1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آمو درياب د نفتو د استخراج قرارداد چينايانو تر لاسه کړی

۱۳۹۰ دی ۵, دوشنبه

افغان حکومت اعلام کړی دئ، چي غواړي د آمو د ساحې د نفتو د اکتشاف او استخراج قرارداد د چين هيواد سره لاسليک کړي. په پام کي ده چي د نفتو د تصفيې يوه کارخانه هم جوړه سي.

https://p.dw.com/p/13ZU7
د نفتو د استخراج يوه کمپنۍ
د نفتو د استخراج يوه کمپنۍانځور: picture alliance / Tong jiang - Imaginechina

د افغانستان د کانونو وزارت د اټکل له مخي د دغه هيواد د آمو درياب په سيمه کي ۸۷ ميليونه بيرله نفت موجود دي.

د افغانستان وزيرانو شورا د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر ۶) پريکړه کړې، چي د چين هيواد د نفتو ملي شرکت دي افغان دولت ته ۱۵ فيصده حق الامتياز او ۲۰فيصده ماليه ورکړي.

د افغانستان د جمهوري رياست څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي:«ددې قرارداد له مخي به د چين هيواد د نفتو ملي شرکت د يو افغان شرکت(وطن گروپ) سره د سرپل او فاريان ولايتونو په قشقاري، بازار کمي او زمرد ځای سيمو کي د نفتو اکتشاف او استخراج وکړي.»

ددې اعلاميې له مخي د افغانستان دولت به د آمو دريا له سيمي په سلو کي ۷۵ فيصده نفت ترلاسه کړي.

په اعلاميه کي راغلي دي، چي دا په افغانستان کي د نفتو د اکتشاف او استخراج په برخه کي لومړی قرارداد دئ، چي له مخي به يې د نفتو د تصفيې يوه کارخانه په افغانستان کي جوړيږي.

د کانونو وزارت ويلي دي، چي د معتبرو نړيوالو سازمانونو د مطالعاتو له مخي افغانستان د گازو او نفتو پر ۶ سترو حوزو ويشل سوی دئ.

دغه سیمي د آمور درياب، افغان- تاجيک ، کشکه، هرات ولايت، کټواز او هلمند ولايت دي.

چين هيواد دغه راز په افغانستان کي اوس مهال په لوگر ولايت کي د ميس عينک د استخراج چاري هم پرغاړه لري.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل