1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ږغ پخوانی همکار احمدشاه باوري په حق ورسید

حاجره حرکت۱۳۹۲ بهمن ۲۷, یکشنبه

د دویچه ویله پخوانی همکار ژورنالیست، احمدشاه باوري په ۷۷ کلنۍ له دې دُنیا سره مخه ښه وکړه. باوري په آلمان کې د ژورنالیزم لوړي زده کړي کړې وې او د دويچه ویله د پښتو خپرونې له لومړیو همکارانو څخه ؤ.

https://p.dw.com/p/1B9vG
انځور: privat

احمدشاه باوري په آلمان کي له ډيري مودې راهيسي ژوند کاوه. د ډیرو نورو افغانانو په څېر د باوري د ژوند زیاته برخه هم په جلاوېني کی تیره شوه. خو د نوموړي فکر او خیال تل له خپل ولس سره وو او هیڅکله یې خپل خلک او خپل وطن هیر نه کړل.

د افغانستان د ملي تلويزون رئيس زرین انځور وايي چي د باوری مړینه د افغانستان د ژورنالستانو لپاره یوه ضایعه ګني: «ارواح ښاد احمدشاه باوري د افغانستان د ډيرو پخوانیو ژورنالیستانو څخه وو، هغه د ژورنالیزم په برخه کي په افغانستان کي ډير کار کړی دی.»

احمد شاه باوري د دويچه ویله د پښتو د څانګی آزاد همکار ؤ. هغه افغان او آلمانی دوستان درلودل او تل یې د خپلي ملګرتیا پالنه کوله. هغه د آلمان غږ رادیو سره په یوه مرکه کي په المان کي د خپل ژوند او د اوسیدلو خاطرو ته داسی ګوته نيولې وه:« له ديرشو کالو راپه دې خوا له المانیانو سره زموږ تماس په ډير ښه سلوک او متقابل احترام باندي روان دی. دلته له دې ژوند څخه موږ ډير خوشاله یو او الماني دوستانو له موږ سره له هیڅ ډول کمک څخه دريغ نه دی کړی.»

احمدشاه باوری په کال ۱۹۳۷م د می په مياشت کي د ننګرهار ولایت په شاهي کوټ کي زیږیدلی وو. د ښوونځي له پای ته رسولو څخه وروسته، د کابل په پوهنتون کی د پښتو ژبي په ادبياتو کی تحصيل کړی، چې ډير کلونه یې په کابل راډیو کی د ژورناليست په توګه دنده ترسره کړې وه.

وروسته په کال ۱۹۶۸م کی د ژورناليزم په رشته کي تحصيل له پاره المان ته راغی. دلته یې د تحصيل په وخت کی په۱۹۶۹م کال کي د المان غږ رادیو د پښتو ژبي د پروګرام د پيل کولوپه بنست ایښودولو کي فعاله ونډه لرله.

ښاغلي انځور دویچه ویله ته په یوه مرکه کی وویل چي د هغه ښه په یاد دي چي باوري څومره د افغانستان او د هغه د خلکو د تیرو لسیزو له ناورین څخه رنځ وړ: «احمد شاه باوري يو مینه ناک او د ښه زړه خاوند انسان وو. د ده تل خپل ولس په ياد وو او افغانستان د غمیزي په کلونو کي د خلکو په درد دردمند او د هغوی په غم کي تل له سترګو اوښکي بهېدې.»

ډاکټر ماخان شینواری هم چي په المان کي اوسیږي، د احمد شاه باوري د هغې میني یادونه کوي چې د خپل هیواد له ادب او کلتور سره یې درلوده: « احمد شاه باوري یو تکړه او وتلی ژورنالیست وو او له کلتور سره یې پوره مینه درلوده. دلته په المان کي د افغانستان د خلکو له پاره هري سیاسي او کلتوري هلې ځلې چي شوې ده په کي فعاله ونډه يې درلوده.»

په وروستیو میاشتو کي باوري له آلمان څخه پیښور ته ولاړ ترڅو هلته له خپلو خپلوانو او دوستانو سره له نژدې وګوري. خو د اجل تقدیر دا ؤ چی هغه بیرته آلمان ته ستون نه شي. د احمد شاه باوري د کورنۍ د غړو د وینا له مخي، هغه د ۷۷ کالو په عمر د فبرورۍ په ۸مه نېټه په پيښور کی د زړه د ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې او په همدې ورځ د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په قلعه شاهي کي خپله پلرنۍ ادیره کي خاورو ته وسپارل شو.