1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آنا پوليتکوسکايا د تورونو قاتلينو محکمه به علني وي

۱۳۸۷ آبان ۲۸, سه‌شنبه

روسۍ ژورناليسته آنا پوليتکوسکايا چي تر ډيره ځايه په روسيه کي د بيان د آزادۍ لپاره هلي ځلي کولې دوه کاله د مخه د خپل کور په دروازه کي د نامعلومو کسانو لخوا وويشل سوه

https://p.dw.com/p/FxE7
روسۍ ژورناليسته آنا پوليتکوسکايا
روسۍ ژورناليسته آنا پوليتکوسکاياانځور: picture-alliance / dpa

په مسکو کي د محاکمې د پيل څخه تقريباً دوه ساعته وروسته د مسکو د نظامي محکمې وياند د رسنيوته راڅرګند سواو اعلام يې وکړی:« محکمې د څارنوالۍ پر غوښتني چي بايد محکمه علني دايره نسي، غور وکي.د دواړو خواوو نظرونه واوريدل سول، او محکمې پريکړه وکړه چي د څارنوالۍ غوښتنه رد کي. دغه محکمه به علني او ښکاره دايره سي .»

د آنا پوليتکوفسکايا د کورنۍ غړو، او ددې د اخبار- نووايا ګزيتا- پخوانيو ملګرو د محکمې علني دايريدل غوښتي وه. ددغي ورځپاڼي مشر دميتري موراتوف د محکمې ددغه تصميم څخه رضاييت ښکاره کۍ.ده وويل :« زه هغه ته زموږ کاميابي نه وايم. خبره په دې کښي نه ده چي څوک کاميابه او څوک ندی. زه فکرکوم په محکمه کي د ورغلو ژورنالسټانوتعداد، د بيان د آزادۍ ددفاع د مؤسسې د رييس او د روسيې د بشر د حقوقو د نماينده ورتګ د محکمې سره دا مرسته وکړه، چي محکمه علني دايره سي.يوه علني محکمه نسبت غير علني ته هميشه عيني جنبه لري .»

د آنا پوليتکوفسکايا د وژلو په اړه بايد درې متهم کسان جواب ووايي:يو د مسکو د جنايي پوليسو مامور او دوه چيچنيايي وروڼه جبراييل او ابراهيم محمدوف.

د استخباراتي ادارې څخه يوه څلرم تن بايد د آنا پوليتکوفسکايا په باب معلومات ورکړي وي.پر ده باندي د وظيفې څخه د سوء استفادې له کبله تور لګيدلی دی.

دده د خاطره محاکمې هم په نظامي محکمه کي جريان پيدا کړی دی.همدا دده د خاطره څارنوالۍ د پټي محاکمې غوښتنه کړې وه. پدې دليل چي کيدای سي د استخباراتو دکارکونکو په باب معلومات دباندي ووزي. حتی د تورنو کسانو مدافع وکيل مراد موسی يف هم د علني محکمې غوښتنه کړې وه.ده وويل :« موږ غواړو ټوله نړۍ دا وګوري،چي د هغوی دعوه بې مانا ده. د تورنو کسانو په مقابل کي هيڅ ډول اسناد او شواهد وجود نلري »

کله چي يو تورن جبراييل محمدوف د محکمې څخه بيول کيدۍ.نو ده وويل چي،«موږ د يوې حقيقي محاکمې انتظار لرو» د ويديو د لاري د آنا پوليتکوفسکايا پيژندل سوی قاتل روستم محمدوف لا تر اوسه ندی پيداسوی.په ده پسي نړيوال تعقيب شروع دی.خو ناظرين په دې عقيده دي چي تر اوسه پوري محقيقين پر دې ندي بريالي سوي، چي د قتل د امر ورکونکي وپيژني.دوی پر دې شک لري، چي دا کار به اصلاً ممکنه سي.