1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوالو ته اتریش ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوه

۱۳۹۴ شهریور ۱۴, شنبه

کډوال اوس له بوداپست څخه د اتریش پولې ته نزدې د سره صلیت له خوا جوړ شویو کمپونو ته د رسیدو په حال کې دي. له بلې خوا د چک او سلواکیا هیوادونو آلمان ته د اروګاډي یوه لار وړاندېز کړې ده چې دغه هیوادونه له آلمان سره نښلوي.

https://p.dw.com/p/1GRUF
انځور: Reuters/L. Balogh

د اتریش سره صلیب ویلي دي چې تمه لري د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د اتریش پولې ته نزدې جوړ شوي نیکیلس دورف، کمپ ته د ۸۰۰ او ۱۵۰۰ تر منځ کډوال ورسیږي.

د هنګري هیواد د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې سل لوی موټر به د ګډوالو د لیږدولو له پاره واستوي. د دغه هیواد د لومړي وزیر د دفتر مشر یونس لیزر وویل: «موږ ځکه دا کار کوو چې د هنګري ترانسپورت د راتلونکو ۲۵ ساعتونو له پاره له کاره و نه لویږي.»

لیزر وویل چې ګډوال به د هیګیشولوم سیمې ته ولیږدول شي چې له اتریش سره د دغه هیواد پوله ده. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې سرویسونه به یوازې هغه ګډوال ولیږدوي چې پر لار دي، نه هغه کسان چې لا وختي په کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

له افغانستان څخه یو راغلی کډوال احمد وایي: «هغوی موږ ته وویل چې دغه سرویسونه د اتریش پولې ته روان دي. زه نه پوهیږم چې ایا دغه خبره سمه ده او که نه. که دا خبره رښتیا وي نو دا ډیر ښه کار دی او دا زموږ له پاره بریا ده. کیدای شي اوس موږ یوه لار وموندو.»

تر هغه وروسته چې د اتریش او آلمان مشرانو یو له بل سره ولیدل، هغوی وویل چې پر دې موضوع باندې موافقه شوې ده چې کډوالو ته پرته له کومې ستونزې د داخلیدو اجازه ورکړل شي.

له بلې خوا د جمعې په ورځ د چک او سلواک هیوادونو د اورګادي داسې یوه پټلی وړاندیز کړه چې دغه هیوادونو په مستقیم ډول له آلمان سره نښلوي. د دغې پټلۍ د جوړیدو هدف آلمان ته د کډوالو رسول ښوول شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب