1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوهنتونونو ته د بهرنيانو تقاضا ډيره شوې

۱۳۹۶ مرداد ۶, جمعه

د تیر یو نیم کال په پرتله اوس د آلمان په پوهنتونونو کې د بهرنيانو داخله ډېره شوې. دغه څرګندونې په آلمان کې د «یوني اسیست» په نامه د پوهنتونونو د خدمتونو د یوې ادارې د معلوماتو له مخې شوي.

https://p.dw.com/p/2hGNP
Ausländische Studierende in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/C.Charisius

د آلمان د اکاډمیکو زده کړو له موسسې څخه جان کیرشنر رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې شاوخوا ۲۱ زره او ۴۳۳ تنو بهرنيانو د آلمان د لوړو زده کړو له پاره تقاضا کړې چې دغه شمیر د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېرښت ښيي. په دې کې تر ټولو ډېر د سوریې وګړي دي. تر دې مخکې د آلمان په پوهنتونونو کې تر ټولو ډېر چینايانو د لوړو زده کړو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶م کال په اوړي کې۱۲۸۰ تنو سوریايي مهاجرو د لوړو زدو کړو په مؤسسو کې د نوم لیکنې غوښتنه کړې وه او په روان کال کې دغه شمیر بیا ۳۴۴۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د آلمان په پوهنتونونو کې د افغان مهاجرو د داخلې غوښتنه هم ډيره شوې ده. په ۲۰۱۶م کال کې یوازي ۸۷ کسانو د لوړو زده کړو له پاره نوم لیکنه کړې وه خو دغه شمیر په روان کال کې ۲۱۱ کسانو ته لوړ شوی دی.

له ۲۰۱۵م کال راهیسې هغه وخت چې آلمان ته تر یو میلیون زیات مهاجر را ورسیدل، ډیر یې د سوریې او افغانستان مهاجر ول.

څوک په آلمان کې د دوکتورا او ماسټرۍ بورسونه ترلاسه کوي؟

په دې ترڅ کې د مراکش مهاجرو هم په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو غوښتنه زياته شوې ده. تیرکال او د اوړي په سمستر کې شاوخوا ۶۶۶ مراکشيانو د لوړو زده کړو له پاره تقاضا کړې وه چې دغه شمیر اوسمهال ۱۲۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی. د ترکانو شمیر هم کابو دوه برابره لوړ شوی دی.

دغه معلومات د «یوني اسیست» په نامه یوه سازمان وړاندې کړي. دغه سازمان د آلمان په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو په برخه کې د بهرنيانو یا مهاجرو د نوم لیکنې لړۍ پرمخ بیايي.

دغه سازمان د لوړو زده کړو له پاره غوښتنلیکونه ارزوي او بیا پر شرایطو برابر کسان پوهنتونونو ته معرفي کوي. دغه سازمان تر ډیره په آلمان کې بهرني اتباعو او مهاجرو ته ډیر ازښت لري، ځکه په آلمان کې د مهاجرو تحصیلي اسناد باید په رسميت وپیژندل شي کوم چې د آلمان د پوهنتونونو له پاره تر ټولو مهم شرط ګڼل کیږي.

زموږ له ارشيف څخه: