1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آی فون نوی ماډل د بترۍ ستونزه لري

۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبه

د اپل د کمپنۍ مخکیني ګرځنده ټیلیفون آی فون څلور iPhone 4 د کم سګنال ستونزه درلوده خو اوس د دغې کمپنی د نوی تیلفون iPhone 4s مشتریان شکایت کوي چې ټیلیفون یې د ډیر کم وخت لپاره چارج ساتي.

https://p.dw.com/p/135hG
آیې فون ۴ ګرځنده تلیفون
آیې فون ۴ ګرځنده تلیفونانځور: AP

که څه هم د ستونزې د رامنځ ته کیدو په لومړیو ورځو کې د اپل کمپنی د آی فون له کارونکو څخه وغوښتل چې په خپلو ټیلیفونونو کې ځینی اسانتیاوي له اتومات حالت څخه وباسي او که د هغې سربیره به هم دغه ستونزه حل نه شوه نو د زوړ تلیفون په بدل کې ورته نوی تلیفون ورکول کیده، خو اوس دغې کمپنۍ اعلان کړی چې د نوموړې ستونزې د حل لاره یې موندلې ده.

د اپل کمپنۍ د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د iPhone 4s لپاره یو داسې نوی پروګرام تیار کړی چې د دغه تیلفون د بترۍ ستونزه حلوي. د اپل یوه ویاند وویل:

«یو کم شمیر پېرودونکو د نوی آی فون د بترۍ په هکله شکایت کړی وو. مونږ د دغې ستونزې لامل پیدا کړی او د حل لپاره به یې ډیر ژر یو پروګرام وړاندې کړو.»

اپل د دغې موضوع په اړه نور جزییات ور نه کړل خو د iPhone 4s د بترۍ د ژوند په اړه د هر ورځې په تیریدو سره شکایتونه لا پسې ډیریږي.

دا په داسې حال کې دی چې اپل د تیرې سه شنبې په ورځ خبر ورکړی ؤ چې iPhone 4s به په لا ډیرو اسیایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې بازار ته عرضه شي.

د اپل کمپنۍ همدا راز اعلان کړی چې iPhone 4s د روان کال تر پایه پورې د نړۍ د ۷۰ هیوادونو په مارکیټونو کې عرضه شي.

iPhone 4s د اکتوبر د میاشتې په څلورمه نیټه په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کړل شو. د دغه ټیلیفون بازار ته د راوتلو څخه یوه ورځ وروسته د اپل کمپنۍ مشر، ستیو جابز، مړ شو. د اپل کمپنۍ یوازې په لومړیو درې ورځو کې د څلورو میلیونو څخه ډیر iPhone 4s خرڅ کړي دي.

رویترس، فرانس پرس، د المان خبري اژانس/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض