ئې کوچنيان دي.

د خپرو سوو رسمي اطلاعاتو له مخي په کليساوو کي د منلو سوو مهاجرو ډېره برخه افغانان (۱۳۹ کسان)، چينايان (۱۳۰ کسان) او يرانيان (۱۱۵ کسان) دي.

د آلمان په کليساوو کي مهاجرو ته د پناه ورکولو سياست ۳۱ کاله کيږي. تقريباً ټول هغه کسان چي په کليساوو کي پناه اخلي، له دغه هيواد څخه د ايستلو له خطره خلاص وي. د دغو کسانو نزدې ۹۰ سلنه په آلمان کي د اقامت اجازه ترلاسه کوي.

له آلمان څخه د ايستلو خطر

اوس نزدې ۵۰۰ کسان چي په کليساوو کي ئې پناه اخيستې ده د «دابلين ۳» قانون له مخي د ايستلو له خطر سره مخامخ دي. دغه قانون چي د ۲۰۱۳م کال له جنورۍ مياشتي راهيسي رامنځ ته سوی دئ، دا ټاکي چي يو پناه غوښتونکي له کوم هيواد څخه آلمان ته رسېدلی دی.

د بېلگې په توگه که يو څوک د يوه بل اروپايي هيواد په وېزه آلمان ته راغلی وي او دلته د پناه غوښتنه وکړي، هغه بيرته هغه هيواد ته سپارل کيږي.

دغه راز د دغه قانون له مخي هر هغه چا چي يوه بل اروپايي هيواد ته هغه که د مځکي له لاري وي يا د هوا ځان رسولی وي او هلته ئې د پناه غوښتنه کړې وي او وروسته ئې بيا په آلمان کي وکړي، هم ئې پناه غوښتنه نه منل کيږي او بيرته هغه هيواد ته لېږل کيږي.

اوس په آلمان کي د حکومت او کليساوو ترمنځ د پناه غوښتنونکو په اړه سخت جنجال روان دئ. په دې وروستيو کي د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني وزارت د کليساوو له استازو سره دې موافقې ته رسېدلي دي چي تر دې وروسته د کليساوو له خوا د پناه ورکولو پر غوښتنليکونو باندي ژر غور وسي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير څه موده دمخه د کليساوو چارواکي په دې تورن کړل چي د دابلين ۳ قانون په پام کي نه نيسي. هغه ويلي دي چي پناه غوښتونکي تر هغه وخت ډېر په کليساوو کي پاتيږي چي قانون ټاکلی دئ.

د دغه قانو له مخي هغه پناه غوښتونکي چي د يوه بل اروپايي هيواد په ويزه او يا هلته ئې پناه غوښتنه ورکړې وي او نه يي منل سوې بيا آلمان ته راسي په دغه هيواد کي د پاتيدو يو ټاکلی وخت لري. تر دغه وخت وروسته پناه غوښتونکی بيرته هغه هيواد ته سپارل کيږي چي ورڅخه راغلی وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب