1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان څلور کلن بهرني سياست ته لنډه کتنه

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

د آلمان د څلور کلن بهرني سياست لوړي او ژوري. په دغو تيرو څلورو کلونو کي آلمان په بهرني سياست کي ډيري لاسته راوړني لري. خو په دغه موده کي يو څه ستونزي هم وې.

https://p.dw.com/p/19c4B
German Chancellor Angela Merkel and Afghan President Hamid Karzai sign documents during a ceremony for a bilateral cooperation agreement at the chancellery in Berlin, May 16, 2012. REUTERS/Fabrizio Bensch (GERMANY - Tags: POLITICS)
OVERLAY Angela Merkel Hamid Karzai Unterzeichnung Freundschaftsvertragانځور: Reuters


۲۰۰۹
د بهرنيو چارو په وزارت کې بدلون: د سپتمبر د ۲۷ مې نېټې تر پارلماني انتخاباتو وروسته په برلین کې د مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال او ليبرال ديموکرات ګوندونو اييتلاف جوړيږي. د ليبرال ګوند مشر، ګيدو وېسترويله د بهرنيو چارو نوی وزير ټاکل کيږي. نوموړی اعلان کوي چې تر دې وروسته به هم د ګوند سياست او هم په کور دننه چارې مخ ته وړي.

۲۰۱۰
د امريکا متحده آيالاتو ته لومړی سفر: د آلمان لوموړۍ وزيره انګلا مېرکل د جنورۍ پر ۳مه نېټه امريکا ته سفر کوي او هلته له ولسمشر بارک اوباما سره ويني. د سفر مهم ټکی د متحده آيالاتو د کانګرس دواړو خونو ته د مېرکل وينا ده.

د افغانستان له پاره نوې ستراتيژي: په جنورۍ کې د آلمان حکومت د افغانستان له پاره نوې ستراتيژي وړاندي کوي چې بيا رغاونې ته مرکزي رول پکې ورکړل شوی دی. د طرحې نور مهم ټکي د منځلارو طالبانو ادغام او د پوليسو روزنه ده. د آلمان د پوځ شمېر دې همداراز ۵۰۰ سرتېري لوړ او۵۰۰۰ ته ورسيږي. يوازې لږه موده وروسته، په اپريل مياشت کې ۷ آلماني سرتېري په افغانستان کې وژل کيږي.

بهر ته يو ناندريز سفر: لاتينې امريکا ته په خپل لومړني سفر کې وېسترويله ارجنتاين، چيلي، اوروګوای او برازيل هېوادونو ته ولاړ. د ده په پلاوي کې ګڼ شمېر د اقتصاد استازي او د وېسترويله د ژوند ملګری او د سپورټ د چارو مېنيجر، ميشايل مرونڅ، هم سفر کوي. اپوزيسيون په وېسترويله باندې تور لګوي چې دی له سفر څخه په ګټې اخيستنې سره غواړي له مرونڅ سره مرسته وکړي تر څو هغه سوداګريزي اړيکي ټينګې کړي.

د آلمان او فليسطين همکاري: په برلين کې د می پر ۱۸مه نېټه په لومړي ځل د آلماني فليسطيني چارو د عيارولو هيئت راغونډيږي. هغه له ۲۰۰۸ کال راهيسې د تر سره کېدونکو آلماني اسرائيلي حکومتي خبرو اترو د توازن ساتلو د يوې غونډې په توګه هر کال راغوښتل کيږي.

بهر ته برخه ليک ټاکونکی سفر: د المان ولسمشر هورست کولر، د می پر ۲۱مه نېټه له چين څخه د بيا ستنېدو په حال کې په مزار شريف کې مېشتو آلماني سرتېرو ته ورځي. آلمان ته د الوتنې پر مهال نوموړی په يوه راډيويي مرکه کې څرګندوي چې آلمان بايد له خپلو اقتصادي منافعو څخه د اړتيا پر وخت په پوځي لحاظ هم دفاع وکړي. دغه مرکه په آلمان کې بې شمېره توند بحثونه راټوکوي چې د می پر ۳۱ مه نېټه کولر استعفا ورکوي.

اسرائيل ته د ولسمشر سفر: د جون په ۳۰ مه نوی ټاکل شوی ولسمشر کريستيان وولف د نومبر مياشتې په پای کې په لومړي ځل اسرائيلو ته سفر کوي. تر دې مخکې ولسمشر پولينډ، سويس، روسيې او ترکيې ته هم سفرونه کړي ول.

پوتين په برلين کې: د نومبر په ۲۶ مه د روسيې لومړی وزير، ولاديمير پوتين برلين ته سفر کوي. نوموړی مېرکل ته د اروپا او روسيې تر منځ د آزادي سوداګرۍ د يوې ساحې د جوړولو وړانديز کوي. مېرکل په اصل کې دغي مفکورې ته هر کلی وايي، خو د هغې د عملي کولو چټک امکان نه ويني.

۲۰۱۱
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې غړيتوب: په جنوري کې آلمان د دوو کلونو له پاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړيتوب تر لاسه کوي. د جولای پر ۱مه نېټه آلمان د نيم کال له پاره د ملګرو ملتونو د تر ټولو لوړي شورا مشري پر غاړه اخلي.

په عربي نړۍ کې تحولات: د جنورۍ پر ۱۴مه د تونس ولسمشر، زين العابدين بن علي د ولس د اوونيزو احتجاجونو په پايله کې استعفا ورکوي او په سعودي عربستان کې تبعيد ته ځي. لږه موده وروسته، د فبرورۍ پر ۱۱مه د مصر ولسمشر، حسني مبارک هم د پراخو لاريونونو په پايله کې استعفا ورکوي. د آلمان حکومت په ځنډ سره په عربي نړۍ کې د تر ډېر حده سوله يزو لاريونونو هر کلی کوي. د فبرورۍ په ۲۴مه وېسترويله قاهره ته سفر کوي چې د تحرير په ميدان کې ورته تود هر کلی ويل کيږي.

د امنيت په شورا کې د مستنکفې رايې استعمال

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د مارچ پر ۱۸مه په ليبيا کې د الوتنو د منع کېدو پر يوې ساحې باندي رايه اچونه تر سره کوي. په ليبيا کې د ولسمشر معمر القذافي پر ضد احتجاجونه په يوې خونړۍ کورنۍ جګړې باندي اوړي. آلمان د وېسترويله د دستور سره سم مسنکفه رايه استعمالوي چې په پايله کې په آلمان کې تند بحثونه راټوکيږي.

د ليبرال ګوند له مشرتابه څخه وتل: د ليبرال ګوند په ليکو کې هم د وېسترويله په اړه بحثونه صورت نيسي. ده ته په نظرپوښتنو کې د ګوند د محبوبيت د کمېدو مسئوليت ورکول کيږي. آسيا ته د خپل سفر څخه تر بيا ستنېدو وروسته، وېسترويله د اپريل پر ۴مه نېټه د ګوند د مشر په توګه استعفا ورکوي. د مرستيال لومړي وزير دنده هم دی پرېږدي.

د استوګنځايونو د سياست په اړه د نظر اختلافات: د اپريل پر ۷مه د اسرائيلو لومړی وزير، بېنيامين نېتانياهو برلين ته سفر کوي. نوموړی غواړي چې له مېرکل سره په خبرو کې هغه اختلافات هوار کړي چې د اسرائيلو له خوا د استوګنځايونو په جوړولو کې وجود لري.

د لومړۍ وزيرې له پاره د آزادۍ مډال: د جون په مياشت کې لومړۍ وزيره د امريکا متحده ايالاتو ته سفر کوي. په واشنګټن کې ورته ولسمشر بارک اوباما تر ټولو لوړه جايزه ورکوي، چې د آزادۍ مډال دی.

ليبيا ته سفر: د جون پر ۱۳مه وېسترويله او د پرمختيايي چارو وزير، ديرک نيبل ليبيا ته سفر کوي. په بنغازي کې وېسترويله د ياغيانو موقتي شورا د ليبيايي ولس د رسمي مشرتابه په توګه په رسميت پېژني. د جون پر ۲۷مه د هاګ جزايي محکمه د قذافي د نيولو امر صادروي، چې د سپتمبر پر ۹مه ورپسې لټون اعلانيږي. د اکتوبر پر ۲۰ نوموړی په تر اوسه ناڅرګندو شرايطو سره وژل کيږي.

د افريقا له پاره طرحه: د جون پر ۱۵مه کابينه د آلمان د حکومت د افريقا طرحه او کړنلاره اعلانوي. د دغې طرحې له مخې دې برابره همکاري پيل او له دغې لويې وچې سره اقتصادي راکړي ورکړي ته هم وده ورکړه شي.

د سعودي عربستان له پاره «لېوپارد» ډوله ټانکونه: په جولای کې دا خبره خپريږي چې د آلمان د امنيت شورا سعودي عربستان ته د ۲۰۰ لېوپارد ډوله ټانکونو صادرول منلي دي. له دې امله په عامه محضر او د آلمان په پارلمان کې تاوده بحثونه راټوکيږي. د سپتمبر پر ۹مه مېرکل په يوه وينا کې وايي چې آلمان بايد «هغو هېوادونو ته چې غواړي هلې ځلې وکړي، د هغو وړتيا هم ورکړي» چې په دې کې د وسلو صادرول هم په څرګند ډول شامل دي. يو کال وروسته مېرکل په يوه وينا کې زياته کړه چې آلمان سيمه يز قدرتونه په وسلو سمبالوي تر څو د آلمان د پوځ د بهرنيو ماموريتونو شمېر راکم کړي. دغه دريځ د «مېرکل کړنلاره» بلل کيږي.

۲۰۱۲
له چين سره اړيکي: د فبرورۍ په ۲مه نېټه انګلا مېرکل د چين ولسي جمهوريت ته سفر کوي. د چين له مشرتابه سره په خبرو کې د ايران په وړاندې په بنديزونو کې او د بشر د حقونو په مسايلو کې د نظر اختلافات څرګنديږي. په اپريل مياشت کې د چين لومړی وزير، وېن ژاباو آلمان ته سفر کوي او له مېرکل سره يو ځای د هانوور نندارتون پرانيزي. د هماغه کال په اګست مياشت کې لومړۍ وزيره له يو لوی اقتصادي پلاوي سره چين ته يو ځل بيا سفر کوي.

د چټکې ودې د هېوادونو طرحه: د فبرورۍ پر ۸مه نېټه وېسترويله د آلمان حکومت د بهرنۍ تګلارې نوې طرحه معرفي کوي، چې پکې د «لوبغاړو ځواکونو» په توګه له تعريف شويو ځواکونه لکه هند، برازيل، ملايزيا، ايندونيزيا او قزاقستان سره زياته همکاري راغلې ده. دا هغه هېوادونه دي چې د چټکې ودې په درشل کې دي.

ناندريز شعر: د اپريل پر ۴مه ليکوال او د نوبل د ادبياتو د جايزې خاوند، کونتر ګراس په آلماني او بهرنيو ورځپاڼو کې داسې يو شعر خپروي چې پر اسرائيلو باندي نيوکه پکې شوې ده. له دې کبله په رسنيو او عوامو کې تاوده بحثونه راټوکيږي، چې پر ګراس باندې له يهودانو سره د کينې تور لګول کيږي. ځينې خلک بيا هم د هغه له دريځه ملاتړ کوي.

پخوانۍ لومړۍ وزيره په زندان کې: د ۲۰۱۱ کال د اګست له مياشتې راهيسې بندۍ شوې اوکراينۍ لومړۍ وزيره، يوليا تيموشېنکو د اپريل پر ۲۰ مه نېټه د نه خوړلو اعتصاب کوي. هغه په دې ترتيب د بند د ناوړو شرايطو پر ضد احتجاج کوي. تر دې مخکې آلماني ډاکترانو دا معاينه کړې وه او د يوې «جدي ناروغۍ» تشخيص يې کړی وو. د آلمان حکومت وړانديز کړی وو چې د تيموشېنکو درملنه دې په آلمان کې وشي. د آلمان ولسمشر، يواخيم ګاوک په احتجاجي ډول اوکراين ته خپل سفر لغو کړ.

په اتن کې د مېرکل په وړاندې لاريونونه کيږي: د اکتوبر پر ۹مه لومړۍ وزيره مېرکل يونان ته سفر کوي. د يونان لومړی وزير، انتونيس سامراس او ولسمشر، کارولوس پاپولياس ورته هر کلی وايي. په ورته وخت کې د يونان د پلازمېنې په کوڅو کې د مېرکل پر ضد لاريونونه تر سره کيږي ځکه چې دې د سپما سياست د هغوی په خبره ورباندې تپلی دی.

د آلمان او روسيې تر منځ حکومتي خبري اتري: د نومبر د ۱۶مې نېټې له پاره د آلمان او روسيې تر منځ تر ټاکل شوې غونډي مخکي ستونزي ايجاديږي. د آلمان د حکومت د روسيې د چارو استازی، اندرياس شوکنهوف چې مسيحي ديموکرات ګوند پورې اړه لري، نيوکه کوي چې کريملين له زور زياتي او فشاره څخه کار اخلي. د آلمان پارلمان د يوه پرېکړه ليک له لارې د آلمان له حکومته غواړي چې له روسيې سره په خبرو اترو کې دې د حقوقي دولتوالۍ، بشري حقونو او ديموکراسۍ په څېر موضوعګاني هم يادې کړي.

له ترکيې سره د ناټو مرسته: د نومبر پر ۲۰ مه نېټه ترکيه له سوريې سره د ګډې پولې په اوږدو کې ملاتړ غواړي. په دسمبر مياشت کې د ناټو شورا پرېکړه کوي چې پاتريوت توغندي په ترکيه کې د سوريې پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي. آلمان هم په دغه ماموريت کې ونډه اخلي. د آلمان پارلمان د ۴۰۰ سرتېرو لېږلو ته د دسمبر مياشتې په ترڅ کې مثبته رايه ورکوي.

فليسطين ته څارونکی مقام ورکول کيږي: د نومبر پر ۲۹مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه فليسطين ته په ۱۳۸ مثبتو رايو سره له غړيتوب پرته د يو څارونکي په توګه مقام ورکوي. ولسمشر محمود عباس د فليسطين د زېږېدو د ورځي خبره کوي. آلمان د هغو ۴۱ هېوادونو په ډله کې راځي چې مستنکفه رايه ورکوي. په اصل کې د آلمان حکومت غوښتل چې منفي رايه ورکړي.

۲۰۱۳
د اليزې د تړون ۵۰ مه کليزه: د جنورۍ پر ۲۲ مه نېټه په برلين کې د اليزې تړون د لمانځنې په موخه د آلمان د پارلمان او د فرانسې د ملي شورا ګډه غونډه تر سره کيږي.

مرسي برلين ته سفر کوي: د جنورۍ پر ۳۰ مه د مصر نوی ټاکل شوی ولسمشر، محمد مرسي په خپل لومړي سفر کې برلين ته سفر کوي. په اخوان المسلمين پورې تړلی دغه سياستوال د ۲۰۱۲ کال په جون مياشت کې په مصر کې د لومړيو آزادو ټاکنو په پايله کې ولسمشر وټاکل شو. په آلمان کې ده ته تود هر کلی ونه شو.

د مالي ماموريت: د فبرورۍ پر ۱۹مه د آلمان کابينه پرېکړه کوي چې ۳۳۰ آلماني سرتېري دې مالي ته ولېږل شي. هغوی د مالي د ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي. سربېره پر دې به د آلمان پوځ ترانس آل نومي باروړونکې الوتکې د لويديځې افريقا د ECOWAS ځواکونو سرتېري هم د خپلو ماموريتونو سيمو ته وړي. د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه فرانسوي ځواکونو په مالي کې مداخله وکړه د دې له پاره چې د پرمختګ په حال کې اسلامپاله جنګيالي ودروي. د Serval په نوم عمليات د مالي د حکومت په غوښتنه تر سره کيږي چې ملګرو ملتونو هم ورته اجازه ورکړې ده. د مارچ پر ۲۲مه نېټه په مالي کې د آلمان پوځ روزنيز ماموريت شروع کيږي.

د امريکا متحده ايالاتو څخه مېلمه راځي: د امريکا د بهرنيو چارو نوی وزير، جان کېري د فبرورۍ پر ۲۵ مه نېټه بهر ته د خپل سفر په لړ کې آلمان ته هم ستنېږي. د يموکرات ګوند د ولسمشرۍ پخوانی نوموړی کانديد برلين له ماشومتوب راهيسې پېژني کله چې د ده پلار دوه کاله په دغه ښار کې خپل ماموريت مخ ته بېوه. د کېري تر ټولو مهم سياسي هدف دا دی چې په نزدې ختيځ کې ښکېل اړخونه يو ځل بيا د خبرو اترو مېز ته راولي.

د قطر له پاره ټانکونه: د آلمان کراوس مافاي نومی تسليحاتي شرکت د اپريل پر ۱۸مه نېټه اعلانوي چې د ۱،۸۹ ميليادو يورو په بيه مهمات به قطر ته ولېږي چې د لېوپارد 2A7+ ۶۲ عصري جنګي ټانکونه پکې هم شامل دي.

اوباما په برلين کې: د جون پر ۱۸ او ۱۹مه نېټه د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د خپلې کاري دورې په اوږدو کې په لومړي ځل برلين ته سفر کوي. دغه سفر د هغو معلوماتو تر سيوري لاندي راځي چې له مخې يې د امريکا د ملي امنيت ادراې NSA د آلمان اتباع په پراخه پيمانه څارلي دي. اوباما څرګندوي چې دغه کار له ترهګرۍ سره د مبارزې په چوکاټ کې تر سره کيږي او په دې کې يې مرسته کړې ده چې په آلمان کې به هم د بېلابېلو بريدونو مخه ونيوله شي.