1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتومي وسلو له یوې نوي سیالۍ ويره

۱۳۹۷ بهمن ۱۲, جمعه

دیرش کاله مخکې اتومي وسلې له آلمان څخه وایستل شوې. خو اوس ويره زياته شوې چي ولسمشر دونالد ترمپ له «منځني واټن اتومي ځواک تړون» څخه وځي، او یوه نوې سړه جگړه پيليږي. د سولې آلماني فعالان ډیر اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/3CZdV
Deutschland Pershing-II Rakten - USA will INF-Vertrag aufkündigen
انځور: picture-alliance/dpa/H. Melchert

د آلمان هايلبرون ښار ته نزدې یوه سیمه چې اوس خلک ورته خپل سپي د چکر له پاره راولي، په ۱۹۸۵م کال کې یوه داسې منطقه وه چې سخت امنیت یې نیول شوی وو او امریکایي ځواکونو پرې کنترول لاره. په دې سیمه کې يوه داسي وژونکې پیښه رامنځ ته شوې چې عواقب یې تر اوږدې مودې پورې محسوس ول.

لیري نیکولس، هغه وخت په دې سیمه کې امریکايي سرتیری وو. هغه د ونو په ډې ډکه سیمه کې د «پیرشنګ ۲» په نوم د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو مسئول وو خو د دغو توغندیو شتون يې بايد د یوه راز په توګه ساتلی وای.

نیکولس وایي: «دا د نه باور خبره وه چې د هايلبرون خلک هغه وخت د دغو وسلو په شتون نه ول خبر. زه په دې موضوع چې پوهیدم په دې سیمه کې څه ځای پر ځای شوي دي، ویریدم.»

خو د ۱۹۸۵م کال د جنوري میاشتې پر ۱۱مه نیټه، د امریکایي ځواکونو په اډه کې داسې یوه پیښه رامنځ ته شوه چې هر څه یې بدل کړل. هغه ورځ د نیکولس ملګرو سرتیرو پر یوه توغندي باندې کار کاوه چې ناڅاپي د توغندي تیلو اور واخیست او چاودنه وشوه. په پیښه کې درې سرتیري ووژل شوه او ۱۶ نور ټپیان شول. د ځینو ټپونه جدي ول.

د چاودنې پر مهال پر توغندي اتومي سرګلوله نه وه نصب، خو نیکولس په یاد لري چې یوه سرتیري داسې فکر کاوه چې اتومي چاودنه رامنځ ته شوې.

هغه وایي: «هغه وخت د سړې جګړې اوج وو. ټوله نړۍ په تيارسئ حالت کې وه.»

د همدې چاودنې تر وخته پورې د هايلبرون اوسیدونکي نه پوهیدل چې سیمي ته یې نزدې اتومي وسلې ځای پر ځای شوي دي.

خو الفرید او سوزن هوبر، بیا وايي چې دوی آن تر چاودنې مخکې پوهیدل چې په سیمه کې توغندي ځای پر ځای دي. هغه وخت دغه دوه کسان د سولې په خوځښت کې فعاله ول او په آلمان کې یې د اتومي وسلو د شتون پر ضد مظاهرې کړي وې. په دغو مظاهرو کې چې په هايلبرون او بن ښارونو کې شوي وې په سونو زرو کسانو ګډون کړی وو.

الفرید وایي: «زموږ غوښتنه تل دا وه: نورو ته باید ګواښ او موږ ته باید خطر موجود نه وي.»

اوس چې یو ځل بیا د اتومي وسلو موضوع توده شوې ده، سوزن وايي چې ډیره اندیښمنه ده او د اتومي وسلو د سیالۍ یو ګواښ ویني. هغه دا وضعیت «پر شا یو ګام» بولي.

د بدلون نقطه

الفرید هوبر په یاد لري چې د ۱۹۸۰مې لسیزې په منځ کې ویره «خپره» وه. د ۱۹۸۵م کال د جنوري میاشتې پیښې د سولې غورځنګ ته یوه نوې انګیزه ورکړه: د هايلبرون خلکو نور دغه وضعیت نه شوای ځغملی.

د هايلبرون د سولې له شورا څخه کونراد وانر، وایي چې دغه پیښه د بدلون یوه نقطه وه. هغه دغه پیښه په ۲۰۱۱م کال کې په فوکوشیما کې د هسته ای پټې له ناورین سره پرتله کوي. د پیښې وروسته، ټول په یوه غږ په هايلبرون کې د اتومي وسلو خلاف شول.

سوزن هاربر وایي چې دغې پیښې ټول «بیداره کړل» ځکه تایید شوه چې وضعیت څومره خطرناکه وو. نیکولس خو آن په دې فکر دی چې دغې پیښې آن ډیر لوړ سیاسي اهمیت لاره او د «سړی جګړې د پای پیل» وه.

تر دې پیښې دوه کاله وروسته د ۱۹۸۷م کال په دسمبر کې بیا د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر رونالد ریګن او د پخواني شوروي مشر میخایل ګربچوف، «منځني واټن اتومي ځواک تړون» چې د انګلیسي ژبې مخفف یې (INF) لاسلیک کړ. په تړون کې موافقه شوې وه چې د روسي SS-20 او امریکايي «پیرشنګ ۲» په څیر د منځني او لنډ واټن ویشتونکي توغندي له منځه یوړل شي. په ۱۹۸۸م کال کې هايلبرون ته په نزدې اډې کې ټول ځای پر ځای شوي توغندي وایستل شول.

د ۱۹۸۰مې لیسزې په جریان کې د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند غړی ایرهارد ایپلر، د آلمان د سولې غورځنګ له مخکښه غړو څخه یو وو. په داسې حال کې چې د آلمان ټولنه او سیاستوال د آلمان د بیا وسله وال کیدو د پلان پر سر سره ویشل شوي ول، ایپلر یې تل مخالفت کاوه. هغه په دې باور دی چې په آلمان کې د اتومي وسلو د ځای پر ځای کیدو پر ضد مظاهرې به په اوسني وخت کې تر پخوا هم ډیرې پراخي وي. هغه اوس ۹۲ کلن دي، خو بیا به هم په دغه شان مظاهرو کې له ځنډ پرته ګډون وکړي.

په ۱۹۷۹مې او ۱۹۸۰مې لسیزې کې ایپلر او ملګري فعالان یې و نه توانیدل چې په آلمان کې تر سلو زیاتو «پیرشنګ ۲» ډوله توغندیو د ځای پر ځای کیدو مخه ونیسي. کله چې هغه د ریګن او ګرباچوف تر منځ له تړون څخه خبر شو، نو هیله یې لرله چې د اتومي توغندیو ګواښ به نور یوازې د تاریخ په کتابونو کې وي.

هغه وایي: «خو داسې ښکاري چې هغه تړون یې پای نه وو. هغه څه چې موږ یې اوس تجربه کوو د دونالد ترمپ د بشپړې بې خبرۍ، محصول دی. سړی نه پوهیږي چې د هغه نیت څه دی.»

د وسلو نوې سیالي

تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې د ولسمشر دونالد ترمپ اداره اعلان کړي چې د «منځني واټن اتومي ځواک تړون» له مخې اقدام کول، د تعلیق حالت ته راولي. ترمپ پر روسیې باندې تور لګولی دی چې له ځمکي توغیدونکو توغندیو له جوړولو سره یې دغه تړون مات کړی دی.

ډیری آلمانیان اوس ویره لري چې د وسلو جوړولو یوه نوې سیالي به پیل شي او امریکا متحده ایالات به هم د روسیې د ګواښ د دفع کولو له پاره خپل د منځني واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي.

د هايلبرون د سولې له شورا څخه کونراد وانر، د اوسنې او د ۱۹۷۰مو کلونو د وضعیتونو تر منځ شباهتونه ويني. هغه وایي: «هغه وخت پر شوروي باندې تور وو چې خپل د وسلو زيرمي پراخوي نو له همدې کبله امریکا او ناټو هم اړ شول چې ورته اقدام وکړي.»

په هايلبرون کې د زرغون ګوند غړي ایزابیل، دا تصور نه شي کولی چې یو وخت دې د دې ښار په څنډو کې د عام وژنې وسلې ځاي پر ځای وې. د آلمان خاورې ته د دغه شان وسلو بیا ستنیدل، هغه ویروي. خو هغه وایي چې له ټولو سوله ییزو لارو چارو به ګټه واخلي او آلمان ته به د اتومي وسلو د بیا راتلو د هر ډول پلان مخه ونیسي.