1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ په افغانستان کې پاتې کیږي

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

څرنگه چې په مزارشریف کې د آلمان پر قونسلگرۍ باندې د طالبانو برید وښودله په افغانستان کې امنیتي وضعیت ناخوال دی. په همدې وجه آلمان به د افغانستان د پوځ او پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکړي

https://p.dw.com/p/2SnGH
Afghanistan Bundeswehrsoldatin
انځور: picture-alliance/JOKER/T. Vog

د آلمان حکومت غواړي چې په افغانستان کې د دې هیواد پوځي ماموریت یو ځل بیا یو کال تمدید کړای شي، یعنی د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې. په دې اړه په برلین کې د حکومت کابینې د پارلمان په نامه د  یو غوښتلیک پریکړه وکړه. په غوښتلیک کې د پخوا په څير د دغه ماموریت په چوکاټ کې  په اعظمي توگه د ۹۸۰ آلماني سرتیرو د پاتې کیدو خبره شوې ده. دغه غوښتنه باید د آلمان د پارلمان له خوا هم منظوره شي، هغه څه چې په پارلمان کې د حکومت ائتلافي  گوندونو د اکثریت په پام کې نیولو سره یقیني ښکاري. 

د ناتو «قاطع ملاتړ» ماموریت

د آلمان پوځ په افغانستان کې د ناتو « قاطع  ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان امنیتی ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي. په ټولیزه توگه د ناتو ۱۲۰۰۰ پوځیان په دغه هیواد کې مستقر دي.  وروسته له امریکا متحده ایالاتو څخه آلمان او ایتالیا هغه هیوادونه دي چې تر ټولو زیات سرتیري لري.  ناتو په ۲۰۱۴ کال کې خپل جنگي ماموریت هلته پای ته ورساوه.

Afghanistan Explosion in der Nähe des deutschen Konsulatsbüros in Mazar-i-Sharif
انځور: Reuters/A. Usyan

په مزار شریف کې حمله

د دغه جنگي ماموریت له پای ته رسیدو سره په افغانستان کې امنتي وضعیت  وار په وار خراپ شوی دی.  طالب یاغیان د پرمختگ په حال کې دي. همدا تیره جمعه دغو افراطیونو په مزار شریف کې د آلمان پر قونسلگرۍ برید وکړ. په دغې حمله کې  څلور افغانان ووژل شول او څه د پاسه ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.  په حمله کې کوم آلماني ته  تاوان نه دی رسیدلی. د قونسلگرۍ  کارکونکي د ناتو د سرتیرو له خوا چې په هغو کې آلماني سرتیري هم شامل ول، وژغورل شول.

په نوموړې ورځ له حملې څخه وروسته آلماني سرتیرو دوه موټر سایکل چلونکي چې د برید ځای ته نژدې شوي ول، په ډزو سره ووژل، ځکه هغوی د دریدو د امر سیگنال او خبرداری مراعات نه کړ.

د مزارشریف له ځانمرگي برید څخه وروسته د کابل په شمال بگرام کې د امریکا متحده ایالاتو پر سترې پوځي اډې کې هم ځانمرگي برید وشو چې په نتیجه کې دوه امریکايي سرتیري او دوه امریکايی قراردادي کارکونکي ووژل شول.

د بیارغاونې لپاره لپاره په ملیاردو پیسې

د مزارشریف د ښار په څنډه کې په یوه پوځي اډه کې  څه ناڅه ۸۰۰ آلماني پوځیان مستقر دي.  کابو ۱۵۰ نورآلماني سرتیري په کابل کې  په پوځي دندو بوخت دي. دغه راز آلمان ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ کال پوری افغانستان سره د ۱،۷ ملیارد ایرو سره  د دغه هیواد په بیارغاونه کې مرسته وکړي.