1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ائتلافي حکومت جوړيدو نهايي مذاکرات لا هم ادامه لري

۱۳۹۶ بهمن ۱۵, یکشنبه

داسې ښکاري چې د انګلا مرکل په مشرۍ د محافظه کار ګوندونو او د مارتين شولتڅ په مشرۍ د سوسيال دموکرات ګوند تر منځ د ائتلافي حکومت له پاره د پروګرام له مخې نهايي خبرې اترې نن یکشنبه پاي ته نه رسيږي.

https://p.dw.com/p/2s7Ah
Deutschland Koalitionsverhandlungen Willy-Brandt-Haus Berlin | Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان ائتلافي حکومت له پاره نهايي مذاکرات چې په پام کې وو نن يکشنبه د فبرورۍ څلورمه پای ته ورسيږي، داسې ښکاري چې پاي ته نه دي رسيدلي. ښايي مذاکرات نن شپه ودرول شي او سبا د دوشنبې په ورځ به بيا له سره پيل شي.

د آلمان د دموکرات مسيحي ( CDU)، سوسيال مسيحي (CSU) او سوسيال دموکرات (SPD) ګوندونو نن یکشنبه د فبرورۍ ۴مه د ائتلافي حکومت د جوړيدو پر سر نهايي مذاکرات پيل کړل او تمه يې وه چې دغه خبرې اترې به نن يوې نهايي نتيجې ته ورسيږي.

خو اوس روښانه نه ده چې آیا مذاکره کوونکي ګوندونه به د شپې په اوږدو کې پراساسي موضوعاتو په خپلو کې هوکړې ته ورسيږي او سبا د دوشنبې په ورځ به د ائتلاف معاهده وليکي، او که برخلاف د دې دغه بحثونه به پراساسي اختلافي مواردو لا هم ادامه پيدا کړي.

پر اساسي مسائيلو توافق

د مذاکره کونکو له ډلې څخه ويل شوي دي چې هدف دا دی چې د شپې تر رسيدو څخه دمخه، پر اساسي مواردو توافق ترسره شي. له هغې وروسته به د يوې ۹۱ کسيزې ډلې ستره غونډه جوړه شي. په نهايت کې د دوشنبې په ورځ د ائتلافي حکومت د اعلان څخه د مخه، د دواړو لورو کميټې هم بايد توافق ته ورسيږي.

ورته مطالب:

 په آلمان کې د ائتلافي حکومت پر سر خبرې د مهاجرت پر سر د مخالفت له کبله وځنډیدې

ستر ائتلاف به پر کومو موضوعاتو همنظره او کومو مخالفت ولري؟

د آلمان د ائتلافي حکومت د جوړښت پر سر خبري اتري ناکامه شوې

Deutschland Koalitionsverhandlungen von Union und SPD Andreas Scheuer
د بايرن مسيحي سوسيال ګوند څخه اندرياس شوير (ښي لور)انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل ويلي دي چې تر اوسه لا معلومه نده چې دغه مذاکرات څومره وخت نيسي. مرکل د نهايي خبرو اترو غونډې ته تر ګډون دمخه خبريالانو ته وويل: «مونږ پرون د اساساتو پر سر خبرې وکړې، خو لا هم ډير مهم مسائل پاتې دي چې ورباندې خبرې وکړو.» هغې د خپلو خبرو په دوام وويل: «زه نن له يو ښه نيت سره مذاکراتو ته روانه يم، خو لا هم د دې انتظار کيږي چې سخت مذاکرات به ولرو.»

دواړه مشران د هوکړې ډاډ ورکوي

انګلا مرکل چې د سوسيال دموکراټانو سره په دغو مذاکراتو کې د محافظه کار ګوندونو مشري کوي زياته کړه: «موږ پوهيږو چې کوم ماموريت لرو خو موږ کوشش کوو تر څو هغه په عادلانه توګه ترسره کړو.»

مقابل لور د سوسيال دموکرات ګوند مشر مارتين شولتڅ هم د مذاکراتو ځای ته د رسيدلو پرمهال وويل: « دواړو لورونه په وروستيو ورځو کې پر مشخصو سياستونو هوکړې ته سره رسيدلي يو، خو سربيره پردې ځيني نور مسائل هم شته چې بايد ورباندې خبرې وشي، په ځانګړي توګه د ټولنیز سياست پر مسئلې.»

د صدراعظمي څوکۍ له پاره د آلمان عمومي انتخابات د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر پر ۲۴مه نيټه (څه باندې ۴ مياشتې مخکې)ترسره شول. هغه مهال دوهم ګوند سوسيال دموکرات چې تر مرکل وروسته يې ډيرې رايې  ګټلې وي اعلان وکړ چې په ائتلافي حکومت کې به برخه نه اخلي او د اپوزيسيون موقف به خپلوي. تر هغې وروسته د مرکل او دهغې د بايرن ايالت مسيحي سوسيال اتحادي ګوند د دوو نورو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت پر جوړيدو خبرې اترې پيل کړي. دغه خبري اتري چې څو اوونۍ يې دوام وکړ بلاخره د نوامبر په ۲۰ مه ناکامې اعلان شوې.

د جايکا تر ناکامۍ وروسته شولتڅ

تر هغې وروسته مرکل د مارتين شولتڅ په مشرۍ د سوسيال دموکرات ګوند سره د ائتلافي ګوند د جوړيدو له پاره هڅې پيل کړي چې شولتڅ یې هم دغې غوښتنې ته لبيک ووایه. 

د ائتلافي حکومت د جوړيدو له پاره د دغو دواړو لورو وروستۍ ناسته د روانۍ مياشتې (فبرورۍ) په ۲۹مه نيټه ترسره شوه خو نهايي هوکړې ته په کې ونه رسيدل. د دواړو لورو په اختلافي مسائلو کې یوه هم د مهاجرت موضوع وه. 
دغه ناسته چې شپږ ساعته يې دوام وکړ، په کې د ميرکل، شولڅ او د بايرن ايالت د مسيحي سوسيال گوند ۱۵ مخکښو استازو ګډون کړی وو.  دوی د مهاجرت موضوع ترڅنګ، د بهرني سياست، د پراختيايي مرستو پرهمکارۍ، دفاع او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
 
که څه هم هغه مهال غونډه پرته له نهايي هوکړې پای ته ورسيده او دوی وويل چې د «حل یوې لارې موندني ته ليواله دي.»

uh/sam (dpa, rtr)/ م.ک. ص

په اړونده موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: