1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اجرايي رئیس د صلاحیتونو پر سر اختلاف ادامه لري

عبدلباري حکيم / حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبه

د ټاکنو له دوهم پړاو څخه لس اونۍ وروسته لا هم نه ده معلومه چي ولسمشر به څوک وي. سياسي کړۍ وايي چې اصلي اختلاف اوس د ټاکنو د وروستیو نتایجو په هکله نه، بلکه د هغه یو «اجرائي رئیس» د مقام د صلاحیتونو په هکله دی.

https://p.dw.com/p/1D45I
انځور: Getty Images

د افغانستان په روان سیاسي کشمکش کې داسي ښکاري چې یو ځل بیا د دې هیواد د ستر متحد امریکا متحده ایالاتو میځگړیتوب ته اړتیا وي تر څو روښانه کړي چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان د «ملی یووالي» په یو راتلونکي حکومت باندي دوه مخکښ کاندیدان په څه ډول یو توافق راضي کړي ول.

د دواړو کاندیدانو ټیمونه د ټاکنو د ورستیو پایلو له اعلان څخه وروسته د «ملي يووالي» د حکومت په جوړیدو موافق دي. خو غټه پوښتنه دا ده چې د «بایلونکي کاندید» چې په داسي یو حکومت کې د «اجرائیه چارو رئیس» به وي، صلاحیتونه څه دي؟

« غوښتني د اساسي قانون سره په تناقض کي»

د اشرف غني احمدزي له ټيم څخه اوریدل کیږي: کومې غوښتنې چې د هغه د سیال لوری، عبدالله عبدالله د «اجرائیه رئیس» د صلاحیتونو په هکله عنوانوي، اصلا د افغانستان د اساسي قانون سره تناقض لري. د غني احمدزي د ټيم ویاند، طاهر زهیر نن شنبه (د اگست۳۰ مه) دویچه ویله ته وویل: « د هغه گډ هوکړه لیک چې د دواړو کاندیدانو له خوا لاس لیک شوی، په اول بند کې په څرگنده توگه راغلي دي: د دواړو کاندیدانو تر منځ هر ډول توافق باید د اساسي قانون خلاف نه وي.»

زهیر یادونه وکړه چې د هغه ټیم نه شي کولای د « اساسي قانون خلاف» عمل وکړي. هغه وویل په همدې وجه اوس په راتلونکي حکومت کي د یو داسي اجرائي پست پر سر اختلاف ژور شوی دی.

د جمعې په ورځ د دواړو ټیمونو په خوښه یوه کار ډله جوړه شوه چې پر دې شخړیزې موضوع کار وکړي. د عبدالله د ټیم یو ویاند، فضل الرحمن اوریا وویل چې دغې کارې ډلې تر اوسه پورې څو غونډې کړې او د « پنځو او شپږو اختلافي ټکو پر سر يې خبري کړي دي او ځېني هیلې پیدا شوي چې لانجه حل شي.»

«اوسني نتايج زړو نتايجو ته ورته دي»

Afghanistan Stimmen werden neu ausgezählt 27.08.2014
انځور: Reuters

د «ملی یووالي» د حکومت پر سر د خبرو سره سره اصلي لانجه چې د ټاکنو د دوهم پړاو پایلې دي، لا تراوسه حل شوې نه ده. د راییو د پلټونو او بیا شمیرنې له پروسې څخه د دواړو تیمونو څارونکي وتلي دي. د عبدالله د ټيم د احتجاج په توگه او د غني د تيم د ملگرو ملتو په غوښتنه له دغې څارنې څخه لاس واخیست.

تیره اونۍ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور احمد نور وویل چې د ټاکنو تر اوسه پوري شمیرل شوې راېې پایلې له فیصدۍ لحاظه د « دوهم پړاوو د ټاکنو د لومړیو نتایجو ته ورته دي»، خو بیا هم وروستیو پایلو ته باید انتظار وایستل شي. د دوهم پړاو د ټاکنو لومړيو نتایجو وښودله چې غنې له عبدالله څخه مخکې دی.

عبدالله په دغو ټاکنو کي د پراخو درغلیو ادعا وکړه او غوښتنه ېې وکړه چې «جعلی رایي» باید له صندوقونو څخه وایستلې شي او باطلي دې اعلان شي، پرته له دې «دا ټاکنې د هغه لپاره مشروعیت» نه لري.

د «اتیا فیصدو راییو پلټنه بشپړه شوې ده»

د ټاکنو کمیسیون اوس وايي چې تر دې دمه یې اتیا سلنه رایې له سره شمیرلي دي او په راتلونکو ورځو کې به یې نتایج اعلان کړي. نور محمد نور شنبه (د اگست ۳۰مه) بیا وویل چې کمیسیون به خپل اعظمی هڅې وکړې چی د پلټڼې او ابطال پروسه پرته له کوم خنډ څخه دوام پیدا کړي: « مونږ وعده ورکوو چې د ټاکنو د پلټنې بهیر ژر تر ژره بشپړه شي او په دې وتوانیږو چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې اعلان کړو.»

John Kerry & Ashraf Ghani & Abdullah Abdullah ARCHIV 12.07.2014
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

داسی ښکاري چی د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره د واکمن ولسمشر حامد کرزي یو ټاکل شوی ضرب الاجل له پام څخه غورځول شوی وي. کرزي ویلی ؤ چې د سپتمبر په دوهمه « باید نوی ولسمشر د لوړې مراسم» پر ځای کړي. له کابل څخه رپوټونه وایي چې د ملگرو ملتو نمایندگې چې د راییو د ابطال او تفتیش پروسې څارنه کوي، ویلی دي چې د رايیو د پلټڼې د بهیر د اوږدیدو سره هغه نه شي کولای چې له نوموړې نیټې څخه مخکې د ټاکنو د نتایجو د اعلان ضمانت وکړي. ویل کیږي چې کیدای شي دغه ډول مراسم د سپتمبر په لسمه دایر شي.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې له څه دپاسه ۲۲ زرو صندوقونو څخه ۴۴۲۴ ېې پاتې دي چی باید تر پلټنې لاندې ونیول شي. د هغه کمیېسیون د وینا له مخې د ۶۰۰۰ صندقونو څخه چې په ځانگړې توگه پلټل کیږي تر اوسه پورې ۲۳۹۷ ېې بشپړ شوي دی.