1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته ولیږدول شول

۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

د هغو اتو تنو افغان کډوالو مړي افغانستان ته استول شوې دي چې غوښتل یې د ترکیې له لارې یونان ته ولاړ شي. د دغو کډوالو کشتۍ د ترکیې له سرحد څخه تر روانیدو لږ وروسته په اوبو کې ډوبه شوه.

https://p.dw.com/p/1Gdyr
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات چارواکي تائیدوي چې د هغو اتو تنو افغان کډوالو جسدونه دوی ته سپارل شوې دي چې اروپا ته د رسیدو په مسیر کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو کډوالو له کورنۍ څخه عبدالرزاق کاظیمي دویچه ویله ته وویل چې د دغې پيښې په قربانیانو کې دری ماشومان، دری ښځې او دوه تنه نارینه شامل دي.

کاظیمي زیاته کړه چې قاچاقبرو دغې کورنۍ ته ویلي وو چې دوی به په ستندرد او چټکو بیړیو کې له سرحد څخه تیروي، په داسې حال کې چې دوی په لسگونو کسان په یوې لوې بادي کشتۍ کې لیږدولي ول: «سره له دې چې دوی ډیرې پيسې هم اخیستي وې ۲۳۰ تنه کډوال یې په یوې لوې بادي کشتۍ کې سپاره کړل. کشتۍ د دومره ډیرو کسانو ظرفیت نه لاره او له دې امله ډوبه شوه. په دغه پيښه کې ۳۰ تنه وژل شوې دي.»

ښاغلی کاظیمي زیاته کړه چې دغه قربانیان د دوو کورنیو غړي دي چې په ایران کې مهاجر ول. د هغه په خبره په مجموع کې د دغو دوو کورنیو له جملې څخه چې د ایران له مشهد څخه د اروپا پر لور روان شوې ول یوازې دری تنه ژوندي پاتې دي.

نوموړی زیاتوي چې دغه پيښه د سه شنبې په ورځ رامنځته شوې ده. د کاظيمي په خبره د دغو کډوالو جسدونه څیرې شوي ول: «د دغو کسانو جسدونه د زنې لاندی څخه تر نامه پورې څیرې شوي ول او د بوجې د خولې په څیر بیرته گنډل شوې دي. دوی په کوم جنایې پيښه کې نه دي وژل شوي چې د دوی مړي یې څیرلي دي.»

د هرات په روغتون کې د عدلي طب متخصص داکتر برکت الله محمدي وايې چې دغه جسدونه د کنترول له پاره ولایتي روغتون ته نه دي راوړل شوي. محمدي زیاتوي: «دا په ټوله نړۍ کې د بهرنیو اتباعو په برخه کې معمول دی کله چې یو بهرنې تبع مري، د مړینې د رپوټ چمتو کولو او بررسۍ له پاره یې جسد څیرې کوي. حتی په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو په برخه کې هم دا معمول دی.»

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال فضل احمد عظيمي دویچه ویله ته وویل چې په رسمي ډول د دوی وزارت د دغو کسانو د مړینې په هکله په جریان کې نه دی اچول شوی. نوموړي زیاته کړه: «په معمول ډول داسې پيښې د غیر قانوني مهاجرتونو په برخه کې رامنځته کیږي.لارې له خطرونو ډکې دي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول دغو هیوادونو ته ځي باید دا مسائل په پام کې ونیسي.

ډیر شمیر افغانان چې خپل هیواد د اروپا، استرالیا او کانادا په نیت پریږدي د لارې په مسیر کې په اوبو کې ډوبیږي او یا د نورو لاملونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

راغلي پښیمانه، نه راغلي په ارمان!

د ټولنیزو شبکو او داخلي رسنیو د رپوټونو له مخې یوازې د تیرو نهو میاشتو په موده کې ۸۰ زره کسان چې اکثره یې ځوانان او باسواده ول له افغانستان څخه وتلي دي. د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزارت په حواله د مهاجرتونو شمیر له اندازې ډیر لوړ شوی دی.

د یاد وزارت مرستیال وایې چې وړاندې شوې شمیرې ډیرې زیاتې دي، خو د هغو کسانو شمیر چې په دې موده کې یې مهاجرت کړی دی ښایې له دې څخه کم وي. ښاغلې عظیمي دا تائيدوي چې اکثره ځوانان، با سواده او شتمن قشر له هیواد څخه وزي.

د کډوالو چارو وزارت وایې چې دوامداره جگړه، نا امني، بې روزگاري، فقر، نا معلومه سیاسي او ټولنیزه راتلونکې هغه عوامل دي چې له دغه هیواد څخه د مهاجرتونو د ډیرو سبب گرځیدلی دی.

عبدالرازاق کاظيمي چې په نزدې وختونو کې یې د خپلو خپلوانو جسدونه ترلاسه کړي دي غواړي له افغانستان څخه ووزي. نوموړی وایې: «باور وکړئ وضعیت تر دې اندازې خراب شوې دی، زه چې همدا اوس د خپلو خپلوانو په کفن کولو کې مصروف یم، که چانس راته برابر شي ډیر ژر به د خپلو بچو د راتلونکي له پاره له دغه هیواد څخه ووځم. دلته هیڅ څه هم مشخص نه دي.»

اروپایې هیوادونو ته له مهاجرت سره هر څه عادي حالت ته نه ورگرځي. رحمان چې دری کاله مخکې یې افغانستان د آلمان په نیت پریښې دی او اوس د آلمان په پلازمېنه برلین کې اوسیږي د مهاجرت د ستونزو په هکله وایې: «دا هغه د آیډیو یا مفکورو هیواد چې ما یې په هکله فکر کاوه نه دی. یو پخوانې متل دی چې وایې د ډهول آواز له لیرې ښه ښکاري. هغه کسان چې دلته ژوند کوي، خپلو خپلوانو ته واقعیت نه وایې. همدا وجه ده چې ډیر خلک آلمان ته زړه ښه کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب