1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتلانتیک دواړو غاړو ته د اقتصادي همکارۍ پر سر خبرې اترې

ګیرو شلیس/ نسیم صابر۱۳۹۲ تیر ۲۲, شنبه

په واشنګټن کې د اروپايي ټولنې او د امريکا تر منځ د «ترانس اتلانتيک» يا اتلانتيک دواړو خواو ته د يوې اقتصادي ساحې د رامنځ ته کولو په سر خبرې اترې تر سره شوې. د دې تر څنګ د جاسوسۍ د موضوع په اړه هم خبرې وشوې.

https://p.dw.com/p/197F9
انځور: PATRIK STOLLARZ/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې او د امريکا د متحده آيالاتو پلاوو د اتلانتيک دواړو خواو ته د يوې ګډې اقتصادي ساحې د جوړولو په هکله په واشنګټن کې خبرې اترې تر سره کړې، د آلمان د کورنيو چارو وزير، هانس پېټر فريدريش، يوازې يو څو سوه متره لېرې، په سپينه ماڼۍ کې، د امريکايانو د شخړه ییزو څارنيزو پروګرامونو په هکله خبرې وکړې. د هغه د خبرو موخه دا وه چې له خپلو امريکايي ملګرو سره په برابره سطح خبرې وکړي، هسې نه چې خپلو ورځنيو چارو ته سړی بېرته ستون شي، بې له دې چې موضوع يې ياده کړې وي.

د واشنګټن د شهرت لرونکي پيترسن انستيتوت کارکوونکی، جېکوب کيرکېګارد، بيا وايي چې دغه بحث پر سوداګريزو خبرو اترو ډېرې اغېزې نه دي لرلې. د څارنيزو پروګرامونو د موضوع سره سره دواړه لوري ډېر ژر اصلي موضوع ته سره رسېدلي دي. کيرکېګارد زياتوي چې دواړه پلاوي په يو بل باندې دومره اساسي اعتماد لري چې راتلونکې خبرې اترې به هم آسانه وي.

د امريکا د سوداګرۍ خونې استازې، مارجوري چورلينس بيا د امريکا د څارنيزو پروګرامونو په سر د وارخطايۍ په پايله کې پر اقتصادي فعاليتونو باندې هم ژور تاثيرات ويني:

«ځينې موضوعګانې لکه ديجيتل يا کمپيوټري تجارت، چې خبرې اترې پرې روانې دي، له هغو رپوټونو سره مستقيم ارتباط لري، چې بحثونه ورباندې کيږي. خو زه داسې تصور لرم چې دا په پايله کې نه پر خبرو اترو او نه پر نتايجو باندې څه منفي اغېزې لري.»

دا په داسې حال کې ده چې له شخصي ارقامو سره د چلند موضوع د خبرو اترو يوه تر ټولو پېچلې موضوع هم ده. دواړه لويې وچې په دې برخه کې سره توپير لري. په اروپا کې بايد مشتريان د خپلو ارقامو د لېږدولو په سر موافقه وکړي، په داسې حال کې چې د امريکا په متحده آيلاتو کې دا کار پخپله صورت نيسي بې له دې چې له مشتري څخه پوښتنه وشي. د متحده آيالاتو د ملي امنيت ادارې د څارنيزو فعاليتونو په سر د راټوکېدلو بحثونو تر څنګ ځينې کتونکي او اقتصادي لوبغاړي د سوداګرۍ او پانګې اچونې پلان شوې همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري.

دانيل مولاني، چې د امريکايي پلاوي د خبرو اترو مشر دی، هڅه کوله چې دغه موضوع د خبرو اترو په سر کې ياده کړي. خبرو اترو دوه ورځې دوام وموند چې ۳۷۰ ليکلي اسناد هم په کې وړاندې شول. په پای کې مولاني د اروپايي ټولنې له خوا د خبرو اترو له مشر، ايګناسيو کارسيا بېرسېرو سره يو ځای په يوه مطبوعاتي غونډه کې ژمنه وکړه چې:

«موږ دې ته ډېر کار کوو چې يو پرانيستی او شفاف د خبرو اترو بهير سمبال کړو. موږ دلته اوس رغنده وړانديزونه تر لاسه کړي دي او هغه به په دقت سره وڅېړو.»

د يوې ګډې اقتصادي او تجارتي ساحې د ګټو په هکله ډېرې خبرې شوې او ډېر څه ليکل شوي هم دي. په واشنګټن کې هم دغه بهير اوس دوام وموند: د پلاوو برخه والو او علاقه مندانو دا وويل چې د اتلانتيک دواړو خواوو ته د يوې نوې اقتصادي ساحې رامنځته کېدل به په مليونو کارځايونه رامنځ ته کړي او د اقتصادي ودې او زياتې اغېزمنتيا په برخه کې به هم پرمختګ وشي.

د امريکا د سوداګرۍ د خونې کارکوونکې، مارجوري چورلينس غواړي چې د اتلانتيک دواړو خواو ته د اقتصادي ساحې په رامنځته کولو سره، هغه خلک هم قانع کړي چې وايي امريکا د پاسيفيک يا بحر الکاحل پر اقتصادي ساحې باندې ډېر تمرکز کوي. د امريکا متحده آيالات په هغه سيمه کې په ورته وخت کې له خپلو ملګرو سره خبرې اترې تر سره کوي، چې هغې پروژې ته د «ترانس پاسيفيک» يا «د پاسيفيک دواړو خواو ته همکاري» وايي.